ترټولو هيښونکې دا چې د عليپور له خوا وار شوی توغندی RPG7 نه بلکې پرمختللې رهبري کيدونکی ايرانی ټابليټ دی.
د علیپور له لوري د ملي اردو هیلي کوپټر په ایراني توغندي ویشتل شوې.
ـ مونږ باید د غني، محب او امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړو، که چیرته یې له ملاتړه لاس واخلو بیا تیر تاریخ تکراریږي.
له دغو هزاره ګانو او کارملیانو یې زده کړئ !
عليپور او د کارملیانو جنایات ټول په سترګو لیدلي او وینو یې، خو بیا یې هزاره ګان او دا نور په کلکه ملاتړ کوي. هیرو یې ترینه جوړ کړ، د عظیمي جسد یې په نره راوړ .
زه د دغو ټولو کړنو پړه په خپله په پښتنو ور اچوم، ځکه مونږ کې اتفاق نشته، که داسې مخته لاړ شو او د غني له ملاتړه لاس واخلو ورځ به مو له دې هم بدتره شي .
هغوی د خاینانو ملاتړ کوي، خو مونږ بیا نا اګاهانه بیا د هغو په ملاتړ روان یوو.
مونږ باید سیاست وکړو او د سیاست له لارې کولای شو، چې دښمن کونج ته کړو.
غني او ټیم یې باید تنها پرې نږدو.
ـ اوس فقط د دې وخت دی، چې د خپلو لوړ پوړو له تصاميو ملاتړ وکړو
هر څه په يو ځل سمېږې…
مقابل لوري ټول تر دې ځايه ډېر سيستماتيک را رسيدلي دي.
ـ اوسني کړکیچ کې یوه لاره لرو هغه دا چې د غني او نظام ملاتړ وکړو !
په خدای چې که چیرته دا اوسنۍ نظام لږ کوږ شو بیا ورته ګوره چې څو حکومتونه به بیا راته جوړ شي .
په دې خو دلته ټول ښه پوهیږي چې حالت کومې خوا ته روان دي، خو د غني شتون د افغانستان لپاره په دا اوسني حالت کې تر ټولو ښه دی.
هو په یوه خبره په زرهاوو واري شکر باسو، هغه دا چې اکثریت افغانان ملي فکر لري .
ګیلي او نیوکي به کوو، خو دا به بیا نهٔ کوو، چې دا نوري ډلې پریږدو چې غني او نظام را چپه کړي .
ـ غم دا دی، چې جګړه د کلي منځ ته راغله او حکومت دومره مجبور دی، چې ولسي ملاتړ جلبولو ته حتا خوله نه شي بيرته کولی.
په هر صورت خدای دې وطن بریالی کړي او معجزه دې وشي کنه.😪😪