خپلې ورځنۍ چارې په دې ډول تنظیم کړئ

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
لیکنه: صدیقه پوپلزۍ

څنګه چې په ژوند کې هر څه باید منظم وي، لکه جامې اغوستل، پوهنتون یا ښوونځي ته په منظم وخت تلل، همداسې باید خپله ورځ هم تنظیم کړو، ځکه کله چې انسان د خپلو ورځنیو چارو په تنظیم کې بریالۍ شي، بیا کولای شي چې د خپل ژوند ټولې چارې په سمه توګه مخته یوسي.
داسې ډېر خلک شته چې خپله ورځ بې پروګرامه او بې موخې تېروي او له دې امله له هر ډول ستړیاوو او کړاوونو سره مخامخ کېږي، نو د همدې لپاره باید خپله ورځ منظمه کړو، لاندې ځینې لارښوونې شته، چې که عملي شي، ګټورې تمامېدای شي:
۱ـ د خپلو ورځنیو کارونو لپاره د شپې یو لیست جوړ کړو او که تاسې ډېر وسواسي یا هم د سبا کارونو لپاره د لیست لپاره ډېره اندېښنه کوئ، نو د شپې لخوا د سهار لپاره د خپلو ورځنیو کارونو یو لیست جوړ کړئ او له ځان سره یې وساتئ، هر کار چې مو ترسره کوئ، په هغه کرښه کش کړئ.
۲ـ د هر کار لپاره مو مناسب وخت، د پیل او پای ټکي وټاکئ، چې وخت یې درته واضح وي.
۳ـ یاداښت په داسې ډول ولیکئ چې لنډ او واضح وي، ځکه که ډېر اوږد متن ولیکئ، ستړي کوي مو.
۴ـ خپل کارونه په جغرافیایي لحاظ سره ووېشئ، چې په یو ځای کې د څو کارونو کول درته شونې شي او د وخت سپما هم وشي. یعنې داسې نه وي چې یو ځل یو ځای ته لاړ شئ بیا بل ځای ته، ځان ته سرګرداني مه جوړوئ.
۵ ـ د بېړنیو چارو یا داسې چارې، چې سمدلاسه ورسره مخ کېږئ، دېته هم وخت په نظر کې ونیسئ، لکه نابللي مېلمه، د ماشوم یا د کورنۍ د کوم غړي ناروغي او داسې نور.
۶ ـ خپل لیست داسې جوړ کړئ چې د چارو زیاتوالی او کمښت پکې د اړتیا په وخت کې شونې وي.
۷ـ کله چې مو ټول کارونه د لیست له مخې ترسره شول یا هم د کارونو ترمنځ کوم وخت وزګار پاتې شوئ، نو د هغه وخت څخه مو هم ښه ګټه پورته کړئ، لکه کله چې په لار بندان کې بند پاتې کېږئ، نو هغه وخت کې کولای شئ کتاب مطالعه کړئ، یا هم کله چې چا ته په تمه یاست، تر هغه نفر راتلو پورې خپل کوچني کارونه ترسره کړئ.
۸ ـ لیست مو په داسې ډول جوړ کړئ چې زړه‌تنګي نشئ.
۹ ـ د ورځني پروګرام یوه برخه مو د لویو کارونو لپاره ځانګړې کړئ.
۱۰ـ هره ورځ چې کوم لیست جوړوئ، د هغه لیست د کار په بشپړېدلو سره یې ایسته مه اچوئ، ټولې له ځان سره وساتئ.