اپریل 14, 2021

د افغانو مېرمنو د ژوند ناخوالې او مثبت بدلونونه

Advertisements

د ښځو ټولنیز پرمختګ د ډېریو علمي او سیاسي شننو یوه مهمه برخه جوړوي. په دې اړه خورا ډېرې لیکنې شوي او لا هم څېړنې پرې روانې دي چې د افغانو مېرمنو د ژوند هر اړخیز وضعیت وارزوي. د تاریخ په بهیر کې موږ ډېرې داسې کیسې اورېدلي چې مېرمنې ځورول شوي، کړول شوي، نا انساني چلن ورسره شوی، ناهيلې شوي او ماتې شوي دي؛ خو تر څنګ یې دوی ته د ودې، پرمختګ، سوکالۍ او هوسا ژوند لارې چارې هم برابرې شوي.

افغانستان یوه مقیده فرهنګي ټولنه لري. په فرهنګ کې یې دیني ارزښتونه هم شامل دي. تر ډېره پورې د ښځو د ژوند د ناخوالو سرچینه، فرهنګي نادودې دي. پر افغانو خصوصاً پښتنو مېرمنو باندې ظلم او تېری د فرهنګي دود او رسم په نوم تپل شوي دي. او د دې نادودې د سم ثابتولو په پار په نامناسب ډول سره شرعي حکمونه ورسره مله شوي دي. حال دا چې زموږ دین او مذهب کې ښځه له کږې پښتۍ جوړه شوې ښودل شوې، ورسره هر ډول زور زیاتی ناروا دی.

په پښتنې ټولنه او بالعموم افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاتریخوالی تر یو څو کلونو دمخه، ننګ او مېړانه ګڼل کېدله. ډېرې داسې تجربې او کیسې شته چې د دې خبرې کره والی ثابتوي. تر څو کلونو مخکې نارینواکي اوج ته رسېدلې وه. ښځې د مزدور او مفعول انسان په توګه کارول کېدې. نفسي، ټولنیز او نور شرعي حقوق یې نه پر ځای کېدل. که چېرې دا حقوق به ور هم کړل شول؛ خو په بدل کې یې د ژوند سوکالي ترې اخیستل کېدله.

خو اوس په پلازمېنه او څو نورو نږدې ولایتونو کې د ښځو حقوق تر ډېره بریده ورکړل کېږي. ډېری نجونې او مېرمنې مسلکي او څنګزنې زده‌کړې کوي. دندې لري او خپل ټولنیز فعالیتونه یې روان کړي دي. ښځو سره د تاوترخوالي پر ضد مبارزه کې، نارینه هم همکار شوي او ملتیا یې کوي. پر ټولنیزو پاڼو او رسنیو مېرمنې راڅرګندېږي، دولتي او نا دولتي دفترونو کې د کار زمینه ورته برابره شوې، د لوړو زده‌کړو لپاره د پخوا په پرتله اوس ډېرې بهر هېوادونو ته استول کېږي، ادبي ، فرهنګي، سیاسي او نور ټولنیز خوځښتونه یې پراخ شوي دي.

په لرو پرتو سیمو کې د ښځو حقوقو ته ډېر کم پام کېږي، هلته اوس هم ښځه تر لاس لاندې موجود دی. په پلازمېنه او نورو ولایتونو کې مېشتې مېرمنې له مالي محرومیتونو او مالي پلوه نه بسیایني ځورېږي. دوی تل د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره د کورنۍ د نورو غړو مالي مرستو ته سترګې پر لار وي. ډېری ښځې لا اوس هم داسې پړاو ته نه دي رسېدلي چې خپل غږ پورته کړي او په اسلامي/فرهنګي چوکاټ کې خپل حقونه وغواړي، دا ستونزې او ربړې ختمې کړي، یو لامل یې دا دی چې زموږ ښځې له خپلو حقونو ناخبره دي. د دې ستونزو د لرې کولو یوازینۍ لاره کورنیو او وګړو ته عامه پوهاوی دی. له نېکه مرغه زموږ ځوان نسل د ښځو حقونو ته د شرعي حکمونو په رڼا کې ژمن او ترې خبر دي. هماغسې چې له پخوا راهیسې د ښځو د حقونو د ورکولو او جنسیتي تبعیضونو د له مینځه وړلو په پار مبارزې پیل شوې وې، اوس هم روانې دي.

دې وروستیو کې ښځو ته د نړیوالو په څېر په افغانستان کې هم ورځ نمانځل کېږي. دا یوه ستره لاسته راوړنه ده، ساده ځکه نه ده چې خورا هلې ځلې ورته شوې او حداقل د دردېدلو مېرمنو او نجونو د زړه ښه کولو یوه وړه موقع ده. د دې تر څنګ افغانې مېرمنې هیله‌منې دي چې د دوی پر وړاندې شته تاوتریخوالي، ظلمونه، فزیکي/ اروايي ځورونې، اجباري ودونه، بېوخته ودونه، شکنجې، رټنې، سپکاوي، جنسیتي توپیرونه او تبعیضونه او محرومیتونه ختم شي، څو د انسان په توګه له خپلو ټولو انساني حقونو برخمنې شي. یوه ورځ نه، بلکې هره ورځ د دوی ورځ وي.

ذهني نقشه؛ که د ازموینو پرمهال ترې استفاده وکړئ، ښې نمرې به ترلاسه کړئ

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : ځوانان او زده کړې

Advertisements ذهني نقشه یو ډیاګرام دی چې د نظرونو، فعالیتونو، یا نورو کلیدي ټکو یا مفکورو پورې اړوند توکو د څرګندولو ډیاګرام دی چې دا ډیاګرام د نظرونو او افکارو رامنځته کولو، تنظیمولو، او جوړښت ... نور ولولئ