لیکنه: ملیحه ناصري
کانکور کې بریا د ټولو زدهکوونکو ګډه هیله ده؛ خو بریا ته د رسېدو لارې چارې یې توپیر سره لري. لکه څنګه چې ټولو ته پته ده، پرون د ۱۳۹۹/۷/۳ د سږکال کانکور پایلې اعلان شوې. عمومي اولمنره یې«شمسیه علیزاده» هزاره ټبرې ده.
نوموړې په ۳۵۳ نومرو د کابل طبي پوهنتون لاره ومونده. شمسیه د کابل د دشت برچي سیمې اوسېدونکې ده، پلار یې د سکرو په کان کې کار کوي او تر ډېره یې له اولنمرهګۍ خبر هم نه و.
پر ټولنیزو رسنیو د شمسیې هغه انځور خپور شوی چې پکې ژړلي یې دي. ژړا یې ځکه له خوښۍ سره ګډه شوه چې د پلار مزدوري او د لور له لومړۍ درجې بېخبري دا خپه کړه.
دې په خپله یوه مرکه کې ویلي دي:
“که چېرې مدینه ژوندۍ وه، اوس به هغه د کانکور اولنمره وی». مدینه د شمسیې هغه ټولګیواله وه چې پر (موعود) کورس باندې په برید کې شهیده شوه او هیله یې له هغې سره یو ځای خښه شوه.”
اوس تر پایلو وروسته ځينې جنجالونه د سهمیهبندۍ پر سر راپیدا شوي. په سهمیهبندۍ کې د لرې پرتو او جنګځپلو سیمو زدهکوونکي په ډېرو ټیټو نومرو، لوړو پوهنځيو ته ورکوي. خلک په تېره بیا هغه زدهکوونکي چې نه دي بریالي شوي او نومرې یې لوړې دي، ادعا کوي چې دا کار له دوی سره ستر ظلم او د دوی په حق جفا ده.
د ۱۳۹۹ل ل د کانکور په پایلو کې چې خپرې شوې، شمسیه په ۳۵۳نومرو او ملالۍ په ۱۹۴نومرو کابل طبي پوهنتون ته بریالۍ شوي دي. د دوی د نومرو تر مینځ ځمکه او اسمان توپیر دی. هاخوا بیا د هرات یو زدهکوونکی چې( سلیمان ولد محمد عارف ولدیت نثاراحمد) نومېږي، په ۳۲۲.۰۷۷نومرو خصوصي موسسو ته ورپېژندل شوی دی. دې کار د کانکور نوماندانو غوسه راپارولې ده.
دوی وايي که چېرې دا خلک چې په ټيټو نومرو لوړو پوهنځیو ته تللي، په دې پلمه ورکړل شوي چې په ولایتونو جګړه ده، امن نشته، بېوزلي ده، زدهکړیز شرایط او نور مسایل مطرح دي؛ نو په کابل او ځينو ښارونو کې چېرې امن شته، شمسیه د یوه کاریګر لور شپه او روځ یو کوي چې طب ته ورشي؛ خو یوه بله به پرته له خوارۍ د دې په څنګ کې کېني!؟
نن د ازموینو ادارې ویلي چې سلیمان دوه ټاکنې درلودې هغه هم د هرات طب؛ ځکه خو ناچاره شوو خصوصي ته مو ورکړ.
اوس ډېری کسان له دولته او تحصلي مراجعو څخه غواړي چې سهمیه دې نوره بنده شي چې حق، حق دار ته ورسي؛ ځکه چې د افغانستان یوه سیمه او یو ولایت هم هومره ارامه نه دی چې څوک دې بېغمه او په ټول زړه درس ووايي. زدهکړه خو هسې هم یو رواني پدیده ده، که چېرې رواناً انسان راحته نه وي، هغه هېڅ شی نه شي جذبولی. له پلازمینې نیولې چې د ورځې لسګونه ځوانان د یوه ځيرک مبایل لپاره وژل کېږي، غلاوې او چاودنې کېږي، تر لرې پرتو سیمو یو هم امن نه دی.
ځينې داسې ګنګوسې هم شته چې ګڼې هر ځل د یوه مشخص ولایت کسان په کانکور کې کامیابېږي. یانې ځينې کسان په دې اند دي چې ښايي په سیسټم کې کومه ستونزه وي. سږ کال هم د کانکور (اولنمره، دویم نمره، درېېیم، پینځم، اووم، اتم) له کابله، (څلورم) له بدخشانه، (شپږم او نهم) له غور څخه، (لسم) له هراته په لوړو نومرو کې بریالي شوي دي.