دوستم د افغانستان مارشال دی، که د جوزجان؟

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د افغانستان د جمهوري ریاست مخکیني مرستیال او د افغانستان په جګړو کې سابقه لرونکي جنرال دوستم د مارشالۍ له رتبې ډیر وخت وروسته رسنیو سره مرکو کې راڅرګند شوی.

هغه تیرو څو ورځو کې له ډیر تلویزیوني رسنیو سره خبرې کړي او د روان او پخواني سیاسي وضعیت په اړه یې غبرګنونه لرلي دي.

نوموړي دوه ورځې وړاندې د طلوع نیوز سره ځانګړې مرکه کې د خپلې مارشالۍ په اړه جالبې خبرې کړي دي.

هغه ظاهراً ځان د حکومت ډیر ملاتړی ښيي، خو په خوا کې یې له ولسمشر غني خفه او ګیله من هم دی.

نوموړی وايي، دی نه یوازې دا چې د مارشالۍ رتبه یې اخیستې، بلکې، دی د ملي امنیت شورا، د دولت عالي شورا، د مصالحې عالي شورا غړیتوب هم لري، چې باید په کې فعاله ونډه ورکړل شوی وای، خو نه ده.

ښاغلی دوستم وايي، دا ټول له دې امله چې ولسمشر ورته کابل کې د مارشالۍ کوم دفتر نه دی ورکړی چې دی فعاله اوسي. هغه وايي، د ولسمشر د اوسني لومړي مرستیال امرالله صالح په شان باید ده ته هم ځانګړی دفتر او امکانات ورکړل شوی وای.

ده مرکه کې وویل:

«د دفتر غوښتنه مې ډیره کړې ده. اول یې فیصله وکړه چې صدارت ماڼۍ کې چې د ریاست جمهوري مطبوعاتي مسوولین په کې دي، هلته یو څو منزله راکړي او راته وویل شول چې هلته راشه، ما ومنل. بیا دولت وویل چې نه دلته ښه نه دی مطبوعات دي او دا او هغه دي. وروسته مې بیا هم شاکر کارګر او نورو ته مې وویل خو دفتر رانه کړل شو. زه د افغانستان مارشال، کورني او بهرني مې پیژني، باید کابل کې وای، امنیتي جلسې مې نیولي او څه مې چې سر کې وای شریک کړی مې وای.»

غني سره ځان ته ګورم

جنرال دوستم وایي، پلان یې درلود چې له غني سره وګوري، اما بیرته پيغام راکړل شو چې ولسمشر غني به ده او نورو مشرانو سره یوځای وګوري. خو دوستم وايي، ما سره باید بیل ولیدل شي او زه جدا خبرې لرم.

نوموړی وړاندې وايي، یو ځل ترکیې تلم له غني سره مې اجازه واخیسته. وايي بیا یې له غني سره تماس نه دی شوی او کوښښ کوي چې تماس کې شي، خو ورته زمینه نه ده برابره شوې.

د افغانستان مارشال، که د جوزجان؟

دوستم زیاتوي:

« باید ماته یوه ځانګړې تشریفاتي قطعه وای، ځکه زه خو څه قومندان یا والي نه یم، د افغانستان مارشال یم، ۴۰ تر ۴۲ کاله مې وطن لپاره جګړه کړې. څو ځله زخمي شوی یم. دا هم مناسب کار نه و چې نه خپله رییس جمهور غني او نه یې هم مرستیال زما د مارشالۍ مراسمو ته راولیږه او یوازې د دفتر رییس یې راغی.»

دوستم وايي، زه د ټول افغانستان مارشام یم او د نجیب خلاف مجاهدینو ته د بریا دروازه ما خلاصه کړه.

ښاغلي دوستم ته د مارشالۍ د ورکړې په مراسمو کې عبدالله عبدالله او د ولسمشر د دفتر رییس ګډون درلود

د مارشالۍ ګټه:

خبریال له مارشال دوستم پوښتي چې وطن ته یې د مارشالۍ ګټه څه ده؟

هغه وايي، مارشالۍ زما پر پلویانو مثبت تاثیر کړی دی. دا زما مسلم حق و چې مارشال شوی وای. هغه نور په دې اړه ونه غږیده او یوازې یې دا خپل حق وباله.

پر حکمتیار نیوکې

جنرال دوستم پر خپل ملګري او دښمن چې د داخلي جګړو پرمهال یې کله ملګرتیا او کله سره دښمني کړې، ګلبدین حکمتیار باندې هم نیوکې وکړې.

هغه له حکمتیار پر دې ګیله من دی چې ولې یې ورته د مارشالۍ مبارکي ورنه کړه.

دی وايي:

«حکمتیار صیب باید راته مبارکي ویلی وای. که له زړه یې نه ویلی، باید سیاست یې کړی وای، مبارکي خو یې راکړی وای.»

د حکمتیار ګواښ او د دوستم ځواب

څو ورځې وړاندې ګلبدین حکمتیار یوه خبري کنفرانس کې ګواښ وکړ چې که غوښتنې ونه منل شي، نو ارګ به محاصره کړي.

مارشال دوستم دې مرکه کې دې ګواښونو ته په غبرګون کې وویل:

«خلک او ارګ باید تشویش ونه کړي، هغه هوايي خبرې کوي چې ځان مهم وښيي. حکمتیار اوس توانايي نه لري. ارغندیوال او نور هم ترې لاړل. که څه وهم کړي د حکومت او قانون په حکم یې نیسم او قانون ته یې سپارم.»

دوستم د کابل ورانولو کیسې ته هم ولاړ. وایي یو څه زه پړ یم او له ملت مې بخښنه غوښتې، خو په وینا یې، حکمتیار دومره پړ دی چې له لسو تر شلو ځلو باید له خلکو بخښنه وغواړي.

پاکستان ته بلنه

مارشال دوستم وايي، دی هم د حکمتیار، خلیلي او احمد ولي مسعود په څیر پاکستان ته غوښتل شوی، خو دعوت یې نه دی منلی.

دی وايي:

«پاکستان راته بهرني هیوادونه واسطه کړي چې ته ورشم، عکسونه راته ولګوي. زه هیڅکله تنها نه ورځم، زه تجربه لرم، دا شیان ښه نه دي. که حکمتیار ځي، نو د هغه خو خپل ځای دی.»

جنرال دوستم دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې ګلبدین حکمتیار، کریم خلیلي او احمد ولي مسعود د پاکستان په بلنه هلته ورغلي چې په افغانستان کې له تودو منفي غبرګونونو سره مخ شوي دي.

تر اوسه مارشال دوستم دې خبرو ته حکمتیار یا نورو مشرانو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

باید وویل شي چې ښاغلي دوستم د مارشالۍ رتبه تیر کال هغه مهال ورکړل شوه چې د غني او عبدالله ترمنځ د ټاکنو پرسر جنجال پيدا شو. د همدې جنجال په جریان کې ډاکټر عبدالله د جوړجاړي یو شرط دا وړاندې کړ چې جنرال دوستم ته دې مارشالي ورکړل شي، چې هماغسې وشول او بلاخره ولسمشر غني دوستم ته د مارشالۍ رتبه امضا او ورکړه.