ایا خور یا اوخښی ته زکات ورکول کیدای شي؟

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

پوښتنه:

زما خور واده شوې، او اوخښی مې هم بې روزګاره دی، د ډېرو هڅو سربیره هم دنده نشي ترلاسه کولی، زه وخت نیم وخت د خپلې وسي مطابق له دوی سره مرسته کوم؛ خو ایا دوی ته د زکات پیسې ورکول کیدی شي؟

ځواب:

که چیرته اوخښی او خور اړمن وي، نو دوی ته زکات ورکول کیدی شي. که خپلوان او عزیزان مو ډېر مستحق وي، نو نورو ته د زکات ورکولو پرځای دوی ته د زکات ورکول دوه برابره اجر و ثواب لري.

ځکه لومړی حقدار د زکات خپلوان وي.

د ازهر فتوا ده: خپلوان دوه ډوله دي؛

یو هغه دي، چې پر تایې نفقه فرض ده. لکه، مېرمن مور او پلار بچي.

حدیث مبارک دی،« عن النبى صلى الله عليه وسلم “الصدقة على المسكين صدقة، وعلى ذى الرحم ثنتان، صدقة وصلة»

مسکین ته زکات ورکول یوه صدقه ده، او خپلوانو ته دوه صدقې دي؛ یو خپله صدقه او دوهمه د خپلولي پالل.

پدې سره یو د زکات حکم پر ځای یا ادا کېږي او له بلې خوا به په دې کې د صله رحمۍ اجر وي، کوم چې لوی فضیلت لري.

یادونه: په لومړی ډول خپلوانو، صدقه نه کېږي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.