فبروري 26, 2021

هغه اووه لارې چې بریا ته مو رسوي

ژباړه: عطا محمد میاخېل

موږ د ژوند په اوږدو کې د بېلابېلو مسایلو د زده‌کړې په لټه کې یو، په ښوونځي او پوهنتون کې مو ډېر زیات مهارتونه زده کړي، چې ډېری وخت زموږ په ګټه وو، خو د ځینو مهارتونو زده‌کړه، لکه د ژوند مهارتونه زموږ د ژوند کیفیت ته د پام وړ بدلون ورکولای شي. د دې لیکنې په دوام د اوو مهارتونو یادونه کېږي چې ښایي زده‌کړه یې لږ څه سخته تر سترګو شي، خو هرومرو یې ارزښت ډېر زیات دی.

۱ ـــ د اړتیا پر وخت سکوت وکړئ

ښایي ډېر ښه احساس وي، چې خپله خبره نورو ته وکړئ او هغوی پر دې پوه شي چې په سر کې مو څه فکر دی، خو دا ښه احساس ډېر ځنډ نه پاتې کېږي. انسان په ذاتي توګه داسې دی، چې همېشه غواړي نورو ته دا ثابته کړي، چې په حقه دی، خو دا کار چندانې ګټه نه لري او که رښتیا وغواړئ، ډېر سم هم نه دی. هېڅوک پر دې نه پوهېږي چې نن، بله اونۍ یا راتلونکی کال به څه پېښ شي، د شخړې او لانجې پرمهال د ناکنټرول شویو احساساتو څرګندول، د مقابل لوري د ډېر زیات مقاومت ښودلو سبب کېږي. بحث او شخړه لا پسې اوږده شي او اړیکه زیانمنه شي. که خپل هیجان کنټرولولای شئ، نو هغه بحثونه په ځیرکتیا ټاکلی شئ چې پیلوئ یې او یا پکې ګډون کوئ. په ټولیزه توګه غوره ده، کله چې پوهېږئ، بحث کول، تاسو کومې ځانګړې پایلې ته نه رسوي، نو سکوت وکړئ. یانې ډېری وخت.

۲ ـــ هیجاني هوښیارتیا او اړیکه‌ییز مهارتونه مو زیات کړئ

هیجاني هوښیارتیا یا عاطفي هوښیارتیا، اصطلاحاً په فردي او بین فردي مهارتونو کې شاملېږي، چې په مرسته یې فرد خپل احساسات او هیجانونه ښه پېژندلای او کنټرولولای شي، او د نورو احساسات او هیجانونه په ښه توګه درک کولای شي.
ټول کسان د هیجاني هوښیارتیا د ضریب (EQ) لرونکي دي. ارواپوهانو له څو کلونو پرله‌پسې څېړنو وروسته دې پایلې ته ورسېدل، چې عاطفي هوښیارتیا د غوره او عادي کړنې ترمنځ په تشخیص کې ډېر زیات مهم رول لري او په ځانګړې برخه او د غوره پایلو په ترلاسه کولو کې د فرد د انرژۍ د تمرکز لپاره یوه ګټوره تګلاره ګڼل کېږي.
هغه ټکی، چې باید ورته پام وکړئ، دا دی، چې کولای شو هیجاني هوښیارتیا زده او پیاوړې یې کړو. ارواپوهان او څېړونکي پر دې باور دي، چې ډېری کسان د خپلو عادتونو پر بنسټ د بېلابېلو ځایونو او موقعیتونو په وړاندې غبرګون ښکاره کوي، له دې امله هغو چلندییزو عادتونو ته په پام کولو سره، چې لرئ یې او هغو احساساتو او هیجانونو ته په ځیر کېدو سره، چې په بېلابېلو موقعیتونو کې په تاسو کې رامنځته کېږي، کولای شئ احساسات مو په ښه توګه کنټرول او هیجانونه مو په غوره توګه مدیریت کړئ.
د وخت په تېرېدو سره ستاسو په عادتونو کې بدلون رامنځته کېږي او په ننګونه راپارونکو موقعیتونو کې کولای شئ په ښه او اغېزمنه توګه کړنې ترسره کړئ او ښې لاسته راوړنې ولرئ. په حقیقت کې دا هماغه د هیجان مدیریت، د احساساتو کنټرول او د هیجاني هوښیارتیا پیاوړتیا ده.
د هغې څېړنې پر بنسټ، چې د ۳۳ نورو مهارتونو ترڅنګ په کار ځای کې دعاطفي هوښیارتیا اغېزه یې سنجولې ده، عاطفي هوښیارتیا په کار ځای کې د ګټورتوب د سطحې په ټاکنه او په کاري چاپېریال کې ۵۸ سلنه د بریا تر ټولو مهم لامل ده، د دې څېړنې پایلو څرګنده کړې، د ارزونې لاندې افرادو له ډلې څخه ۹۰ سلنه یې، چې د مناسبو کړنو لرونکي وو، لوړه عاطفي هوښیارتیا یې لرله، دغه راز د څېړنو پایلو ښکاره کړې، هغه کسان چې لوړه هیجاني هوښیارتیا لري، ډېره زیاته ګټه ترلاسه کوي. هغه کسان، چې لوړه هیجاني هوښیارتیا لري، د هغو کسانو په پرتله، چې ټیټه هیجاني هوښیارتیا لري، په منځنۍ کچه هر کال ۲۹ زره ډالره زیاتې پیسې ګټي، البته عاطفي هوښیارتیا په مستقیمه توګه  د شتمن کېدو سبب نه ګرځي، بلکې په هغو وړتیاوو سره، چې د خپلو او شاوخوا خلکو د احساساتو پېژندنه او کنټرول ستاسو په واک کې درکوي، د دې سبب کېږي، چې د امکان تر بریده شخړې او لانجې له ځانه لرې کړئ، د خپل اروایي فشار کچه ټیټه وساتئ، خوشاله ژوند ولرئ او په پایله کې موخو ته په رسېدو او د بریا په ترلاسه کولو کې غوره کړنې ترسره کړئ.

