سیاسي هوکړه او د خلکو غبرګونونه

رنګین تجريدي ډیزاین
یاران May 17, 2020 /ولمه ځلا

د ولسمشر محمد اشرف غني او د پخواني اجراييه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ شته کړکېچونه د نیم واک وېشلو او جنرال دوستم ته د مارشالۍ په رتبه ورکولو پای ته ورسېد.
نن د (۲۸ غويي) د ولسمشر اشرف غني او پخواني اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړې د ټاکنو د وروستیو پایلو تر اعلانېدو دوې میاشتې وروسته د واک پر نیم وېشلو او د جنرال دوستم ته د مارشالي رتبې ورکولو سره لاسلیک شوه.
په هېواد کې د ولسمشریزو ټاکنو وروستیو پایله کې محمد اشرف غني د دویم ځل لپاره د هېواد ولسمشر اعلان شو، خو پخواني اجراييه رییس دغه پایله ونه منله او د ټول‌شموله په نامه حکومت یې رامنځته کړ.
د کب په ۱۹ مه د ولسمشر محمد اشرف غنی د لوړې مراسمو تر څنګ په اجراییه ریاست کې ډاکتر عبدالله عبدالله هم خپل د لوړې مراسمې ترسره کړل او ټولشموله حکومت یې اعلان تر هغه وروسته یې په ځینو ولایتونو کې هم والیان وګمارل.
په هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو سره سم شته کړکېچونو خلک او نړیوال اندېښمن کړي ول.
د امریکا تر څنګ ګڼو نورو هېوادو او اداردو له سیاسي مشرانو غوښتنه وکړه چې سیاسي کړکېچونو ته د پای ټکی کېږدي او د بین الافغاني خبرو لپاره د زمینې برابرولو او د کرونا وبا سره پرمبارزې یې ټینګار کاوه.
په هېواد دننه بیا یو شمېر سیاسیونو هم دغه کړکېچونو د پای ته رسېدو لپاره دېرې هلې ځلې وکړې چې ان په ولسمشر یې د نوې کابینې، پر مهمو بستونو او د والیانو ګمارنو لړۍ هم بند کړه.
په یاده شوې هوکړې کې پخواني اجراييه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله ته د ۵۰ سلنه واک ورکول، د سولې د مصالحې شورا مشر، شریکانو ته یې کابینه کې ځای ورکولو او جنرال دوستم ته د مارشالي رتبه ورکول راغلي دي.
تر دې وروسته به ډاکتر عبدالله عبدالله د کابینې غړو ګمارلو کې ۵۰ سلنه ونډه لري او که چېرې کوم کس د ولسمشر له لوري لرې کیږي باید کس له مرجع وروپېژاندل شي.
خو د واک وېش بیا په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو سخت غبرګونونه راپارولي دي او پر ولسمشر محمد اشرف غني یې نیوکې کړې دي.
خبریالې هیلۍ اسد پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي: “مقصد، چې نن ورځ مو په یاد وې او بیا هېڅکله په تېروتنه هم د سیاسیونو په خاطر په خپل منځ کې جنګ او سپکې سپورې ونه ګړئ.
ریاض شفق بیا لیکلي: “تجارت زما په وینو پاچا وکړ، د لکونو پښتنو قاتل مارشال شو.
ایمل ګلاب یې بیا تاریخي ننګ بولي: “د هېواد په تاریخ کې یوه بله بې ننګي ثبت شوه! دا د تاریخ ستره بې عزتي دې عبدالغني ته مبارک وي.
طارق الهام بیا داسې لیکي: “ګډوله حکومت دویم ځل هوکړه لاسیک شوه.
تورپېکۍ ځلا بیا په خپل فېسبوک لیکلي: “غني او عبدالله به د کوم وجدان په اساس طالب ته وايي چې راشه اساسي قانون ومنه.
دغه راز د ډاکتر عبدالله عبدالله پر ټوټېرد ټول‌شموله حکومت ولسمشر پر ځای د سولې او بیا پخلاینې د عالي شورا مشر لیکلی شوی دی.
د ډاکتر عبدالله عبدالله د ټوېټر پر پاڼه د هوکړې ټويټ ته هم خلکو غبرګون ښودلی دی
میوند عبدالله ورته لیکلي: “نه ته شرم لرې او نه هم غني.
خو د اشرف غني پر پاڼه بیا هېڅ تر اوسه نه دي خپاره شوي.
د سولې لپاره د امریکا ځانکړي استازي زلمي خلیل زاد او دغه راز د نورو سیاسیونو پر ټوټېر پاڼو تر اوسه هېڅ د یادې سیاسې هوکړې په اړه څه نه دي خپاره شوي.