افغانستان لومړی ځل د طیفي نظارت ترټولو مجهزې ټکنالوژۍ ته لاسرسی پیدا کوي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د افغان حکومت د سلو ورځو او سلو زېریو په لړ کې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې د هېواد د طیفي او الکترو مقناطیسي امواجو د څار او نظارت د مجهز ترین سیستم د اخیستلو قرارداد لاسلیک کړ.

دا تړون د ولسمشر ” محمد اشرف غني” په حضور کې د اترا ادارې عمومي رئیس “عمر منصور انصاري” او د اکاشیا ټکنالوژۍ نړیوال شرکت د مشر “ایمن ګومه” تر منځ لاسلیک شوچې له مخې به یې د ۲ اعشاریه ۶ میلیونه ډالرو په ارزښت یاده کمپنۍ افغانستان ته د سګنال پراسسوونکي وسایل او نړیوال پرمختللي تجهیزات برابر کړي.

د اترا ادارې عمومي رئیس په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته په وینا کې وویل، د قرارداد په اساس به په اټرا اداره کې د فریکانس د نظارت يو مرکز په شپږو میاشتو کې جوړ او ورته به د الکټرومقناطیسي سګنالونو د څار يوه بشپړه ټکنالوجي راوړل شي، چې د ددغو سګنالونو د خپروونکو وسیلو د پلنيوي، جهت يابۍ او موقعیت معلومولو وړتیا به ولري.

د ښاغلي انصاري په وینا، د نظارت دغه مرکز لپاره پیرل شوی سیسټم د نړۍ ترټولو پرمختللې ټکنالوجي ده، چې د مخابراتو د نړيوال سازمان (ITU) پر معیارونو پوره برابر ده او د نړۍ په 106 هېوادونو کې دا شان ټکنالوجۍ تطبیق شوي دي:

دا به لومړی ځل وي، چې اټرا د سپکټرم د نظارت په برخه کې له کاغذي اجراآتو الکترونیکي هغو ته اوړي. دا به یقیناً زموږ د اجراآتو په سرعت، موثریت او مثمریت کې خورا ډېره مرسته وکړي. د فریکانس د استفادې دقیق ارقام به راکړي، د غلا او غیرمجاز استفادې مخه به ونيسي او د دغې نادرې طبیعي پانګې په خوندیتابه او متحرکه استفاده کې به ګټور واقع شي.

ښاغلي انصاري همدا راز ټینګار وکړ، چې افغانستان  په تیرو شلو کلونو کې مجموعاً ۱۸۳ میګاهرټزه فریکانس توزیع کړی دی، چې له کبله يې دولت د کال نږدې ۲۷۳ ملیونه افغانۍ عواید ترلاسه کوي، خو په وینا یې اداره یې پلان لري، چې په لومړي پړاو کې دغه ارقام ۳۰۰ میګاهرټزه ته ورسوي، او په تدریجي ډول يې توزیع لا زیاته کړي.

په غونډه کې ولسمشر محمد اشرف غني د اترا ادارې اقدامات او هڅې وستایلې او همدا راز یې د هېواد  فرېکانس د بهتر نظارت تر څنګ د ۴جي انټرنیټي خدمتونو په زر تر زره رسوؤنه او د انټرنیټ د کیفیت او قیمت په ښه کولو یې هم ټینګار وکړ.