۳ ـــ وخت مو په ښه توګه مدیریت کړئ

یو له هغو مواردو څخه، چې د وخت له اغېزمن مدیریت کولو څخه مخنیوی کوي، د اړینو کارونو د ترسره کولو لپاره جبر کول دي. حقیقت دا دی، کوچني کارونه چې باید په چټکه توګه ترسره شي، معمولاً د مهمو کارونو په لاره کې خنډ ګرځي، له دې امله که هوښیار ونه اوسئ او ژر تسلیم شئ، پرته له دې، چې کوم کار ترسره کړئ، ډېر زیات وخت به له لاسه ورکړئ. هرومرو داسې پېښ شوي، چې ټوله ورځ مو کار کړی دی، خو د مهمو کارونو په ترسره کولو کې مو هېڅ پرمختګ نه دی کړی. د وخت د مدیریت زده کړه، تاسو ته دا شونتیا در په برخه کوي، چې هره ورځ له ځانه غوره کړنې ښکاره کړئ.

۴ ـــ د فعالې غوږ نیونې تګلارې زده کړئ

ښایي تاسو هم فکر وکړئ، کله چې خبرې نه کوئ، نو د غوږ نیولو په حال کې یاست، خو تل داسې نه ده. ډېری وخت تظاهر په غوږ نیولو کوو، خو د هغه څه په اړه فکر کوو، چې غواړو وې وایو. واقعي غوږنیونه، پر یو څه د تمرکز کولو په مانا ده، چې مقابل لوری یې په خوله راوړي. د هغه د پوهېدلو، درک کولو او تحلیل کولو په مانا ده، نه د هغه د تائیدولو یا رد کولو په مانا.
د فعالې غوږ نیولې پر تګلارو ځان پوه کول، په یو ډول د نورو په اړه د قضاوت ځنډول، د مقابل لوري په خبرو باندې تمرکز کول، د شاوخوا خلکو د احساساتو درک کول، له نورو سره اتفاق کول، هم له هغو مهارتونو څخه دي، چې زده کولای یې شئ، غوره اړیکې او ښه ژوند تجربه کړئ.
د غوږ نیولو مهارت هغه مهارت دی، چې ټول فکر کوي، په طبیعي ډول ترې برخمن دي، خو داسې نه ده. د هغې څېړنې پر بنسټ، چې د «رایټ» په پوهنتون کې له ۸۰۰۰ څخه په زیاتو کسانو باندې ترسره شوې، څرګنده کړه، د هغه څه پر خلاف، چې د ارزونې لاندې کسانو یې ادعا کړې وه، په هغوی کې د غوږ نیولو مهارت کمزوری و.
په کاري چاپېریال کې ډېرې زیاتې خبرې ښکته او پورته کېږي، نو د غوږ نیولو لپاره هم خورا زیات فرصت شته. ډېری وخت د ځواب‌ورکونې، د تګلارو د توضیحاتو او پر وخت سره د کار سپارلو لپاره، له یو بل سره خبرې کوو. هغو کلمو ته په نه پام سره، چې په خوله یې راوړو، د غږ د ډول، د بدن حرکاتو او د څېرې د حالتونو له لارې هم مهمو او ارزښتمنو معلوماتو ته لاسرسی پیدا کوو، له دې امله که د فعالې غوږنیونې مهارت مو نه وي زده او د بدني ژبې له تګلارو څخه پر کوم څه پوه نه شئ او ونه شئ کولای، غوږونه او سترګې مو هوښیارې وساتئ، نو ډېر زیات ارزښتمن معلومات به له لاسه ورکړئ.

