ادبیات پوهنه ځوانان او زده کړې کلتور او هنر مخکښان

لیوناردو داوېنچي پېژنئ؟ په اړه یې دلته ولولئ

  • ژباړه: ملیحه ناصري

لیوناردو داوېنچي ایټالیایي پوه، نقاش او مهندس و چې په ۱۴۵۲ کې په توسکاني کلي کې زېږېدلی و. پلار یې یو بډایه او شتمن کس و چې «پیرو فرانسسیو داوېنچي» نومېده او مور یې «کاټرین» یوه بزګره مېرمن وه. تر پينځه کلنۍ له خپلې مور او تر هغې وروسته له نیکه‌ګنۍ سره واوسېد، ځکه چې دی د مشروع اړیکې پایله نه و. پلار یې دوه ودونه وکړل، یوه مېرمن یې چې مړه شوه بله یې وکړه. د پلار دویم واده کې لیوناردو شپاړس کلن و.

لومړنۍ زده‌کړې یې په خپل کلي کې وکړې. سره له دې چندان لایقه نه و، خو طبعیت او ښکلاوو یې زړه ځان ته ورکاږه. په نارسمي توګه یې هندسه او ریاضیات زده کړل.

پلار یې دی په ځوانۍ کې له یوه بل زده‌کوونکي سره فلورانس ته د دې لپاره ولېږه چې هلته د «اندریا دل وروکیو» په نامه نقاش او مجسه‌جوړوونکي سره کار زده کړي. لیوناردو په اووه‌لس کلنۍ په ډېر لایق نقاش او مجسمه‌جوړوونکي بدل او استادۍ ته پرې ورسېده. هغه د بېلابېلو ژویو او بوټو په اړه هم څېړنې پیل کړې چې وکولی شي په نقاشیو کې له هغو ګټه واخلي. سربېره پر دې یې نور پېژندنه، ژَوَر انځورونه (د یوه شي د عمق او ژوروالي انځورونې ته وايي) او د رنګونو کارونه زده‌کړه. دغو زده‌کړو له ده څخه یو هنرمند جوړ کړ. تر زده‌کړو وروسته میلان ښار ته لاړ او د قدیس لوقا ټولنې غړی شو. په دې ټولنه کې درمل پلورونکي، روغتیاپالان او نور هنرمندان وو. داسې ویل کېږي چې هلته لیوناردو د کالبد شګافۍ(؟) برخه کې د زده‌کړو چانس لاسته راووړ.

د بوډاتوب دوران یې

د ژوند اخري کلونه یې په واتیګان کې تېر کړل. په ۱۵۱۵ کې لومړي فرانسوا، د فرانسې پاچا، میلان ښار ونیوه. د همدې کال لومړیو کې یې لیوناردو ځان ته وغوښت. له هغه یې وغوښتل داسې یو میکانیکي زمری ورته جوړ کړي چې مخې ته قدم واخلي، سینه خلاصه کړي او د سوسن ګلونو یوه ګېډۍ ترې راوباسي. په همدغه کال دی د فرانسوا په چوپړ کې و او له خپل شاګرد (ملزي) سره هملته کلوس لوس کې اوسېده. لیوناردو داوېنچي په ۱۵۱۹ کې په داسې حال کې ومړ چې د فرانسوا نږدې ملګری شوی و.

د ده تابوت شپېته کسه فقیر او بېوزلي کسان پر اوږه کوي او د سنت هاربت په کلیسا کې یې خښوي. ملزي یې د خپل وارث په توګه ټاکلی و.

نوموتې نقاشۍ یې

دواېنچې ډېرې نقاشۍ ونه کړې، خو د ډېرو نقاشیو طرحې او مقالې یې لیکلې وې. د نقاشۍ اړوند یې آن پر ډېرو وړو وړو خبرو او جزییاتو هم لیکل کړي و.یوه تابلو یې «وروستی ماښام» او بله یې «د صخرو پېغله» ده. د «مونالیزا» تابلو یې په ۱۵۰۳ کې پیل او ۱۵۰۹ کې بشپړه کړه. همدغې مونالیزا تابلو دی د تاریخ مشهور کس کړ. په ۱۹۱۱م کې د مونالیزا تابلو یوه ايټالیايي غله پټه کړه او ایټالیا ته یې یووړه. دوه کاله وروسته یاده تابلو د داوېنچي د زېږېدو ځای «فلورانس» کې موندل کېږي او تر قانوني چارو وروسته بېرته «لوور» موزیم ته استول کېږي. په ۱۹۵۶م کې یوه سړي د مونالیزا پر ښکتنیو برخو تېزاب وشیندل چې بېرته جوړولو یې ډېر کلونه ونیول. وروستی ماښام نقاشي یې د نړۍ ډېره باارزښته او مشهوره نقاشي ګڼل کېږي.

علمي څېړنې یې

  • د ځمکې پېژندنې او دهغې اړوند مسایلو په اړه څېړنې؛

  • د انسان د اناټومي اړوند مطالعې؛

  • د ژویو (اس، سپيو او خرس) د اناټومۍ شننه؛

  • د انسان د څېرو د حالتونو پېژندل؛

-د الوتونکو د الوت څرنګوالی؛

  • د هوا، اوبو او اړوندو مسایلو څېړل؛

  • د اوبو د بهېدو څرنګوالی؛

  • د بوټو او د هغوی د جوړښت په اړه مطالعه؛

  • نور، سیوری، ایینې او عدسیې یې وڅېړلې؛

  • هندسه او جامد توکي.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