د روسي ژبې په اړه ځینې په زړه‌پورې حقیقتونه

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
ژباړه: نسیمه محمدي

۱ – روسي ژبه د نړۍ پنځمه مروجه ژبه ده
روسي ژبه د ۱۷میلیونه وګړو مورنۍ او ۱۱۳ میلیونه وګړو دویمه ژبه ده. د پراختیا له پلوه د انګلیسي، چینايي، اسپانیايي او عربي وروسته پنځمه ژبه ده.
ډېری روسي کډوال په ټوله نړۍ کې په روسي ژبه خبرې کوي.
د بلاروس، اکراین، قزاقستان هېوادونو رسمي ژبه ده.
۲ – روسي ژبه د نړۍ له غني او پېچلو ژبو شمېرل کېږي.
د دې ژبې ګرامر ډېر پېچلي دی، چې له دې امله یې د دې ژبې زده‌کړه ستونزمنه کړې. د ژبې زده‌کړه په لومړیو پړاوونو کې ساده، خو لوړو سطحو ته په رسېدلو زیاته سختېږي، حتا ځینې روسي وګړو ته یې هم، لیکل او لوستل د لاسرسي وړ نه ده.
۳ – حتا ځینې روسي ژبي، ځینې لغاتونه ناسم کاروي.
۴ – د «to be» فعل یوازې په تېره او راتلونکې زمانه کې کارول کېږي.
ممکن عجیبه تر سترګو شي، روسي ژبي «to be» فعل په حال/ حاضره زمانه کې نه کاروي، مثلاً د I am student. پر ځای  I student=Я студент  وايي.
۵ – روسي ژبه د ملګرو ملتو د شپږو ژبو څخه یوه رسمي ژبه ده.
د ملګرو ملتونو نورې رسمي ژبې عبارت دي، له انګلیسي، اسپانیايي، چینايي، فرانسوي او روسي.
۶ – هېڅ روسي کلمه په “A”  توري نه پیلېږي.
۷ – Yellow-blue bus
که غواړئ په روسي ژبه ووایئ، مینه درسره لرم “I love you”، بسنه کوي په لوړ غږ ووايئ Yellow-blue bus . دا روسي عبارت د انګلیسي ژبې “I love you” ته ډېر ورته دی.
Я люблю Вас= I love you
۸: د لغات د ویلو طرز، د کلمې مانا بدلولای شي.
مثلا “я плачу” چې پر آخر سېلاب ټینګار دی، د “I pay”  په مانا ده او “”plachoo تلفظ کېږي.
خو ” я плaчу” چې په اول سېلاب ټینګار دی د “I am crying” په مانا ده او “plah-chu.”  تلفظ کېږي.
۹ – د فضایي سفر مینه‌‌وال یئ؟ روسي ژبه زده کړئ.
که غواړئ فضانورد/ ستور مزلي شئ، روسي ژبه یې یو له الزاماتو څخه ده. په وروستیو کې ناسا اعلان کړی، چې داوطلبان د علمي مدارکو لرلو تر څنګ باید روسي ژبې سره، بلدتیا ولري.
۱۰ – انګلیسان ۱۰٪ روسي ژبې سره بلدتیا لري.
۱۱ – روسي ژبه تقریباً ۵۰۰۰۰ زره لغات لري، چې له دې ډلې یې ۲۵۰۰ په دوامداره توګه کارول کېږي.
۱۲ – په روسیه کې د هر شخص منځنی نوم، د هغه د پلار نوم دی.
۱۳ – روسي ژبه، هند- اروپايي ژبه ده.
په دې مانا چې روسي ژبه د هغو ژبو چې په هند، ایران، لوېدیځه آسیا او اروپا کې خبرې پرې کېږي له ګاونډیانو څخه ده.
۱۴ – روسي ژبه کې د جملې جوړښت اهمیت نه لري.
په جمله کې د لغاتونو ترتیب اهمیت نه لري، مثلا «نن سپي پیشو ونیوله» جمله، په اته بېلابېلو ډولونو ویل کېږي.

  • Сегодня собака поймала кота.
  • Cобака поймала кота сегодня.
  • Поймала собака кота сегодня.
  • Сегодня собака кота поймала.
  • Собака кота поймала сегодня.
  • Поймала кота собака сегодня.
  • Кота поймала собака сегодня
  • Кота собака поймала сегодня

۱۵ – په روسي ژبه کې د «۱» عدد، له دې زیات تعداد او شمېر بیانولای  شي.
۱۶ – په روسي ژبه کې توري ۳۸ عدده دي.
۱۷ – د روسي ژبې الفبا، لاتینې الفبا ته ورته ده.
۱۸ – روسي ژبه د نړۍ د بډایه ادبي ژبو له ډلې ده. لئو تولستوی، فیوډرو، داستایفسکي، آنټون چخوف، الکسانډر پوشکین، میخائیل لرمونتوف، ماکسیم ګورکی، نیکلای ګوګول او ولادمیر ناباکوف د یادولو وړ دي.
download.jpg
سرچینه: satraa.com