۵ ـــ د نه ویلو مهارت زده او پیاوړی یې کړئ

د کالیفورنیا په پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښیي، هرڅومره، چې «نه» ویل درته ستونزمن وي، نو په تاسو کې به د سټرس، فشار او خپګان احتمال ډېر زیات وي. نه باید له «نه» ویلو څخه ووېرېږئ. کله چې غواړئ کومې غوښتنې ته «نه» ووایئ، نو له دې جملو څخه په کلکه ځان وساتئ: (فکر نه کوم، چې دا کار به وکړای شم) یا (ډاډه نه یم، چې وبه کولای شم). خپلې اوسنۍ دندې ته د درنښت ښودلو لپاره، هغو اضافي غوښتنو ته، چې له تاسو څخه کېږي «نه» ووایئ، چې خپلې ژمنې په ښه او اغېزمنه توګه بشپړې کړای شئ. کله چې «نه» ویل زده کړئ او نورو ته له «نه» ویلو څخه ونه وېرېږئ، نو له نااړینو کارونو څخه خلاصېږئ او کولای شئ، خپل وخت او انرژي د هغو مهمو کارونو په ترسره کولو باندې، چې د هغو لپاره مو مخکې پروګرام جوړ کړی، مصرف کړئ.

۶ ـــ ښه او په اندازه ویده شئ

د خوب کیفیت پر مغزي کړنو ډېره زیاته اغېزه لري. د راچسټر په پوهنتون کې د خوب د کیفیت او اهمیت د ارزونې لپاره نوې څېړنې ترسره شوې، په دې څېړنو کې مشخصه شوې، چې د خوب پرمهال د انسان مغز، د نیورونونو له طبیعي فعالیت څخه رامنځته شوي زهرجن پروټینونه دفع کوي، خو مسئله دا ده، کله چې مغز کولای شي زهرجن پروټینونه دفع کړي، چې خوب مو له اړین کیفیت څخه برخمن وي.
که کافي او ژور خوب ونه لرئ، نو زهرجن پروټینونه د مغز په ژونکو (حجرو) کې پاتې کېږي، مغز مو زیانمن کېږي او فکري وړتیا مو بې نظمه کېږي. نه ویده کېدل او بې خوبي، د معلومات د ترلاسه کولو، د ستونزو د حل او د خلاقیت ځواک کموي او تحریک او هڅونه منل زیاتوي، له دې امله د خوب د ساعت په تنظیمولو سره، هڅه وکړئ، چې په کافي اندازه او ښه خوب وکړئ او په هغه صورت کې، چې له بې خوبۍ او د خوب له نورو بې نظمیو سره لاس و ګرېوان یاست، د هغو درملنه وکړئ او له منځه یې یوسئ.

۷ ـــ تل مثبت فکر  وکړئ

هرومرو مو د مثبت فکر کولو په اړه ډېر څه اورېدلي دي، البته هر څومره چې په مخکې مو ننګونې زیاتې وي، نو د مثبت فکر کولو په سپارښتنو باندې به عمل کول درته ستونزمن شي. کله وخت داسې ګمان کوئ او باور لرئ، چې مثبت فکر کول یوه بې بنسټه کړنه ده او مثبت فکر کول په عمل کې شونی نه دی. که دا ډول باور لرئ، نو طبیعي ده چې د مثبت پاتې کېدو او مثبت فکر کولو لپاره به اړینه انګېزه ونه لرئ. د انسان د مغز طبیعي جوړښت داسې دی چې پر ګواښونو تمرکز کوي او دا د مثبت اوسېدو لپاره اصلي خنډ دی.
په ګواښونو او خطرونو د تمرکز کولو لپاره د مغز دا لېوالتیا، د بدبینۍ او منفي فکر کولو سبب ګرځي. کله چې جدي خطر په کمین کې وي، دا میکانیزم له تاسو څخه ساتنه کوي، خو کله چې د خطر احساس یوازې ستاسو د ذهن زېږنده وي، مثلاً کله چې په یوې پروژې کار کوئ، خو تل داسې فکر کوئ او باور لرئ، چې پروژه مو له ماتې سره مخ کېږي، نو په زیان مو تمامېږي. په دې باندې هم ځان پوه کړئ، چې مثبت فکر کول تمرین ته اړتیا لري او دغه راز باید ورته ډېر زیات پام او پرې تمرکز وشي.
د دې لپاره، چې د ګواښونو د ستر ښودلو لپاره د مغز په لېوالتیا باندې غلبه وکړئ، په وخت سره د منفي فکر کولو مخه ونیسئ، مثبت فکر وکړئ چې بریالي شئ.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*


کوپټیل؛ په نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې زیاتې شپږیزه وهونکی لوبغاړی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د نیوزیلنډ د کرکټ ملې لوبډلې پیلیز لوبغاړي مارټین کوپټیل د اسټرالیا په وړاندې لوبه کې په ۵۰ توپونو ۹۷ منډې وکړې، چې ۸ شپږیزې او ۶ بیا څلوریزې شاملې وې. ... نور ولولئ