فبروري 27, 2021

عالم صحابي حضرت علي رض؛ هېچا ته تمه مه لرئ…

ژباړه: ملیحه ناصري

علي بن ابوطالب، بن عبدالمطلب، بن هاشم، بن عبد مناف لومړنی ماشوم و چې مسلمان شو. دا وخت علي رض لس کلن و.
د حضرت محمد ص د رحلت پر وخت ۳۳ کلن او چې کله شهید شو ۶۳ کلن و.
څلور کاله او اته میاشتې او ۲۲ ورځې یې خلافت وکړ.
د محمد ص له لور بي بي فاطمې سره یې واده کړی و چې له هغې یې دوه زامن هم شول، یو حسن او بل یې حسین نومېده. تر فاطمې وروسته یې نور ودونه هم کړي و. ټول اولادونه یې ۲۹ وو، ۱۴ زامن او ۱۵ لوڼې.
ظاهراً غنمرنګی و، د سر وېښتان یې دومره کم و چې یوازې شاتنۍ برخې یې ویښته لرل. تکې تورې سترګې یې وې. پلنې اوږې یې وې، مټې او بازوګان یې غټ غټ وو. تقریباً څورب او چاغ و. قد یې میانه او مالګینه څېره یې وه.

د شهادت کیسه یې

ابن ملجم کوفې ته راغی. دلته یې د قطام په نامه ښکلې مېرمن ولیده او زړه یې داسې پرې بایلود چې خپله آره موخه ترې هېره شوه. لاړ دا کیسه یې قطام وکړه او د واده وړاندیز یې ورته وکړ. قطام ورته وویل چې نور هېڅ نه غواړي، خو یوازې د دې مهریه به بشپړه ورکوي. ابن ملجم د مهریې د څومره والي ترې وپوښتل. قطام ورته وویل چې مهریه یې ۳۰۰۰ دینار، یو مریی او د علي وژل دي.
ابن ملجم ټول ومنل، خو د علي له وژلو یې انکار وکړ. هغې ترې وپوښتل چې د دې انکار لامل یې څه دی. ابن ملجم ورته وویل: “که علي ووژنم زه هم وژل کېږم، يانې ته زما ژوند نه غواړې؟
قطام ورته وویل: “که ژوندی پاتې شې زما زړه به وګټې، که مړ شې تر دنیوي نعمتونو غوره هغه له خدای سره شته چې درباندې پيرزو به شي.
ابن ملجم: “قسم پر خدای پر خدای د علي وژلو ته راغلی وم.
هماغه و چې سهار وخته یې د سهار لمانځه مهال د جومات له وره سره پر علي رض برید وکړ او هغه یې سخت ټپي کړ. خلک راټول شول ابن ملجم یې ونیوه. علي رض ته یې ورووست. علي رض ته یې وویل چې خونبها ترې واخلي.
هغه ورته وویل: “که ژوندی پاتې شوم خپله به یې په اړه یو قضاوت وکړم، که مړ شوم همداسې یې ووژنئ لکه زه یې چې ووژلم.
دوې یا درې ورځې وروسته علي رض له دې نړۍ وکوچېد.

د عالمانه خبرو بېلګې یې

هېڅکله د ریا او شهرت په موخه کار مه کوئ! څوک چې پرته له خدایه بل څه/ کس ته کار وکړي، خدای یې همغه ته ور پرېږدي.
زما به پنځه خبرې نه هېروئ:
۱- هېڅ چاته تمه مه لرئ، یوازې له خدایه یې غواړئ؛
۲- له هېڅ شي وېره مه لرئ، پرته له ګناه او د خدای له امره له سرغړاوي؛
۳- د هغه څه په اړه له پوښتلو مه شرمېږئ چې نه پرې پوهېږئ؛
۴- عالمان چې پر کومه خبره پوه نه شول، والله اعلم ویلو نه دې نه شرمېږي؛
۵- صبر د ایمان برخه او مثال یې په کړنو کې کې لکه پر بدن سر داسې دی.
۶ – خیر او نېکمرغي په شتمنۍ او ډېر اولاد کې نه ده. اصلي ښېګڼه هغه ده چې پوهه او زغم دې ډېر شي، د رب ج عبادت وکړې، که بد کار دې وکړ له خدایه بښنه وغواړې، که ښه کار دې وکړ د خدای ستاینه وکړې؛
۷ – هڅه وکړئ چې خدای مو اعمال ومني، ځکه هغه کار چې د الله ج خوښ وي، کم او بې ارزښته نه دی؛
رښتینی دیني عالم هغه دی چې خلک د الله ج له رحمته نه ناهیلي کوي. له عذابه یې ناخبره نه ساتي، خپله به له قرانه مخ نه اړوي او د خلکو لاس ته به یې نه اچوي. عبادت بې علمه، علم بې پوهې او درکه، بې سوچ/ تفکره د قران تلاوت بې ګټې دی؛
۸ – جهاد څلور ډوله دی
امر بالمعروف؛
نهی عن المنکر؛
په جګړه کې رښتینولي؛
له فاسق سره دښمني.
۹ – خپلو افکارو ته مو پام وي چې پر وینا بدلېږي، وینا ته مو پام وي چې پر کړنو بدلېږي، کړنو ته مو متوجه اوسئ چې پر عادت مو اوړي.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*


وروستي مطالب