څه چې ارزښت لري!

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه: حبیب الله ذکي
که تاسو چمتو یاست یا نه، یوه ورځ به هر څه د منځه ځي، بیا به نه نور لمر خاته وي، نه د ورځې سبا کېدل، ، نه به ساعتونه وي او نه دقیقې.
ستاسو ټولې پټې خزانې او هر هغه څه چي مو غونډ کړې وې، بل ته به پاتېږي، ستاسو شتمني، نوم، شهرت او دنیوي قدرت به مو له خاورو سره خاوري سې، دا به بیا مهمه نه وې چي تاسو څه درلودل، خو مهمه به دا وي چي تاسو چا ته څه ورکړې وه.
کینه، بغض، کرکه، ناامېدي او بخالت به مو نور نه وي، امیدونه، لوړي هیلې، پلانونه او پلان سوې کارونه به مو ټول پای ومومي.
د ژوند بریاوي، ګټنې او ناکامۍ چي یو وخت ېې خورا ارزښت درته لره، له زوال سره به مخامخ سي.
دا به مهمه نه وي چي د کوم ځای واست، د کومه راغلې واست او یا هم د ژوند په کوم مسېر کي اوسېدۍ، دا به بیا مهمه نه وي چي تاسو ښکلي واست، نامتو واست، ستاسوجنس، د پوټکې رنګ، نژاد به ددې سره هېڅ رابطه ونلري.
نو بیا به څه شي ارزښت ولري؟ ستاسو د ژوند د تېرو سو ورځو شپو ارزښت به څه ډول معلوم سې؟
د مرګ وروسته به مو دا مهمه نه وي چي تاسو څه رانیولې وه، مهمه به دا وي چي څه مو ودان کړي وه، مهمه به نه وي چي څه مو تر لاسه کړې وه، مهمه به دا وي چي څه مو چا ته بخښلې وه، ستاسو د ژوند د بریاوو لست به کومه ګټه ونه لري خو د هغو څرنګوالی به ارزښتمن ښکاري، زده کړه به مو بې فایدې ښکارې، خو دا به بیا ډېره مهمه وي چي چا ته مو څه ور زده کړي وي، هره راستي او صداقت ، خواخوږي، قرباني، مېړانه چي نورو خلګو ترې ګته پورته کړې وه، نورو خلګو ته ترې ښه رسېدلي وه ، نور خلګ یې هڅولې وه، دا به ډېر ارزښت ولري.
وړتیا او استعداد به مو کوم ارزښت ونه لري، خو مهمه به دا وي چي تاسو د څه ډول اخلاقو خاوندان واست، دا به بیا مهمه نه وي چي څومره خلګو پېژندلاست، خو مهمه به دا وي چي د څومره خلګو به زړونو کي مو ځای لره او څومره خلګ به ستاسو تشه لویه ضایع ګڼي.
داسي يو ژوند چي ارزښت لري په تصادفي ډول منځ ته نه راځي، دا ډول ژوند جوړول یو شرط نه، بلکي یو ټاکنه ده.
نو داسي یو ژوندوټاکئ چي ارزښت ولري!

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.