لیکنه: عایشه حیدري
د پوهنتون د لومړي کال محصلین یا هغوی چې نوي د کانکور تر ازموینې وروسته د هېواد یوه پوهنتون ته لار مومي، په لومړیو کې په پوهنتون کې له زدهکړو زړهتوري کېږي، مینه او علاقه یې کمېږي. ډېری محصلین ځکه په لومړیو کې له ستونزو سره مخ کېږي، ځکه چې هغوی د پوهنتون چاپیریال سره بلد نه وي.
کله چې یوه ښځینه محصله د لومړي ځل لپاره پوهنتون ته ځي، نو د نابلدتیا احساس کوي او ډېره هیجاني وي، د نجونو د ښوونځي په څېر له داسې یوه چاپېریال څخه چې هلته یوازې نجونې او مېرمنې وې، داسې یوه چاپېریال ته ورننوتل چې نجونو او هلکانو پکې ګډې زدهکړې کوي او نارینه او ښځينه استادان پکې لیکچر ورکوي، ډېر ورته نا اشنا وي.
ځينې محصلین له کورنیو لرې، له ټولګیوالو او د پوهنتون له نورو محصلینو سره د پوهنتونونو په ځانګړې لیلیه (شپېتون) کې چې د نجونو او هلکانو لپاره جلا او ځانګړي استوګنځي لري، ژوند کوي، چې دلته هم محصلین په لومړیو کې د نابلدۍ له امله له ستونزو سره مخ کېږي، خو باید محصلین خپل ځان کې د پیاوړو ټولنیزو اړیکو جوړولو وړتیا پیدا کړي، او ځان ته ملګري ومومي.
همدارنګه یو بل بنسټیز بدلون چې د ښوونځي او پوهنتون تر منځ شته، هغه د زدهکړو په برخه کې دی، ځکه په پوهنتون کې نور محصلین تر ډېره د مور او پلار تر نظر لاندې نه وي، محصلین د پوهنتون پر مهال اړ دي چې د میندو او پلرونو له فشار او یادونې پرته، په خپلواک ډول اغېزمنه مطالعه وکړي.
په دې لیکنه کې مې د اغېزمنې مطالعې او په ټوله کې د پوهنتون له دورې د خوند اخیستنې په اړه ځینې اړین ټکي را ټول کړي دي چې د پوهنتون د لومړي کال محصلینو او یا هغوی ته چې په راتلونکي کې لوړو زدهکړو ته مخه کوي ډېر اړین دي.
ملتیا مې وکړئ!
لومړی – د استاد د لیکچر پر مهال یادښتونه ولیکئ!
که څه هم د نوټ اخیستل د ښوونځي په دوره کې هم اړین دي او ډېری زدهکوونکي په ښوونځي کې هم په یادښت لیکلو روږدي دي، خو د پوهنتون په دوره کې د نوټونو اخیستل ډېر زیات اړین دي، ځکه له یوې خوا د پوهنتون د درسونو حجم ډېر وي، له بل لوري په پوهنتون کې ډېری مهال د یوه مضمون مشخص او ځانګړی کتاب نه وي چې محصلین یې و لولي او زدهکړه ترې وکړي.
په پوهنتون کې پروفیسر یا استاد د یوه ځانګړي مضمون، د ځانګړې موضوع په تړاو څو ساعته لیکچر ور کوي، او د همدغه لیکچر سرچینې او ماخذونه له محصلینو سره شریکوي، او دغه لیکچر له یوه مشخص کتاب څخه نه وړاندې کېږي. نو که محصلین د لیکچر پر مهال یادښتونه ونه لیکي، وروسته به د درس زدهکړه او مطالعه ورته ستونزمنه وي.
یاد مو وي چې د یادښتونو لیکلو پر مهال مشخص، ځانګړي او شمېرلي کلمات او موضوعات ولیکئ او له ډېر اوږد یادښت څخه ډډه وکړئ.
یادښتونه مو د لیکچر تر پایته رسېدلو وروسته سره منظم کړئ او هغه لیکنه مو چې په ټولګي کې کړې، چې شاید ګډه وډه او نامنظمه وي سره منظم یې کړئ، هڅه وکړئ د یوه مضمون لپاره د یادښتونو یوه ځانګړې کتابچه ولرئ او که هر مضمون ته ځانګړې کتابچه نه لرئ، نو د یوې کتابچې څو څو پاڼې یوه مضمون ته ځانګړې کړئ. او تل تر درسي ساعتونو وروسته په هماغې ورځ د اړوند مضمون یادښتونه بیا ولولئ.
