مارچ 9, 2021

په اسلامي نړۍ کې تر ټولو لوی محراب لرونکی جومات

Advertisements
ژباړه: حمیدالله حمیدي

عمان هېواد د سعودي عربستان د ټاپو وزمې په ختیځه برخه کې پروت هېواد دی، چې (۵۰۰۳۰۹) کیلو متره مربع پراخوالی او (۲۵۷۷۰۰۰) تنه نفوس لري.
پایتخت یې مسقط دی. که څه هم چې عمان ګڼ شمېر جوماتونه لري، خو د سلطان قابوس لوی جومات د عمان په مسقط ښار او صحار سیمه کې تر ټولو لوی ودان شوی جومات دی، چې (۴۶۲۰) متره مربع پراخوالی لري او د نړۍ یولسم (۱۱) لوی جومات بلل کېږي.

دغه جومات پر یو وخت د ۲۰ زره لمونځ کوونکو ظرفیت لري. لوړه ګنبده یې ۳۳ متره لوړوالی، ۲۴ متره پراخوالی او ۱۲ ټنه وزن لري.
د سلطان قابوس د جومات محراب ۱۴متره لوړالی لري، چې د اسلامي نړۍ د تر ټولو لوی محراب ریکارډ یې خپل کړی دی. د دغه جومات په جوړولو کې ایراني هنرمندانو خپل هنر کارولی، چې (۴۲۶۳) متره مربع فرش یې د ۶۰۰ نیشاپوري هنرمندو مېرمنو په لاس جوړ او اوبدل شوی دی.
د سلطان قابوس جومات د جوړولو امر په ۱۹۹۲م کې د دغه هېواد د پاچا لخوا ورکړل شو، چې له همدې کبله د جومات د جوړولو لپاره نړیواله سیالي هم تر سره شوه.
د جومات د جوړولو رسمي کار په ۱۹۹۵ کې پیل او په ۲۰۰۱م کې پای ته ورسېد. د سلطان قابوس جومات د ښځینه لمونځ کوونکو لپاره هم ځانګړی ځای لري، چې پر یو وخت ۱۰۰۰ تنه ښځینه پکې لمونځ کولی شي.

د جومات صحن ۲۴ زره او ۴۰۰ متره مربع پراخولی لري، چې په اعلی درجه سرامیکو باندې پوښل شوی دی.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي