ژباړه او زیاتونه: صدیقه پوپلزۍ
ټیکنالوژي د اطلاعاتو، وسایلو او تخنیکونو هغه ټولګه ده، چې د علمي تجربې بڼې څخه سرچینه اخلي، او د عملي تولیداتو، سیسټمونو او هراړخیزو خدمتونو په بڼه ارایه کېږي.
د دې تعریف نه دا جوتېږي، چې ټیکنالوژي لومړۍ علمي بڼه لري او وروسته عملي بڼه خپلوي، چې د ژوند هر اړخیزې برخې چاپېره کوي.
انسان په لومړیو کې د ارتباط جوړولو لپاره د لمس کولو څخه او د مخ حرکاتو څخه ګټه اخیستله، وروسته له یو څه وخت څخه د دود او(لوګی) او ډول(طبله) څخه د اړیکو نیولو لپاره کار اخیستل، چې دا اړیکه نیول ډېر محدوده وه.
یو څه موده پس انسان وتوانېد په ژبني ډول سره اړیکې ونیسي، چې نړۍ یو ژبنۍ نظام ته ننوت. دې لړۍ تر ۱۴۵۳م پورې دوام درلود. او په دې نظام کې اورېدو او لیدو ته ډېر ارزښت ورکول کېده او خلکو د اړیکو لپاره له پنځو حواسو څخه کار اخیسته، چې دا لړۍ هم د ستونزو سره مخ شوه بیا څه ناڅه ۷۰۰ کاله مخکې له میلاده په یونان کې یوه لویه اختراع د الفبا توري وه. چې دغه کار په اړیکه نیولو کې لکه یو لوی انقلاب وو.
د غږېدو او د احساساتو د څرګندولو لپاره، وروسته د سواد (لیکل، لوستل) منځته راتګ، د کاغذ منځته راتلل او صنعت د نړۍ په پرمختګ کې اغېزمن وو.
د چاپ منځته راتلل د (ګوتنبرګ) په وسیله وو دا کار د دې لامل شو چې له انسان سره دې مخامخ اړیکو د لیکنو ارتباط هم ټینګ کړي، چې دې لړۍ ۳۸۰ کاله دوام وموند.
د ۱۵ پېړۍ په دویمه نیمایي کې د چاپ صنعت ډېر په چټکۍ سره پرمختګ وکړ. چې بیا رسنۍ منځته راغلې، چې په ۱۶ پېړۍ کې د افکارو په خپرېدو کې ډېر اغېزمن وو.
د لیکلو پیغامنو لړۍ هم یو انقلاب و. په دې برخه کې د مطبوعاتو منځته راتګ د ۱۷ پېړۍ په لومړیو کې او د یو انقلاب په توګه د ۱۹ پېړۍ په دویمه نیمایي کې او د ۲۹ پېړۍ په لومړیو نیمایې کې وو.
د دې پرمختګونو په وخت کې د اطلاعاتو د رسولو لپاره د اسونو څخه ګټه اخیستل کېده، چې ډېر څه په لږ وخت کې سرته ورسوي او له کوترو څخه هم کار اخیستل کېده.
بیا له یو څه وخته وروسته برق او د تلګراف منځته راتلل په ۱۸۳۲م کې د ساموئل مورس انګلیسي شخص په واسطه وو، چې د لومړي ځل لپاره انسان وتوانېد په ډېر چټکۍ او لږ وخت کې په ډېرې مسافې سره خپل اطلاعات ولېږدوي.
د تیلفون په اختراع سره په کال ۱۸۷۶ کې د (الکساندر ګراهام بل) او (توماس واستون) په واسطه یو لوی انقلاب منځته راغی. چې د دې اختراع په واسطه انسان وتوانېد په لږ وخت کې تر زر ګونو مسافې خپل غږ او خبرې یو و بل ته ولېږدوي.
د ۱۹ پېړۍ په وروستیو کې د راډیو په رامنځته کېدو او د ۲۰ پېړۍ په لومړیو کې انسان الکترونیکي دورې ته پښه کېښوده.
بیا د ګوګلیمو مارکوني په واسطه د بیسیم او د راډیویي دستګاه په اختراع سره اطلاعات په حیرانوونکې ډول سره تر ډېرو لرې ځایونو خپاره او ورسېدل. او بیا سینما منځته راغله.
