په هغه دنده کې چې ترې راضي نه یاست، انګېزه پیدا کړئ

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
ژباړه: عطامحمد میاخېل

آیا له خپل کار څخه بېزاره یاست، خو په بېلابېلو دلایلو سره یې نه شئ پرېښودلای او په جبري توګه دوام ورکوئ؟
که تر دې دمه مو د مشهورو کار رامنځته کوونکو او یا په کار و بار کې د با استعداده کسانو کیسې لوستي وي، نو دې متوجه کېږئ، چې هغوی د یوې ګډې ځانګړتیا لرونکي دي. دې کسانو په کار ځای کې د لټۍ او ټنبلۍ احساس کاوه او بدلون ته یې اړتیا درلوده، چې وکولای شي د هغې دندې په تګلوري کې چې له شوره ډک وو، خپل ځان مېشت کړي.
ځینو کسانو له ځنډ پرته خپله دنده پرېښوده، په خپل کار و بار کې یې بدلون رامنځته کړ او د هغې دندې د موندلو لپاره یې هڅې وکړې، چې ورته ښه او غوره وه. په دې حالت کې، هرڅوک د دې کار لپاره مالي ثبات نه لري او باید  په خپل اوسني کار کې پاتې شي، چې وکولای شي د خپل ژوند لګښتونه پوره کړي. دا کسان په داسې حال کې چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکوي، یو، اړخیز کار ترسره کوي او یا خپل ځان ته په بل صنعت کې لاره هواروي.
آیا اوس د خپل کار د ترسره کولو لپاره،  له ستونزو سره مخ یاست؟ که داسې وي؛ دلته څو ټکي شته، چې له تاسو سره د کاري انګېزې په موندلو کې مرسته کوي.

۱ ـــ ذهن مو په خپلې موخې باندې متمرکز وساتئ

په کار کې د پاتې کېدو لپاره تر ټولو غوره لاره دا ده، چې پوه شئ ولې دا کار ترسره کوئ او موخه مو باید په بشپړه توګه مشخصه وي. که د کار کولو لپاره، په خپلې واقعي موخې باندې ډاډه نه یاست، نو پوه شئ، چې تاسو یوازې نه یاست، حتا که فکر کوئ، چې د ګټې ترلاسه کول، ستاسو اصلي موخه ده، باید په ژوره توګه فکر وکړئ او له ځانه وپوښتئ، چې ولې.
ولې ستاسو لپاره د پیسو ګټل مهم دي؟ آیا له خپلې کورنۍ څخه د ملاتړ لپاره؟ یا دلیل یې دا دی، چې د خپل کاروبار د جوړولو لپاره پیسو ته اړتیا لرئ؟ د خپل کار د ترسره کولو د دلیل ریښه پیدا کړئ او دا موخه په کار کې ستاسو په انګېزې باندې بدلېږي.

۲ ـــ د خپل موقعیت مثبت اړخ پیدا کړئ

مهمه نه ده چې څه مسلک لرئ، هره دنده مثبت اړخونه لري. ستاسو کار څه، له نورو سره د مرستې لپاره، چې په کارو بار کې یې ارزښت رامنځته شي او څه له هوښیارو خلکو سره د اړیکې د ټینګښت په خاطر وي؛ ډاډه اوسئ په خپل کار کې به داسې یو څه پیدا کړئ، چې ورسره مینه لرئ.
سپارښتنه کېږي چې کېنئ، ۳ هغه څیزونه، چې دمګړۍ په خپل کار کې ترې خوند اخلئ، یاددښت کړئ. که کولای شئ لا ډېر موارد پرې ور زیات کړئ، نو ښه ده. که یوازې کولای شئ ۳ مواردو ته اشاره وکړئ او یا حتا نه شئ کولای، چې  دا ۳ موارد هم بشپړ کړئ، هېڅ ستونزه نه لري.
کله مو چې خپل لیست پای ته ورساوه، کله چې کار ځای ته ځئ، نو یاد لیست له خپل ځان سره ولرئ او هغه په داسې یوه ځای کې را ځوړند کړئ، چې وکولای شئ په پرله‌پسې توګه ورته وګورئ. کله چې د ناهیلۍ، ناخوښۍ او نارضایتۍ احساس کوئ، د هغو څیزونو لړ لیک ته، چې په خپله دنده کې ورسره مینه لرئ، وګورئ او پرې تمرکز وکړئ، کله چې وکولای شئ مثبت اړخونه پیاوړي کړئ، تر ډېره به په خپل موقعیت کې د ارزښت په وړاندې کولو باندې تمرکز وکړئ، حتا که په بشپړه توګه د دې کار له ترسره کولو څخه خوشاله ونه اوسئ.

