ژباړه: صديقه پوپلزۍ
د هر چا ژوند کې داسې څه وي چې باید زده یې کړو او تجربه ورنه واخلو، چې د هماغه پر اساس خپل ژوند مخکې یوسو.
ـ په ژوند کې دا باید زده کړو، چې د له هېچا تمه ونه لرو، حتا تر ټولو نږدې کس څخه هم، ځکه کله چې تمه ختمه شي موږ یو ډول ارامتیا ترلاسه کوو، او که له نورو څخه تل تمه ولرو هېڅکله خپل ژوند کې پرمختګ نشو کولای.
ـ یو انسان د بل انسان سره د پیسو لپاره باید مینه ونه کړي، انسانان د شخصیت او خپل ځان لپاره باید وپېژنو او په هر حالت کې ورسره واوسو، ځکه مالي موقعیت یا هغه پیسې تل ورسره نه وي.
ـ دا باید زده کړو چې هېڅوک موږ نشي ښه کولای پرته له خپل ځان څخه، دا موږ یو چې باید دومره ځواک ولرو، چې خپل حالت ښه کړو او تل يې د ښه توب لپاره هڅه وکړو.
ـ د انسانانو څخه یوازې د اړتیا په وخت کې ګټه وانخلو، لکه د جامو په شان چې یوه ورځ یو رقم اغوندو بله ورځ چې مو زړه شي بیا نور اخلو پخواني ایسته کوو، او نه هم داسې وکړو کله چې غم او ستونزې ولرو اړیکه ولرو د هغه وروسته هېر يې کړو که هر څوک دا کار وکړي ژوند کې به تل یوازې پاتې شي.
ـ خپلې هیلې باید خپله ترلاسه کړو او د هغه لپاره لومړى ډېره هڅه هم وکړو، نه دا چې کینو او دې فکر کې اوسو چې کوم بل څوک به له اسمانه راځي او زما هیلې به پوره کوي.
ـ دا باید زده کړو چې د مینې او ګرانښت اړیکه د کالو مبادله کول او اندازه کول نه دي چې متر مو لاس کې وي وګورو چې چا څومره مینه وکړه موږ هم هغومره مينه وکړو او د هغوی ګرانښت جبران کړو. مینه په زور او یا د ځان ښودنې لپاره نشي کېدای.
او تل باید دا په ياد ولرو چې پرته له کوم مطلبه د نورو سره مرسته او مینه وکړو او نورو لپاره د ښه کېدلو او ښه اوسېدلو دلیل واوسو، که په دې ډول ژوند کې مخته لاړ شو، نو هر کار به مو ژوند کې ترسره شي او ژوند به مو له خوشالیو ډک شي.