د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د هغه د الوتکې په زینو کې تیندک خوړلو (لوییدلو) پېښه د خلکو لپاره یوه ساعت تیري شوه، چې په ټولنیزو رسنیو کې د مسخرو جوړولو سوژه پرانیستې ده.
د پخواني ولسمشر ټرمپ زوی د خپل پلار د ګالف لوبو یوه ویډیو شریکه کړي، په کوم کې چې لیدل کېږي، چې ګول د ولسمشر په سر لګیږي او هغه لوئیږي.
د ډونلډ ټرمپ زوی ویډیو شریکه کړې او په طنز یې لیکلي: ‘ملګرو! داسې ونه شول. ”
له مشهوره اکاونټه د ټویټر کاروونکي لیکلي؛ چې بایډن باید لفټ وکاروي. یو بل چا پرې خوښي څرګنده کړي او د ولسمشر معاونه “کیملا هیرس” یې په خوشګوار موډ کې ښودلي او لیکلي؛ “هغه اوس د ولسمشرۍ سوچونو کې غرقه ده.
یو چا د متحرک کرکټرونو، فوټبالرانو او ګریمي ایوارډونو د عکسونو په پیسټ کولو سره د متحده ایالاتو په ولسمشر ټوکې کړي.
حتی یو کارونکي د روسي ولسمشر یو مشهور انځور سره، چې په آس سپور دی د بایډن ژړانده انځور یو ځای او خپور کړی دی.
د یادوني وړه ده، چې د متحده ایالاتو ولسمشر “جو بایډن” تیره ورځ د ولسمشرۍ الوتکې’ایئرفورس ون‘ (هوایي ځواک) په پوړیو (زینو) کې څو ځله تیندکونه وخوړل، چې د یو ځل تیندک خوړلو وروسته یې ریلینګ کلک و ځان قابو کړ، خو مسلسل د دوه نور تیندکونو په خوړلو ولوئېده درېیم ځل پورته، سلوټ یې وواهه او الوتکې ته پورته شو .
۷۸ کلن بایډن په’ایئرفورس ون‘الوتکه کې اتلانتا ته د تګ په نیت پورته کېده.