د راجستان لوبډلې ټول لوبغاړي له کرونا پاک اعلان شول

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د راجستان لوبډلې د شنبې په ورځ له ډیلي څخه ولاړل او د ټولو د کرونا ټېسټونه منفي وختل.

د لوبډلې ټول لوبغاړي او د رهبرۍ غړي کورونو ته په محفوظ ډول رسېدلي دي.

دې لوبډلې په ټوېټر یو ټویټ خپور کړی او ویلي یې دي، چې سل سلنه دوی له کرونا پاک دي.

3.JPG

دوی زیاته کړې ده:

«دا د خوښۍ ځای دی، چې زمونږ ټول لوبغاړي، د رهبرۍ غړي او ملاتړي له کرونا څخه پاک دي او ټول په خوندي ډول خپلو کورونو ته ورسېدل»

د راجستان لوبډله په لومړیو کې له سختو ستونزو سره مخ شوه، جوفرا ارچر او بېن سټوکس ورڅخه لېرې شول، بیا د کرونا ویروس د وېرې له امله انډریو ټای او لیام لېوېنګ سټن ترې هم ولاړل، خو بیا هم دا لوبډله په پنځو غوره لوبډلو کې وه او وروستۍ لوبه کې یې حیدراباد ته په ۵۵ منډو ماته هم ورکړه، چې جاس بټلر پکې ۱۲۴ منډې وکړې.

اوس جاس بټلر، ډېوېډ مېلر، کرېس مورېس او مستفض الرحمن له هند څخه خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.

دوی ټول اوس په قرنطین کې دي او څوارلس ورځې به بهر نه وځي.

بل پلو د ممبيي لوبډلې کیڼ لاسی الراوندر جېمز نېشم هم له ډیلي څخه نیوزیلېنډ ته رسېدلی دی او ۳۳۶ ساعته قرنطین به تېروي.
هغه اوس د نیوزیلېنډ په اکلېنډ سیمه کې دی او ۱۴ ورځې په تنهایۍ کې تېروي.

R.JPG

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.