دویم – لومړی بنسټيز او ټولیز مفهوم زده کړئ!
که په لومړي ټولګي کې یاست په خورا پېچلو او سختو موضوعاتو کې ځان مه را ګیر کوئ. په لومړي ټولګي کې بنسټیز موضوعات تدریسېږي او زدهکړه یې په لومړي ټولګي کې اړینه ده، نو ځکه د داسې موضوعاتو لوست ته مخه مه کوئ چې ډېر پېچلي دي. د بېلګې په ډول د پښتو ادبیاتو د لومړي کال محصل د دویم یا درېیم کال د فونیټيک یا غږپوهنې کتاب راخیستی او مطالعې ته یې ملا تړلې ده، په داسې حال کې چې د دې کتاب لوست اوس دغه محصل ته هېڅ ګټه نه کوي.
نو داسې مه کوئ! هڅه وکړئ تر هر څه وړاندې د خپل مسلک او درسي څانګې بنسټيز مفاهیم زده کړئ، کله چې تاسو بنسټیز شیان زده کړل نو وروسته که درسونه هر څومره سخت شي، نو تاسو ته یې زدهکړه ګرانه نه وي.
درېيم – ډلیزه مطالعه و کړئ!
ګروپي زدهکړه، ډېره مهمه ده. ارومرو یو څوک ومومئ چې تاسو سره په ګډه مطالعه وکړي. ځينې زدهکوونکي فکر کوي چې ګروپي زدهکړه ورته ګټوره نه ده، خو دا سمه خبره نه ده، او که همدغه زده کوونکي هم ګروپي زدهکړه و ازمویي، نو په ګټو به یې پوه شي. خو پام مو وي چې د مطالعې لپاره د ډلې جوړولو کې ډېر زیات غور په کار دی، باید داسې کسان وټاکئ چې په ګروپ کې د زدهکړې مینه ولري، او ستاسو د وخت د ضایع کولو سبب نه شي، ځکه ځينې زدهکوونکي له لومړۍ ورځې د ټوکو او ساعتېرۍ په موخه پوهنتون ته راځي او څه موده وروسته یې د پوهنتون لنډ عمر پای ته رسېږي.
څلورم – د مطالعې په لارو چارو کې بدلون راولئ!
کېدای شي تاسو د کتاب لوست پر بنسټ زدهکړه او مطالعه کوئ، خو کله کله کولای شئ خپل یادښتونه او یا د استاد لیکچرونه ثبت او ریکارډ کړئ، بیا دغه ثبت شوي موضوعات پر لاره د پلي مزل پر مهال، سهار وختي د منډې او ورزش پر مهال او یا هم بل هر وخت چې تاسو یې مناسب ګڼئ واورئ. همدارنګه، د بېلګې په ډول که تاسو د نړۍ د ادبیاتو مضمون لولئ، نو پر یوټیوب د نړۍ د ادبیاتو په اړه ډاکیومنټرۍ وګورئ، او یا هم کېدای شي د کرهڼې پوهنځي محصلین د نړۍ د ځنګلونو په تړاو ډېر داسې علمي مواد پر یوټیوب و مومي چې له درس سره تړاو ولري.
پنځم – يو څوک ومومئ چې ستاسو زدهکړه وازمويي!
د ملګرو یا ټولګیوالو له ډلې له یوه تن څخه وغواړئ چې تاسو وازمايي. د خپلو ملګرو له لوري ستاسو د زدهکړې له ازمېښت څخه مه وېرېږئ، په یاد ولرئ چې هر انسان نیمګړی دی او تېروتنه کوي او له بل لوري تاسو په رښتینې ازموینه کې نه یاست، یوازې هڅه کوئ، هغه څه مو چې لوستي، زده شوي مو دي او که نه؟ کېدای شي هغه پوښتنه چې ستاسو ملګری یې په دغې تمثیلي ازموینه کې له تاسو کوي او تاسو ناسم ځواب ورکوئ وروسته په ازموینه کې هم راشي، او هغه وخت به ستاسو د پوښتنې سم ځواب زده وي.
همدارنګه که کولای شئ، د تېرو ازموینو پوښتنپاڼې ومومئ! دا ناسم کار نه دی، کولای شئ د پخوانیو ازموینو پوښتنپاڼې ومومئ او په دې توګه د پوهنتون د ازموینې له لارو چارو سره بلد شئ.
شپږم – په تخت، کټ یا خوبځای کې مطالعه مه کوئ!
