جلال اباد: وسله والو په یوه برید کې اته لمونځ کوونکي وژلي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

په جلال اباد ښار کې د شخصي شخړې له امله د یوې کورنۍ اته غړي وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې وسله والو کسانو تېره شپه د جلال اباد ښار په نهمه ناحیه کې په یوه جومات کې د تروایح لمانځه پر مهال پر لمونځ کوونکو ډزې کړې چې له امله یې اته کسه وژل شوي دي.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې دغه پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځ ته شوې ده.

هغه زیاته کړې چې په ډزو کې د حاجي عبدالوهاب په نامه د یوه کس د کورنۍ اته غړي چې پنځه یې زامن او درې یې ورېرونه دي وژل شوي.

امرخېل وايي چې پېښه د امنیتي او کشفي ارګانونو تر جدي څېړنې لاندې ده او په اړه به یې معلومات تر بشپړو پلټنو وروسته شریک شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي