د فېسبوک تر ملکیت لاندي شرکتWhatsApp کارونکي د محرمیت تګلاره کې د بدلون د اعلانیدو وروسته د بدیل اپلیکشنونو په لټه کې دي، چې یو له غوره بدیل اپلېکېشنونونه تلګرام دی، کوم چې کاروونکو ته د واټس اپ په څیر ورته خدمات وړاندي کوي.
اوس د تلګرام اپلېکېشن ادارې واټس اپ کاروونکو ته لار همواره کړي ده، چې د WhatsApp څخه تلیګرام ته خپل ټول لیکل شوي مکالمې یا چټونه په خوندي توګه نقل کړی شي.
په دې توګه د واټس اپ پخوانیو کارونکو ترمنځ د تلګرام مشهورتیا لا نور هم زور اخیستي دی.
دا اسانتیا مخکې یوازې د IOS کارونکو لپاره وه، خو اوس د تلګرام اپلېکېشن ادارې د Android کاروونکو ته هم دغه اسانتیا چمتو کړي ده.
که څه هم واټس اپ د محرمیت تګلاره کاملاً بدله کړله یاني مخکني حالت ته یې راوستله او د خلکو لیکل شوي پیغامونه او لیږل شوي اسناد د پخوا په څېر خوندي دي، خو بیا هم خلک د واټس اپ پرېښودو ته لېواله دي او د ورته اپلېکېشونو په لټه کې دي.
تلګرام لنډ وخت کې په خپل IOS اپلېکېشن کې “د نویو پیغامو هیسټوري “امپورټ ټول/ وسیله” وړاندې کړي.
کوم اپلېکېشن چې د 7.4 ورژن سره دی
تلګرام د وروستي ورژن نمبر 7.4.1 سره یو بل تازه اپلېکېشن هم خپور کړی، کوم چې د انتقال وسیله لري او کارونکي کولاي شي، چې د واټس اپ ټول چټونه تلګرام ته په خوندي توګه را انتقال کړي.
څنګه کولي شو، چې د واټس اپ چټونه تلګرام ته را انتقال کړو؟
د واټس اپ کارونکی د خپلو چټونو لېږدولو لپاره یوازې د تلګرام اپلېکېشن دوو وروستیو نویو ورژنو ته اړتیا لري.
تاسو کولی شئ د دې مرحلو په تعقیب د واټس اپ نه ټلګرام ته په اسانۍ سره خپل ټول شته چټونه را انتقال کړئ.
کړنلاره:
د واټس اپ د پرانستلو وروسته، هغه چټونه چې تاسو غواړئ ټلګرام ته ولېږدوي په نښه کړﺉ.
٭ بیا د اړیکو معلوماتو مینو ته لاړ شئ او د “ایکسپورت چټ” (چټ د لېږدولو وړاندیز) آپشن غوره کړئ.
- د دغه وړاندیز غوره کولو وروسته، تاسو به د “Attach Media” او “Without Media ” وړاندیزونه وګورئ.
٭ اوس تاسو هغه انتخاب غوره کړئ، چې تاسو یې غواړئ.
- د شیئرنګ (شریکولو) مینو څخه ټلګرام غوره کړئ او هغه اړیکه غوره کړئ، چې غواړي چټونه یې تلګرام ته انتقال شي او انتقال یې کړئ.
٭ ورستي مرحله کې به د چټ لېږد لپاره د “امپورت آپشن” وړاندیز درکړي (وګورئ)، بیا نو “امپورت” غوره کړئ.