افغانستان ته د نویو توغندیو راوړل؛ څو یادونې او پوښتنې

سپینه تجريدي ډیزاین

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جوبايډن موده مخکې په رسمي توګه له افغانستان څخه د مکمل وتلو پرېکړه اعلان کړه او ١١ د سپټمبر د ٢٠٢١ نيټه يې د امريکا د سرتيرو د وتلو وروستی نيټه وښوده.

د امريکا دغه پرېکړه په افغانستان کې د جګړې دواړو غاړو کې ځينې غبرګونونه راوپارول. د طالبانو استازو په قطر کې دغه پرېکړې سره مخالفت څرګند کړ او ويې ويل، چې د قطر د تړون مطابق ټول نړيوال ځواکونه بايد د می د مياشتي تر لمړۍ نيټې له افغانستانه ووځي، او د بهرنيو سرتيرو پاتي کيدل د معلومي نيټې نه وروسته د قطر د ژمنې نه سرغړونه ده.

خو افغان دولت د متحده ايالاتو پرېکړې ته درناوي څرګند کړ، او ويې ويل؛ د بهرنيو ځواکونو وتلو سره موافق يوو او موږ کولی شو د ملي ځواکونو پر مټ د خپلې خاورې او خپل وطن څخه په ښه توګه دفاع وکړو.

د امريکا پوځ او سياسي کړيو وروستيو کړنو د ټولو افغانانو تر منځ ګنګوسي او ناباوري راپارولي دي.

د مثال په ډول :

د امريکا متحده ايالاتو نظامي ځواکونه به د طالبانو سره د  جوړجاړي وروسته له افغانستانه وځي، خو د خپل خوندي وتلو د پاره به B52 بمبار الوتکې چمتو کوي، او د خليج په هوايي ډګرونو کې به یې ځای پر ځای کوي.

یادونې او پوښتنې:

دا الوتکي نقطه يا مشخص هدف نه بمباروي، بلکې د يوې لویې ساحې د بمبار د پاره یا لویو هدفونو لپاره کارول کېږي.

لکه؛ لوی ښارونه، نظامي هډي، او داسي نور پُر نفوسه ځايونه، خو د طالب تر ولکې لاندې دا ډول ساحي نشته او حتا مستقل يا مشخص ادرس هم نه لري.

نو بیا امريکايې ځواکونه د څه نه ويره لري او غواړي څه بمبار کړي؟

د بلي خوا د هوايې دفاع هغه توغندي د کويټ هېواد څخه افغانستان ته را انتقال شول، چې اخرين سيستم د هوايي دفاع بلل کېږي.

دا د توغنديو سيستم کولی شي، د يو مارغه  په اندازه الوتکه په لېرې واټن کې کشف او هدف وګرځوي، په داسي حال کې چې د طالبانو  سره هېڅ ډول ډرون او يا الوتکي نشته؟!

دا د توغنديو سیستم د” ټاډ” په نوم يادېږي، چې د مقابل لوري هر قسمه د هوایي برید دفاع کولی شي.

دا ډول توغندی امریکا په پولینډ ‘لاتویا’ او ‘لاتوینا’ کې هم لګولي، ترڅو د روسیه له لوري پر اروپا د هوایي بریدونو مخنیوی وکړي.

دا سیسټم د امریکا له لورې جنوبي کوریا کې هم لګېدلی، ترڅو د چین او شمالي کوریا هوایي بریدونو مخنیوی وکړي.

خو په افغانستان کې دوی دا توغندي څه ته کاروي دا حيرانونکي موضوع ده!!

د بلي خوا امريکايې تازه دمي قوتونه په نامعلومه شمېر افغانستان ته رارسيدلي دي.

د امريکا د نظامي چارواکو د معلوماتو له مخې دا وسلې او سرتيري د دوی د ځواکونو د خوندي ستنيدو په موخه راغلي او کارول کېږي.

خو پوښتنه دلته پيدا کېږي چې؛ چيرې د دوی سرتيري خو به پلې له افغانستانه نه وځي، چې د دوی دواړو خواو ته  تازه دمي سرتيري روان وي او پر سر يې هم B52   ډوله الوتکي د ملاتړ یا ساتنې په نيت د الوتنې په حال کې وي؟!!

په هر صورت د قوتونو دغه راټولونه په افغانستان کې د نورمال وتلو نښې نه څرګندوي.