د ۱۹ پېړیو په وروستیو کې او د ۲۰ پېړۍ په لومړیو کې د عکاسۍ او فیلم اخیستنې فن رامنځته شو. بیا د ټلویزیون راتلل، او څو مودې وروسته په روسیه کې (پویوف) د فکرونو په ګټه اخیستنې سره په ۱۹۵۷ کال کې د لومړي ځل لپاره (قمر مصنوعي) د (اسپوتونیک) په نامه د ځمکې مدار ته ولېږل شو.
او همدارنګه په وروسته وروسته کې ټول انسانان ټیکنالوژي او د هغې تغییرات ورځ په ورځ د ژوند ښهوالي او د خپلې ګټې په موخه کاروي، چې اوس د رباط نړۍ ویل کېږي. او انسانان هم انساني رباط په ډول پېژندل شوي او د همدې ټیکنالوژي موثریت او اغېزې په ورځني ژوند کې دا برخې رانغاړي:
په کسب وکار کې، د مصنوعي زیرکتیا څخه کار اخیستنه، سټلایټ حسابداري، د ماشین زدهکړه، وړاندوینه، د معلوماتو او اطلاعاتو ذخیره کول، زدهکړه، په دفتر کې ټولنیزې سوداګرۍ، اخیستل، پلورل همداسې نور هر کار د ټیکنالوژي په وسیله ترسره کولای شو.
ټیکنالوژي زموږ ژوند ګرد چاپېره کړی دی، چې دغه نوښت او ټکنالوژي پاچا په ډول او انسانان د هغه غلامان دي، مګر یو ځیرک غلام کولای شی خپلې غوښتنې پر پاچا ومني.
همدارنګه ټیکنالوژي هم مثبتې او هم منفي اغېزې لري.
مثبتې اغېزې
۱ـ ټیکنالوژي د زدهکړې نوي بڼې په جوړېدو کې مرسته کوي، لکه انلاین درسونه.
۲ـ ټیکنالوژي د ارتباطاتو بڼې ته بدلون ورکړی، لکه موبایل، انترنیټ،کمپیوټر، ټولنیزې شبکې، تصویري غونډې او داسې نور.
۳ـ د ټیکنالوژي اغېزې د انسان پر کړنو، نوښتګري، ذهني پرمختګ او کړکېچنې وسیلې څخه ډېر په ساده ډول ګټه اخیستل دي.
۴ـ د ژوند کړنلارو بدلون او د ژوند د تګلارې بدلون د ټیکنالوژی له امله منځته راغلي.
۵ـ ټیکنالوژي په کاري ژوند کې ډېر توپیرونه راوستي، یعنې وګړو ته د کار په برخه کې یې سهولتونه منځته راوړي.
۶ـ د سټلایټ له لارې او فضايي لیکې په واسطه د معلوماتو ذخیره کول.
۷ـ ټیکنالوژي د انسانانو توقوع ډېروي.
۸ـ په ټوله کې ټیکنالوژي له موږ سره مرسته کوي چې خپل کارونه په اسانه توګه ترسره کړو، که درس وي او یا هم که نورې دفتري چارې وي. او کوم وخت که کوم معلوماتو ته اړتیا ولرو له همدې اسانې لارې څخه ترلاسه کولای شو.
منفي اغېزې
۱ـ د انسانانو د تفکر محدودول: ځکه هر څه تیار د انټرنیټ څخه اخلو، نور نو ډېرې څېړنې نه کوو.
۲ـ د انسان د چاغښت لامل ګرځي: ځکه فعالیت کمېږي او هم یوې څېړنې ښکاره کړې، چې د ټلویزیون لیدلو پر وخت د انسان اشتها زیاتېږي.
۳ـ دا چې د ټیکنالوژي په وسیله هر څه ژړ او اسانه ترلاسه کوو، نو زموږ صبر هم کمېږي.
۴ـ د جي پي ایس ډېره ګټه اخیستنه د اوږدمهالې حافظې د ضعیفوالي لامل کېږي.
۵ـ د سمارټ فون څخه ګټه اخیستنه د خوب پر مهال د خوب د ګډوډۍ سبب کېږي او د خوب وخت ته هم بدلون ورکوي.
۶ـ ګوګل مغز ټنبل کوي.
د دې ټولو منفي او مثبتو اغېزو سره ویلی شو چې د ۱۹۸۰ لسیزه کې د نوې لړۍ او د اطلاعاتو رسونې په برخه کې یو لوی بدلون سره مخامخ شو، او دا لړۍ د یوې لویې او لرې ټولنې څخه په یوه وړوکي ټولنې بدله شوه، خو موږ باید تل هڅه وکړو چې د ټیکنالوژي څخه خپل د پرمختګ او مثبتو لارو کې ورڅخه ګټه واخلو.