قریشي: د افغان حکومت په خوښه د سولې له پروسې سره همکاري کوو

پاکستان وایي، چې دوی له افغان سولې سره صادقانه مرستې ته تیار دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي دوی له طالبانو سره ښې اړیکې لري خو پر دغه ډله کنټرول نه لري.

د هغه په خبره دوی له افغان سولې سره صادقانه مرستې ته تیار دي او د افغان حکومت په خوښه په دې پروسه کې همکاري کولی شي.

قریشي همدا راز زیاته کړې، چې په افغانستان کې سوله د افغانانو په ګټه ده او په خبره یې طالبان هم افغانان دي او تر جګړې یې په سوله کې ګټه ډېره ده.

هغه هیله څرګنده کړې چې ژر تر ژره په افغانستان کې روان تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.

قریشي داسې مهال دا خبرې کوي چې افغان حکومت پاکستان لا هم د طالبانو ملاتړی بولي او وايي له سولې سره رښتینې همکاري نه کوي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې منځني ختیځ ته پر لار دی او هڅه کوي هلته د ثبات په تامین کې مرسته وکړي.

دده په خبره د ولسمشر بایډن په لارښوونه به منځني ختیځ کې د اسراییلو او فلسطین له مشرانو سره د لیدنې تر څنګ له خپلو سیمه ییزو ملګرو هېوادونو سره ګوري او پر بېلو مسایلو به خبرې کوي.

هغه ویلي دوی په غزه کې د بشري مرستو د رسولو او د جګړو له امله د رامنځ ته شوو ورانیو جوړولو ته ژمن دي او په دې برخه کې به هم خپلې ارزونې ترسره کوي.

ده ټینګار کړی چې په سیمه کې د اوربند د دوام او قوت لپاره هڅه کوي.

د یادونې ده چې تېره ورځد روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې هېواد به یې په افغانستان کې د روانې اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

لاوروف زیاته کړې چې راتلونکې میاشت د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده او دوی تمه لري چې په وضعیت کې پام وړ مثبت بدلون رامنځته شي.

نوموړي زیاته کړې، دا په افغانانو پورې اړه لري چې له خپلو وړتیاوو څخه په استفادې د خپل هېواد د راتلونکي په اړه رغوونکې خبرې او پرېکړې وکړي.

لاوروف ټینګار کړی دی چې هېواد یې د ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د وضعیت ښه والي سره مرسته کوي.

هغه دغه راز ویلي چې روسیه او د ترویکا پروسې ګډونوال به په افغانستان کې د ملي پخلاینې لپاره خپله فعاله ونډه ادا کړي.




وروستي مطالب