خبريال: مدثر دعوت
د هلمند والي تورن جنرال ياسين خان هغه ماشوم وستايه چې د ۴۰ هيوادونو د زده کوونکو ترمنځ د رياضي اړوند سياليو کې لومړی مقام ګټلی.
صبغت الله ۱۱ کلن دی او اصلاً د هلمند ولايت اوسېدونکی دی.
نوموړي په هرات ولايت کې د زده کوونکو ترمنځ په سياليو کې تر ټولو لوړي نومرې ترلاسه کړي وې چې وروسته يې په کمبوديا هيواد کې د ۴۰ هيوادونو د زده کوونکو سره د رياضی په برخه کې سيالي ترسره کړه چې لومړی مقام او وياړ يې د افغانستان او پخپل نوم کړ.
صبغت الله او پلار يې د هلمند د والي سره د هغه په دفتر کې وکتله.
د هلمند د والي په خبرپاڼه کې راغلي چې د صبغت الله سره يې نقدي مرسته کړې او دا ژمنه ورسره سوې چې د ولسمشر محمد اشرف غني سره به ورته د ليدنې زمينه برابروي.
د هلمند والي تورن جنرال ياسين خان د صبغت الله وړتيا او مقام د افغانستان لپاره ستر وياړ بللی او د هر ډول همکارۍ او ملاتړ ډاډ يې ورکړی.