ټیوډور رابرټ ټېډ بانډي؛ د انسان په څېره کې شیطان

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ژباړه: عایشه حیدري
تیوډور رابرټ بنډې (Theodore Robert Bundy) په ۱۹۴۶ په امریکا کې زیږېدلی دی. هغه زړه‌راښکونکي څېره او مغرور شخصیت درلود او ډېر هوښیار و. هغه د همدې غرور او زړه‌راښکونکي شخصیت پر مټ د امریکایي ښځو پام ځان ته را اړوه. ټېډ تل په هغه باندې د ښځو له باور څخه ګټه پورته کوله او له هغوی یې د مرګ تر پولې رسولې.
تیوډور رابرټ ټېډ بنډې به په ډېرو حیرانووکو لارو نجونې او ښځې دوکه کولې او وروسته یې وژلې، هغه به د سرک په غاړه و درېدو او د معلولیت تمثیل به یې کاوه، او له ښځو به یې غوښتل چې کور ته د هغه د توکو په وړلو کې ورسره مرسته وکړي، خو هغه به دغه ښځې خپل کور ته نه، بلکې یو خالي او پټ ځای ته بېولې، ځینې وختونه به یې د یوه پولیس او یا هم د اطفايې د مامور تمثیل کاوه او د جعلي کارتونو پر مټ به یې ښځو ته لومې اېښودې.
هر کله به چې ټېډ بنډې کومه ښځه وژله څو څو ګړۍ وروسته به بیا بیا د هغې لیدو ته ورته مړی به یې سینګاروه او تېری یې ور باندې کاوه، هغه به خپلې دغې کړنې تر هغه مهاله پورې دوام ورکاوه، تر څو به چې مړی سل سلنه له منځه لاړ او خوسا به شو، بدبوی یې کاوه، او یا به داړونکو د هغه مړي جسد خوړ او د مړي سره یې نږدیوالی ناممکنه کاوه، ټېډ بنډې له ښځينو مړو سره ځکه داسې چلند کاوه ځکه چې د هغه مړي خوښېدل او مړي‌پال Dead worshiper و.
ټېډ یو قاتل، تېرکوونکی، غل، انسان‌تښتونکی او مړي‌پال و، چې په ۱۹۷۰ لسیزې کې یې په ډېرو ښځو جنسي تېری کړی او ډېر شمېر یې وژلې دي. د ټيډ د ټولو قتلونو شمېر مالوم نه دی، کېدای شي نوموړي ډېر نور قتلونه هم کړي وي چې پټ پاتې شوي او هېڅکله یې څېړنه نه ده شوې، خو نوموړي د دغو قتلونو له ډلې یوازې ۳۰ منلي او اعتراف یې پرې کړی دی او په نورو منکر و، همداراز فکر کېده چې د ټېډ د وحشت قربانیان به تر دې هم ډېر وي.
ټېډ بنډې ډېر قتلونه ۱۹۷۴ تر ۱۹۷۸ زېږدیزو کلونو ترمنځ کړي دي. هغه به تر هر قتل وروسته خپل استوګنځی بدلاوه او نوموړي دغه قتلونه د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې لکه کلوارډو، فلوریډا، ایداهو، اورېګان، یوټا او واشنګټن کې ترسره کړي دي.
نوموړي تر وژنې وروسته د ۱۲ ښځو سرونه پرې کړي و او د دغو ښځو سرونه یې د یادگار په ډول په خپل اپارتمان کې ساتلي و، ځینې وختونه به ټېډ د ښځو کورونو ته د شپې له خوا ور اوښت او ښځې به یې د خوب پر مهال په ډېر وحشت وژلې.
ټيډ په ۱۹۷۵ کال کې په انسان‌تښتونې او اختطاف تورن شو او وروسته یې بیا د زنځيري وژنو یو اوږد لیست را برسېره شو چې د امریکا په څو ایالاتو کې پېښ شوي وو، هغه مهال ټيډ په کلوراډو ایالت کې و چې د خپلې نیونې له امر څخه خبر شو، نو د ځان د ژغورنې لپاره یې د تښتېدو دوه پلانونه جوړ کړل، او لا ډېر قتلونه یې وکړل.
په فلوریډا ایالت کې نیول کېدو وړاندې هغه ۳ نور قتلونه هم وکړل، په ۱۹۷۸ کال د امریکا په فلوریډا کې تر نیول کېدو وروسته، دوو محکمو په دار ځړونې (اعدام) محکوم کړ، او کله چې ټېډ بنډې په خپلو قتلونو اعتراف وکړ په ۱۹۸۹ کال کې د فلورېډا د ایالت په بندخونې کې د برقي څوکۍ پر مټ اعدام شو.
تر اعدام وروسته بېلابېلو شخصیتونو د ټېډ بنډې په اړه بېلابېل نظریات ورکړل او بېلابېل نومونه یې پرې کېښودل، له دې ډلې یوه هم ان رول Ann Rule امریکايي بیوګرافي ده چې ټېډ یې د نورو له شکنجې او تر مړینې وروسته د مړي له ځورونې خوند اخیستونکی بللی و، همدارنګه پولي نیلسن Polly Nelson، چې د ټېډ بنډې مدافع وکیله وه، ټېډ یې داسې شیطان وباله چې زړه نه لري.
د لیکنې په پای کې بویه یادونه وکړو چې په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د ټېډ بنډې د ژوند په اړه د زک اېفرن Zac Efron په مرکزي نقش لوبولو یو فلم جوړ شو چې مشهور ډایرکټر جو بېرلېنګر Joe Berlinger یې د جوړونې چارې تنظیم کړې دي. که غواړئ د ټېډ بنډې د ژوند په اړه لا ډېر مالومات تر لاسه کړئ، نو ارومرو دغه فیلم و ګورئ.