ژباړه: صديقه پوپلزۍ
داسې ځینې مسئلې او موضوعات دي که یې ترسره کړو، موږ ته زيان رسېدای شي او له اروايي پلوه هم موږ ته ښه نه وي.
ـ د هر چا ژوند کې عاطفي اړیکې وي چې ټولو ته ډېر ارزښت لري. که زموږ په ژوند کې هم داسې څوک وي چې موږ ور پورې تړلي اوسو، خو هغه زموږ څخه واټن نیسي؛ نو موږ هم بیا دا تړلتوب او وابستګي باید له منځه یوسو، که دې کار ته دوام ورکړو موږ ته له اروایي پلوه زیان رسېږي.
ـ موږ ځینې وختونه د انسانانو په ارزښت نه پوهېږو، هغه چا سره ډېره مینه کوو او ارزښت ورکوو چې موږ ته یې پام هم نه وي، خو کوم کسان چې موږ ورته ارزښت لرو، زموږ پام هم ورته نه وي، نو موږ تل باید هغه چا سره اوسو چې هغوی هم موږ سره اوسي.
ـ هغه چا ته وخت ورکوو چې هغه موږ ته وخت نه راکوي، تر موږ نور کار او د ژوند مورې چارو ورته مهمي دي، نو موږ هم باید په دې پوه شو چې چا سره اوسو، چاته وخت ورکړو او چاته نه.
ـ د هغه چا څخه ساتنه کوو چې حتا زموږ په فکر کې هم نه دي او نه هم موږ په هکله سوچ/فکر کوي. په غم او درد کې هم راسره نه وي.
ـ د هغه چا په هکله فکر وکړو کوم کس چې زموږ د فکر کولو وړتیا او ارزښت ولري، نه د هر چا په هکله ځکه دا کار زموږ ذهن مخشوشه او بوخت ساتي.
-
هغه کسان چې مطلبي دي یا هم مینه نه لري چې موږ سره اوسي او له نورو سره خوشاله وي، نو موږ هم باید پرېږدو چې زموږ له ژوند څخه لاړ شي؛ ځکه که موږ تل د دوی له فکرونو سره ژوند وکړو، زموږ راتلونکې ته له هر پلوه زیان رسېدای شي.
-
تل باید خپل ژوند کې هغه څوک وټاکو چې موږ سره ریښتني اوسي او زموږ ژوند ته زیان/ ضرر ونه رسوي.