موږ پوهېږو چې ستړي یاستئ، ټوله ورځ مو د کتابونو پنډ درسره، پلی مزل مو کړی، سر مو ګنګس دی او اوس بیا هم د لرګي په چوکۍ یا پر ځمکه د قالینې له پاسه ناست یاستئ، خو زړه مو غواړي چې د خوب ځای ته لاړ شئ او هلته په خپل کټ کېنئ او مطالعې ته دوام ورکړئ. خو کله چې تخت یا خوب ځای ته ځئ زړه مو غواړي و غځېږئ او بیا چې کله سترګې پرانیزئ، نو سبا دی او تاسو خپله یوه ورځ ضایع کړې ده. نو په یاد ولرئ چې په تخت او خوبځای کې له مطالعې ډډه وکړئ!
اووم – دمه مه هېروئ!
وخت سره زر دي، خو موږ او تاسو په څېر محصلینو لپاره تر الماسو هم لوړ ارزښت لري، خو د زدهکړې ترمنځ دمه هم ډېره اړینه ده او د زدهکړې پر کیفیت خورا ژور اغېز لري. هر ۳۰ دقیقې وروسته ۳ یا ۴ دقیقې دمه وکړئ، پر څلورم وار د دمې اوږدوالی ۴ نه تر ۵ دقیقو پورته یوسئ. چای، قهوه او یا اوبه و څښئ، د دمې وخت کې له کتابونو لرې لاړ شئ. خو یاد مو وي چې د درس ترمنځ ټولنیزو شبکو لکه فېسبوک، انسټاګرام، نیټ فلیکس Netflix او نورو ته مه ورننوځئ، ځکه کېدای شي ۵ دقیقې دمه او تفریح به مو د یوه اوږده سینمايي فلم په لیدو واوړي.
اتم – ځان ونازوئ!
کله مو چې په زدهکړو کې د پام وړ پرمختګ وکړ، نو ځان ته له وړاندې په پام کې نیول شوې ډالۍ ورکړئ! د فکر وکړئ د حقوقو د لومړي کال محصل یاست او د حقوقو مبادي (بنسټونو) یو لوی څپرکئ مو مطالعه او زده کړ. کولای شئ له ملګرو سره د فوټبال یوه لوبه، شطرنج وکړئ، یا هم یوه علمي ډاکیومنټري وګورئ. خو په یاد مو وي چې یوازې د لویو لاستهراوړنو په بدل کې ځان ونازوئ! د کتاب د هرې پاڼې تر لوست وروسته نه.
نهم – د مطالعې مناسب وخت په نښه کړئ!
که پوهېږئ چې خوب مو دروند دی او سبا سهار وختي د مطالعې لپاره نه شئ را ویښېدای، نو بیا یې هڅه مه کوئ، ځکه سهار وختي پاڅېدو کې بیا بیا ناکامي ستاسو په زیان ده، د دې پر ځای هڅه وکړئ چې د شپې مطالعه وکړئ، او خپل درسونه او کارونه سهار ته مه پرېږدئ. زما موخه دا ده چې تاسو هغه وخت ومومئ چې ستاسو لپاره غوره وي. ځینې تر نیمې شپې ویښ پاتې کېدای شي، او ځینې نور بیا د ملا له اذانونو سره له خوبه د را ویښېدو عادت لري. په هر ډله کې چې تاسو راځئ، هماغه وخت په نښه کړئ او هڅه مه کوئ چې ځان په بلې ډلې کې راولئ.
نهم – مثبت لید ولرئ!
منفي لیدلوری او ذهنیت په هېڅ وخت او ځای کې ستاسو په ګټه نه دی، تاسو چې د لومړي کال محصلین یاست، نو د منفي ذهنیت په درلودو د پوهنتون څلور کلن مزل در ته خدای مه کړه په زړه چاودون بدلېدای شي. ازموینو ته مه وارخطا کېږئ، ځکه وارخطايي په ازموینه کې د ډېرو تېروتنو لامل کېږي. له ازموینې لږ لږ وېره او هیجان ګټور او طبیعي دی، دا په دې مانا چې موږ انسانان یو، او ستونزې او ازموینې به مو ارومرو وېروي، خو وارخطايي هېڅ ګټه نه لري. همدارنګه په زدهکړو کې په ځان ډېر فشار هم مه راوړئ، د خپلې روغتیا، ورزش، او تفریح لپاره منظم مهالوېش ولرئ او تل مثبت فکر وکړئ.