د وېښتانو کوم ډول رنګ، د اوږد عمر سره تړاو لري؟

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: نسیمه محمدي
استرالیايي څېړونکو د اوږد عمر او د وېښتانو رنګ په تړاو د دېرش زره کسانو اړوند د وېښتانو د رنګ راپورونه سره تجزیه او تحلیل کړل. د قهوه‌يي رنګ وېښتانو لرونکي خلک، د اوټیټ مدیا(د منځني غوږ انتان) او درماټیټ( د ځينو موادو سره د پوستکي آلرژي) ناروغیو سره ډېر مخ دي. په منځني ډول دوی د تورو او طلايي رنګ وېښتانو لرونکو په پرتله ۱.۴ کاله لږ عمر کوي.

د څېړونکو یوې علمي څېړنې، د (۲۰۰۰۰۰) کسانو د وېښتانو وڅېړنې او د جېنونو تجزیه او تحلیل وښودله: هر څومره چې د یو شخص د وېښتانو رنګ روښانه وي، په ځنډ ځوانۍ/ بلوغ ته رسېږي او همدارنګه ژر زړېږي. سربېره پر دې، د روښانه ژېړ او قهوه‌یي رنګ وېښتانو لرونکي کسان، په قلبي سکتې، مغزي سکتې او دویم ټایپ شکر ناروغۍ، د اخته کېدو احتمال شتون نلري.

په اصل کې واقعیت دا دې، چې د ځوانۍ دورې پورې مرتبط جېنونه، په پوستکي او وېښتانو د اغېز ښندونکو جېنونو تر څنګ، موقعیت/ ځای لري.

دا دوه مرحلې/ عملیې د هایپوفیز له لارې- د مغز د ښکتنۍ برخې سره تړلای شو. دا هورمونونه په هممهاله توګه، هغه هورمونونه تنطیموي، چې د جنسي غُدو وده تنظیموي او د وېښتانو پر رنګدانو اغېز ښندي.