۳ ـــ په خپلو موخو او دا چې کار مو څنګه له تاسو سره مرسته کوي، چې هغو ته ورسېږئ، تمرکز ولرئ

که په خپل کار کې د لټۍ او ټنبلۍ احساس کوئ، خپل بل مقام پیدا کړئ او هغه ته د رسېدو د څرنګوالي په باب نقشه جوړه کړئ. د دې کار ترسره کول له تاسو سره مرسته کوي، چې وکولای شئ بل ګام پورته کړئ. پر دې موخو او پروګرامونو سربېره، بله موخه هم څاري او تاسو ته په اوسني کار کې مو انګېزه درکوي، دغه راز تاسو ته یادونه کوي، چې بشپړه موخه مو همدا کار دی، چې دمګړۍ یې ترسره کوئ.
په پای کې، په داسې حال کې، چې د خپلو وتلو پروګرام جوړوئ؛ اوسنۍ دنده مو د ثابتې ګټې د خوندیتوب لپاره یوه ساده او آسانه لاره ده، د اړتیا په صورت کې د خپلو موخو لیک لړ یا د خپلې اوسنۍ دندې موخه ولرئ، چې تاسو ته یادونه وشي، چې د څه څیز په لټه کې وئ، داسې چې تل به یې په یاد راوړئ، چې له خپلې دندې سره مینه نه لرئ، خو په اوس کې ترسره کول یې ستاسو لپاره اړین دي.
تاسو دغه راز کولای شئ، یو مهالوېش په واک کې ولرئ چې په هغه کې د هغې نېټې لپاره ورځې وشمېرئ، په کومه کې چې خپله دنده پرېږدئ او خپل ځان ته انګېزه ورکړئ. دا کار د دې سبب ګرځي، چې تر هغې ورځې پورې سخت کار وکړئ، چې وکولای شئ دا دنده تر شا پرېږدئ او د خپلو خوبونو دنده ترلاسه کړئ.

۴ ـــ کوچنیو دندو ته په لاسرسي سره، په کار کې د بریالیتوب احساس وکړئ

د هغه څیز په اړه فکر وکړئ، چې په خپل موقعیت کې مو د وروستي ځل لپاره ترلاسه کړ. ښه احساس مو درلوده؟ مهمه نه ده، چې په کومه اندازه له خپلې دندې څخه بېزاره یاست؛ بریا ته رسېدل، په کار پورې اړوند دندو په ترسره کولو او هغو ته د پېژندلو او هڅولو لپاره د شور او هیجان سبب ګرځي.
کله چې کوم څوک په دنده کې د لټۍ او ټنبلۍ احساس لري، ډېره لرې خبره ده، چې په کار کې په بریا باندې متمرکز شي.
کوچینو او ساده دندو ته په لاسرسي سره، په خپل ځان کې د بریا احساس رامنځته کړئ، کله چې په خپل کار کې بریالی یاست، نو له هغه سره به ډېره زیاته مینه او لېوالتیا ولرئ. بریا ته په لاسرسي سره، له خپل کار سره به لا ډېره لېوالتیا ولرئ او که په هغه دنده کې، چې ورسره مینه نه لرئ، د انګېزې په را منځته کولو ستونزه شته، دا تګلوري ته د بېرته را ګرځېدو لپاره یوه غوره لاره ده.

۵ ـــ خپل احساسي کیفیت لوړ وساتئ

حتا که په خپله دنده باندې مئین هم واوسئ؛ په هغه صورت کې، چې احساسي کیفیت مو ټیټ وي، نو ښې کړنې به ونه لرئ. ښایي ډېر ستړي واوسئ، په خپل شخصي ژوند کې په کافي اندازه بوختیا ونه لرئ او یا په خپل کار ځای دننه او یا هم له هغه څخه بهر د ستونزو د تجربه کولو په حال کې یاست. دا موضوع به په منفي توګه ستاسو د کار په ټولو اړخونو باندې اغېزه وکړي.
کار ته له تګ څخه مخکې او حتا د ورځې په اوږدو کې، هڅه وکړئ، تر ټولو غوره احساسي کیفیت ولرئ. تاسو کولای شئ، خپلو هغو همکارانو ته په نږدې کېدو، چې ورسره مینه لرئ، یا له هغوی سره په مرسته کولو او له خپل یوه دوست سره په خبرو کولو سره یې ترسره کړئ. په خپل ځان باندې پام کول په کار باندې مو ډېره زیاته اغېزه کوي. دې ته پام وکړئ، که خوشاله واوسئ، نو په ښه توګه به کار وکړئ.

وروستۍ خبره

ښایي تل له خپل کار سره مینه ونه لرئ، خو کولای شئ، په خپل کار ځای کې د دندو د ترسره کولو لپاره اړینه انګېزه پیدا کړئ.
که په اوسني موقعیت کې مو د لټۍ او ټنبلۍ احساس وکړ او د انګېزې له ستونزو سره لاس و ګرېوان شوي یاست، له پورته پنځو ټکو څخه ګټه واخلئ، چې له تاسو سره مرسته وکړي، د دې کار انګېزه تر لاسه کړئ. سر بېره پر دې کولای شئ، غوره کړنې ولرئ او له کمزورې اغېزمنتیا او کمې ګټه اخیستنې څخه مخنیو وکړئ.