مارچ 4, 2021

حکومت: د ښوونځیو پرانیستلو اجازه نشته، که سرغړونه وشوه، جدي قانوني برخورد کوو

راپور: بشر درویش
د ننګرهار د پوهنې ریاست یوه خپره کړې خبرتيا کې ویلي چې هېڅ ډول ښوونځیو پرانیستلو ته اجازه نشته.
یاد ریاست ویلي:
«تر هغې چې په لوړه دولتي کچه د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو په اړه پریکړه نه وي شوي، هیڅوک نه شي کولای چې په خپل سر ښوونیز مراکز پرانیزي.
د سرغړونې په صورت کې به جدي قانوني برخورد ترسره کیږي.»
د ننګرهار پوهنې ریاست ویلي؛ د کرونا وایروس خپریدا مخنیوي په موخه د وزیرانو شورا د پریکړې او پوهنې وزارت هدایت پر اساس ټول دولتي او خصوصي ښوونځي او ښوونیز مراکز تر بلې خبرتیا تعطیل دي.
د خبرتیا له مخې؛ زده کوونکو روغتیا او سلامتیا موږ ته لومړیتوب لري، پوهنې وزارت د روغتیا پالو د سپارښتنو په نظر کې نیولو سره د ښوونځیو بېرته پرانیستلو په میکانیزم کار کوي، چې له تایید وروسته به د تطبیق وړ وي.
اعتراض او نیوکه

باید وویل شي چې څو ورځې وړاندې په ننګرهار کې د خصوصي ښوونځيو مسوولينو د ننګرهار پوهنې ریاست مخې ته په ېوې اعتراضیه راټوليدنه کې له حکومت غوښتي ول چې ژر دې ورته ښوونځي پرانيزي.
دوی ګواښ کړی و که په څو ورځو کې یې ښوونځي خلاص نه شول نو په خپل سر به یې پرانيزي.
یو شمېر خلکو اوسني وخت کې د ښوونځیو پرانیستل خطرناک بللي او پر معترضینو یې نېوکه کړې وه چې د خپلو فيسونو او ګټې لپاره یې د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره لستوڼي رابډوهلي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فوټبال؛ د نړۍ نامتو لوبغاړي رونالډو یو بل ریکارډ هم په خپل نوم کړ

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د پرتګال هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او یوونټوس کلب نامتو لوبغاړي کریسټیانو رونالډو په نړۍ کې یوازینی لوبغاړی شو، چې د فوټبال په ۱۲ پرلپسې پړاونو کې شل ګولوهني ترسره ... نور ولولئ