ليکنه او راټولونه:
هغه کسان چې وزن کموي دوی سره دا پوښتنه پیدا کیږي چې په روژه کې کوم وخت ورزش وکړو؟
د روژې مبارکه میاشت د هغو کسانو لپاره طلایي چانس دی چې غواړي وزن یا د وینې غوړ (کولیسټرول او یا ټرایګلیسرایډ) کم کړي. په قوي عزم (صحي خوراک، کافي اندازه مایعات، ورزش او کافي اندازه خوب) سره د ثواب تر څنګ دوی کولی شي خپل صحت هم برابر کړي.
د ورزش وختونه:
هغه کسان چې غواړي وزن کم کړي دوی د ورزش لپاره له دې دواړو وختونو یو وخت ځانته ټاکلی شي.
اول: له پیشنمي مخکې له ۳۰ څخه تر ۴۵ دقیقو پورې ورزش کول چې دا یې تر ټولو غوره وخت دی. لیکن د بعضې خلکو لپاره دا وخت سخت تمامیږي.
۲- د روژه ماتي څخه د مخه ورزش کول. لیکن د لوږې او تندې له وجهې زیاتره کسان د وخت کې د کمې انرژۍ احساس کوي. لیکن د روژې په ماتولو او د ورزش په شروع کیدو یې دا احساس له منځه ځي.
دې وخت کې په وینه کې په نسبي ډول د ګلوکوز اندازه کمه وي. نه یواځې دا چې ګلوکوز په ینه یا ځګر کې نه جمع کیږي بلکه د ځګر د ګولوکوز ذخیره هم په ماتیدو وي او له همغه ځایه ګولوکوز په مصرف رسیږي سربېره پر دې، بدن کوشش کوي چې بدن کې د شته شحم یا وازدو څخه انرژي برابره کړي او د بدن شحم په مصرف رسیږي.
کله چې د ماښام اذان وشي نو روژه دې په خورما، میوه، یا اوبو ماته شي ولې باید دا شیان په مړه خېټه ونه خوړل شي. بلکه هدف یې فقط د روژې ماتول او ضرورت رفع کول وي. د روژې له ماتیدو وروسته دې لمونځ وشي، بیا د ورزش وکړي او وروسته له ورزش دې خپل روژه ماتی وکړي.