څنګه د هغو پرېکړو لپاره د مور او پلار مثبت ځواب ترلاسه کړو چې پام کې یې لرو

ژباړه: حماد هلال

داسې به ډېر کله پېښ شوي وي، یوې موضوع ته به ډېر علاقمند اوسې خو مور به  منفي ځواب درکړی وي. دا ځواب تاسو ته  ډېر زیات نا ارامه کوونکی او ځورونکی دی. ځينو ته دا موضوع دومره مهمه اوسي، چې ان د دنیا د په مانا وي ورته خو چې په څه باور وکړي او په څه نه، مور مو مسآیلو ته له خپل نظر څخه ګوري او نشي کولی ستاسو غوښتنه ومني. خو ځیني وختونه کولی شو، هغې ته قناعت ورکړو او مثبت جواب ترې ترلاسه کړو.

څنګه والدین راضي کړئ، چې ستاسو غوښتنو ته مثبت ځواب درکړي؟

ځیني مطرح ټکي  د والدینو رضایت اومثبت ځواب اخیستلو لپاره شته دی، چې ستاسو د غوښتنې لپاره هغې دواړو ته مؤثر دي. دا چې د بچیانو اړیکې له مور سره ډېرې وي، لیکنه د مور څخه د غوښتنو په متن مخ ته وړو.

۱ـ  هغې ته مو خپل قدردانی وښیئ او بیا ترې غوښتنه وکړئ:

ارواپوهان په دې اړه وایي: که زما څخه څه وغواړې، شور ماشور جوړ کړې او هڅه وکړئ چې ووایې د هغې وړ یاست، ضرور به د نه جواب ترلاسه کړئ. د دې کار د مخنیوي لپاره  غوره ده چې مور ته مو ښه احساس ورکړئ او ورته ووایئ چې څومره تاسو د هغې د تېرو کړنو، زحمتونو او مینې قدردان یئ. وروسته خپله غوښتنه واضح کړئ. د ستایینې حس جادو په مقابل لوري کې یو ښه احساس جوړوي، چې نشي کولی ستاسو د غوښتنې په مقابل کې مقاومت وکړي.

د والدینو د رضایت لپاره څه وکړو؟

۲ـ خپل دلایل ورته تشریح کړئ: هڅه وکړئ د یو کار ترسره کولو لپاره خپل دلایل په کاغد ولیکئ. په کاغذ باندې لیکل شوې موضوعات باید مهم نقاط اوسي. بیا ښه فکر وکړئ ښې نمونې او مثالونه په کاغذ ولیکئ. تاسو کولی شئ د دې لپاره یوه سناریو هم ډېزاین کړئ.

که مور مو منفي ځواب درکړو، ضرور ورته داسې مثالونه وړاندې کړئ، چې هغه فلانی کار مو کړی او بریا مو ترلاسه کړې. هڅه وکړئ، چې دا کار له پوره ارمتیا سره ترسره کړئ. په اصل کې باید داسې کار وکړئ، چې مور ته مو هیڅ شک او شبهه مخ ته رانشي، چې ستاسو مخنیوی له هغه کار څخه وکړي.

۳ـ مناسب وخت وټاکئ:

هڅه وکړئ، چې د غوښتنې لپاره مناسب وخت وټاکئ ترڅو رد نشي: که ستاسو مور فشار، ستړې او غوسه وي نو له هغې غوښتنه مکوئ. د هغې په ځای صبر وکړئ چې ارامه او خوشاله شي. د بېلګې په توګه چې کله د کور کارونه ترسره کوي،

بیا کولی شې خپل غوښتنه وکړې: که مور چېرته حیواناتو سره مینه لري، هغه وخت چې له حیواناتو څخه لیدنه کوي خپل غوښتنه ترې وکړئ، ځکه په دې وخت کې ډېر ارامه وي.

۴ـ موضوع کوچنۍ کړئ:

هغه وخت چې له خپلې مور غوښتنه لرئ، هڅه وکړئ غوښتنه مو کوچنۍ کړئ. بېلګه: که غواړې یوه کورنۍ مرغۍ واخلئ او مور مو مخالفت کوي، کولی شئ د هغې اندازه کوچنۍ لکه وړه مرغۍ واخلئ.

۵ـ د هغې باور پر ځان ډېر کړئ:

باور کوئ او که نه، خو ستاسو مور د نورو  خبرو په وړاندې حساسه ده. خپلو مهارتونو باندې ډېر تاکید وکئ. کله چې د نورو په وړاندې یئ، هڅه وکړئ داسې جمله مو د مور په وړاندې ووایئ چې په تاسو یې باور لاډېر شي. بالاخره مؤدبانه چلند وکړئ. دا کار د دې لامل کېږي چې په تاسو باور لوړ شي او ستا په څېر د اولاد په لرلو د ویاړ احساس وکړي. په پایله کې به بیا دا سخته وي، چې ستاسو غوښتنې ته منفي ځواب درکړي.

۶ ـ  مور سره مو معامله وکړئ:

هڅه وکړئ، هغه غوښتنه چې د مور څخه یې لرئ په بدل کې هغې ته قول ورکړئ، ځکه مورته قول ورکول تاسو سره مرسته کوي چې زر خپل مطلب ته ورسیږئ. بېلګه: هغې سره وعده کوئ، چې د دې غوښتنې منلو په بدل کې به د کور کارونه ترسره کوئ او تضمین ورکړئ، چې خپل قول به حتمي پوره کوئ. دا کار د دې لامل کېږي چې مور مو له هر وخت ډېر په تاسو باور وکړئ او ونشي کولی ستاسو د غوښتنې په مقابل کې مقاومت وکړي.

۷ـ باور لاسته راوړئ:

هغه وخت چې کله له مور څخه سترې غوښتنې لرئ، زغم لرل به ستاسو د بریا راز وي. د مثال په توګه که غواړې ټابلیټ مبایل یا کوم بل ماشین درته واخلي، باید هغې ته دې ثابته کړي اوسي چې ډېر وخت مو صبر ورته کړی دی. مثلاً کولی شې دا کار د خپلو کوچنیو مسؤلیتونو په ترسره کولو سر ته ورسی یا هغه ژمنې چې د هغې سره مو کړي ډېرې کړئ. دا کار لامل کېږي چې باور لاسته راوړئ.

۸ـ مسؤلیت منوونکي اوسئ:

د مور لومړنی هدف مو دا دی، چې هغې ټولنې ته یو مسؤلیت منوونکی ځوان روزلی اوسي. تاسو کولی شئ د خپلو مسؤلیتو او سمو کارونو په ترسره کولو هغې ته ثابته کړئ. کله چې غواړئ کوم څه ترلاسه کړئ ډېر سوال مکوئ، د هغې په ځای هڅّه وکړئ چې خپلو قولونو و  وعدو ته ژمن اوسئ  او هغې ته خپله مسؤلیت منل ثابت کړئ. دا کار دقیقاً ستاسو مور مجبوره وي، چې تاسو ته مثبت ځواب درکړي. پام مو وي هغه څه چې دوی غواړي ستاسو چلند باید ورسره سم اوسي.

۹ـ مور مو مه اړ کوئ:

کله چې د مور څخه غوښتنه لرئ، هڅه ونکړئ چې هغه ځواب درکولو ته اړ کړئ. د دې په ځای هغې ته وخت ورکړئ، چې فکر وکي او تاسو ته ځواب درکړي. په اصل کې د ماشومانو په څېر چلند مکوئ، ترڅو هغه له تاسو ناهیلي نشي. دا کار لامل کېږي، چې مور تاسو ته د هغه بالغ شخص په سترګه وګوري چې ادب مراعاتوي.

۱۰ـ منفي ځواب مثبت ته بدل کړئ:

که جواب یې منفي وي،  په دې برخه کې باید مهارت ولرې، چې څنګه د هغې ځواب هو کړئ. د هغې نه پوښتنه وکړئ چې ولې ستاسو کار سره مخالفت لري. که بې مانا او مبهوم ځواب مو ترلاسه کړو، هڅه وکړئ چې له هغې وغواړئ تشریحات درکړي، چې تاسو باید کوم مسؤلیتونه ترسره کړئ چې د هغې څخه د هو جواب ترلاسه کړئ  او څنګه هغې ته وښایاست چې تاسو غټ شوي یئ. فکر مو وي، چې په دې مواریدو کې شور ماشور جوړ نکړئ او شکایت مکوئ دا کارونه ټول په ارامۍ ترسره کړئ.

 

وروستي مطالب