جومات الاقصی؛ د مسلمانانو لپاره درېیم مقدس ځای

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
ژباړه: حمیدالله حمیدي

جومات الاقصی هغه پخوانی جومات، چې زرکلن تاریخ لري او د مسلمانانو لپاره درېیم مقدس ځای بلل کېږي. دغه جومات د (اورشلیم) په جنوب ختیځه برخه کې موقعیت لري.

مسلمانان هغه سیمې ته چې (جومات الاقصی) او (قبته الصخره) په کې موقعیت لري درېیم حرم شریف هم وایي.
ډېره کله خلک د قبته الصخره او د جومات الاقصی د ګنبدې توپیر نه شي کولی په داسې حال کې چې د جومات الاقصی د ګنبدې رنګ شین او د قبته الصخره رنګ طلایي دی.
د اسراء سورت په لومړي آیت کې د جومات الاقصی یادونه هم شوې ده، چې اصلي اشاره یې له جومات الحرام څخه جومات الاقصی ته د حضرت محمد ص د معراج د شپې سفر دی.

په ډېری احادیثو کې راغلي، چې دغه جومات له بیت الحرام څخه ۴۰ کاله وروسته د خدای پاک په امر جوړ شوی دی. جومات الاقصی د دوو حاکمانو عبدالملک بن مروان او ولید بن عبدالملک تر خلافته پورې ډېر پراخوالی نه درلود او هغه وخت د حرم قدسي شریف په نامه یادېده.
په ۶۹۱م کې عبدالملک بن مروان د جومات د پراخوالي لپاره هڅې وکړې او د جومات اوسنۍ بڼه یې جوړه کړه. جومات الاقصی ۱۱دروازې لري، چې اووه دروازې یې په شمالي برخه کې، یوه دروازه په شرقي برخه کې، دوه دروازې په غربي برخه کې او یوه دروازه یې جنوبي برخه کې موقعیت لري.