د ۲۰۲۰ کال په مارچ میاشت کې د کرونا له امله د کرکټ لوبو لغوه کېدل پیل شول.
په دې لړ کې لومړی سیریز د نیوزیلېنډ او اسټرالیا ترمنځ لغوه شو، ورپسې د هندوستان او افریقا لوبې وځنډېدې، بیا د پاکستان سوداګریزې کرکټ لوبې تاخیر شوې او همداسې د نړۍ په کچه ډېری کرکټ سیریزونه لغوه شول.
د دې سربېره د ۲۰۲۰ کال شل اوریز کرکټ جام هم ۲۰۲۱ ته وځنډول شو.
کرونا ویروس د ۲۰۲۰ کال په اوږدو کې میلیونونه ډالر زیان د کرکټ برخې ته اړولې وو، چې له دې ډلې یې د اسټرالیا کرکټ بورډ ته یواځې ۳ سوه میلیونه ډالر زیان رسولی دی؛ ځکه نړیوال جام په استرالیا کې کېده، خو د دې جام په نه ترسره کېدو سره هغوی ته تاوان واوښت.
د هندوستان کرکټ بورډ هم ویلي وو، چې د هندوستان پر ځای په دوبۍ کې د آی پي اېل سیالیو ترسره کولو دوی ۵۰۰ میلیونه ډالر زیانمن کړل، چې لوی علت یې د کرونا ویروس و.
د نیوزیلېنډ کرکټ بورډ یې هم یو میلیون ډالر زیان سره مخ کړی و.
د انګلستان کرکټ بورډ د کارکوونکو د شل سلنه تنخواوو باندې یې منفي اغېز وکړ او د دوی د کارکوونکو له معاشونو څخه شل سلنه معاشونه کم شول.
یو ځل بیا یې د پاکستان سوداګریزې کرکټ لوبې له څوارلسمې لوبې ور اخوا وځنډولې او دې چارې د پاکستان سوداګریزو کرکټ لوبو مالکان په مالي لحاظ جنجال کې اخته کړي دي.
ځکه دوی چې د لوبغاړو اوسېدو لپاره کوم هوټلونه نیولي وو، هغه پېسې په دوی پاتې شوې او کوم موټرونه یې چې نیولي وو د هغوی کراګانې هم پرې راځي او همداسې د کرکټ ګراونډونو او نورو برخو فیسونه پرې راځي، چې دا ورته په مالي لحاظ ستونزې جوړولی شي.
کرونا په ۲۰۲۰ کې کومې لوبې لغوه کړې؟
د ویجی هزاری ټرافي په نامه د هندوستان داخلي کرکټ سیالۍ لغوه شوې، د دې لوبو د لغوې اعلان د فبروري په ۲۳ مه نېټه راغی.
د سل توپونو ټورنمنټ چې په انګلستان کې ترسره کېده، لغوه شوی و.
د سریلانکا او ویسټ انډیز ترمنځ لوبې لغوه شوې وې، دا لوبې په ویسټ انډیز کې ترسره کېدې؛ خو د سریلانکایي بالر لهیرو کومارا د کرونا مثبت ټېسټ له امله لوبې لغوه شوې.
د انګلستان او هندوستان لوبې ځنډېدلې وې.
د بنګله دېش او نیوزیلېنډ لوبې لغوه شوې، د اسټرالیا ولایتي سیالۍ په ټپه ودرېدې او کورنی کرکټ یې سټاپ شو.
د بنګله دېش او زِمبابوې لوبې یې له خنډ سره مخ کړې، دلته د زِمبابوې لوبغاړي کایل جاروېس کرونا ټېسټ مثبت و.
د زمبابوې او پاکستان ښځينه کرکټ لوبډلو سفرونه لغوه شول او لوبې یې ونشوې.
د بنګله دېش سوداګریزو لوبو مهالوېش وروسته شو او د ۲۰۲۰ کال په وروستیو کې ترسره شوې.
د لندن وېټلېټي بلاسټ سیالیو مهالوېش وروسته شو، که لنډه یې ووایو، د نړۍ په کچه لسګونه لوبې لغوه شوې او ډېر زیان یې لومړی د کرکټ نړیوالې شورا او وروسته یې بیا د هېوادونو کرکټ بورډونو او بیا لوبغاړو ته ورسېد.
لاهم کورونا ستر ګواښ دی، د کرکټ ډګرونو ته په بشپړه توګه ننداره کوونکي نه پرېښودل کېږي، چې دې چارې د کرکټ روح ته زیان رسولو سربېره د کرکټ اقتصاد ته ستر تاوان رسولی دی.