ژباړه: ملیحه ناصري
ښايي د دې لیکنې په لوستلو او انځورونو په لیدو داسې وانګېرئ چې دا ډول ځایونه به اصلاً نه وي، ځکه هېڅ مو باور نه پرې کېږي چې نړۍ دې د ښکلو ځایونو تر څنګ خورا وېروونکې منظرې هم ولري. دلته مو ځینې درپېژندلي.
ریسټارک پلایا
دا سیمه کلفورنیا کې ده. د عجیبو لاملونو له امله د ګرځندویانو د پام وړ ګرځېدلې. دې ښویه دښته کې غټې درنې تیګې دي چې حرکت کوي، په کوم لور چې حرکت کوي، هلته یوه لیکه ترې پاتې کېږي چې د دوی حرکت په ډاګه کوي.
جالبه دا ده چې دښته تشه ده او هېڅ داسې څوک یا شی نشته چې دا تیګې وښوروي یا یې بېځایه کړي. د حرکت په اړه یې پوهان هيښ حیران دي چې څنګه بې دلیله حرکت کوي او هېڅوک یې بېځایه کولو ته هم نشته.
دا طبیعي منظره د نړۍ د ډېرو وېروونکو سیمو له ډلې شمېرل کېږي. عام وګړي فکر کوي چې ګڼې د پردیو موجوداتو یا خطرناکو خلکو له خوا حرکت ورکول کېږي، خو ریچارډ او جېمز نوریس وايي چې کېدی شي د دښتې د فرش لاندې به اوبه وي. کله چې اوبه ښوري دوی به هم ورسره بېځایه کېږي.
د مادیدي ملي پارک
دا د ځمکې د کُرې د اخرنۍ برخې پارک دی چې د انساني تمدن له ګوتو اوس هم همداسې جوړ پاتې دی او هېڅ لاس نه دی پرې وهل شوی.
ډېری پوهان او طبیعتڅېړونکې هیله لري چې د ژویو او بوټو په اړه یې تحقیقات وکړي، خو یوه خبره شته چې دا پارک يې د وېروونکي سیمې په نامه نومولی. د دې پارک هر بوټی، ژوی او حشرې زهرجن دي، هر یو یې کولی شي یو انسان فلج، آن ووژني.
اکیګاهارا ځنګل
د جاپان د فوجي غره شمالي څنډه کې دی. دې ځنګله ته د سفر کولو لاره هم خورا خظرناکه او وېروونکې ده. آن تر هغو هم وېروونکي چې تاسو یې تر اوسه اټکل کړی. په دې ځنګله کې ډېرې ځانوژنې شوې، د همدې له امله د ځانوژونو د ځنګله په نامه هم یادېږي.
خلک پر دې اند دي چې دلته پخواني شیاطین اوسي. چې هر څوک ورغلي د ځانوژني هوډ یې کړی، نو دې همدې لپاره چې هر څوک ورځي، پر کومه لاره چې روان وي، له ځانه نښې پرېږدي، که چېرې د ځانوژنې فکر یې بدل شو چې بېرته پر همغو نښو راوګرځي او لاره ومومي. د همدې له امله د ځنګله لارو کې دا نښې ډېرې دي.
داناکیل کندې
د نړۍ وېروونکې طبیعي منظره چې په ایتوپیا کې ده. دېته د دوزخ دروازه هم وايي، ځکه چې د ځمکې تر ټولو ګرمه او سوځوونکې سیمه ده. فعال آتشفشانونه پکې دي. دلته چې څوک ورشي، فکر کوي چې بېخي بلې نړۍ ته ننوتلی دی.
ګومانتوګ سوری/ سمڅه
ډېر وېروونکی دی. د خرافاتي فکرونو او اړوندو اپلتو لپاره نه، د هغو څيزونو په اړه چې په منځ کې یې دي. دلته په ملیونونو اسمان څکالي (خفاش) شته چې نورو مرغیو (جعل/ خنفساء) خوړولي دي. نور ژوي او حشرې هم شته، غټ غټ مارونه او زر پښې لرونکي خزندې دي.
درینګ، د چیغو ځنګل
په بریټانیا کې دی چې د بریټانیا تر ټولو بدنامه ځنګله په نامه یادېږي. په دې کلي کې ډېر نامالومه او ناپېژندنه مړي شوي دي. د دې مړو لپاره هېڅوک ځانګړی دلیل نه لري چې ولې مړه شوي، خو خلک فکر کوي چې دلته سرګردانه ارواه شته.
درینګ ځنګله ته د چیغو ځنګل ځکه وايي چې ځينې مسافرین چې پر دې لاره تېرېږي او دلته یې سفر کړی، د شپې یو ډول غږونه او چیغې یې تر غوږ شوي دي.