ژباړه: عطا محمد میاخېل
ښایي تر دې دمه د سمې مطالعې د اصولو او تګلارو په مراعاتولو سره د خپلې خوښې پایلې ته نه یاست رسېدلي، نو باید پوه شو چې د مطالبو په زده کولو کې، یو له مهمو ټکو څخه د درس لوستنې د سمو او وړ شرایطو رامنځته کول دي چې د مطالعې د اصولو په اندازه ارزښت لري.
په دې مقاله کې هوډ لرو چې د مطالعې لپاره مناسب شرایط په دریو وضعیتونو کې بررسي کړو، لکه له مطالعې مخکې، د مطالعې پرمهال او له مطالعې وروسته، البته باید پام وکړئ، چې د دې شرایطو مراعاتول، ډېر لګښت ته اړتیا نه لري او په ډېرې آسانۍ سره پوره کېدای شي.
د درس لوستنې لپاره مناسب شرایط
له مطالعې مخکې
په دې وخت کې، د مطالعې په خاطر د مناسبو شرایطو د رامنځته کولو لپاره مهمې کړنې ترسره کېږي، له دې امله، د لاندې اصولو او کړنو مراعاتول به د زدهکړې پر پایله خورا ډېره ښه اغېزه وکړي.
د مطالعې په خونه کې د نظم رامنځته کول
په یوه څېړنه کې، چې د زدهکړې په کچه باندې د چاپېریال اغېز بررسي شو، د پام وړ بېلګې تر سترګو شوې. له دوو کسانو څخه، چې کابو د هوښیارتیا یو شان ضریب او د زده کولو ورته وړتیاوې یې لرلې، وغوښتل شول، چې یو مطلب مطالعه کړي، له هغو څخه هر یو یې په بېلابېلو کوټو کې مېشت شول، چې یوه یې منظمه او بله یې نامنظمه وه، په پای کې هغه کس، چې په منظمه کوټه کې په مطالعه کولو باندې بوخت شوی و، په ښه او چټکه توګه یې مطلب زده کړی و او له ځانه یې د زده کولو ښه او اغېزمنه پایله څرګنده کړه.
په پایله کې د مطالعې د چاپېریال منظم اوسېدل به د مطالعې د نتیجې او کیفیت د ډېرښت سبب شي او د مطالبو په چټکه زدهکړه کې به اغېزمنه مرسته وکړي.
د مطالعې لپاره د آرامه ځای ټاکل
د ځورونکي شور ماشور شتون د زده کولو مخه نیسي او د مطالعې چټکتیا او کیفیت راټیټوي، نو د ګټورې او ښې پایله لرونکې مطالعې د لرلو لپاره، په هغه ځای کې مطالعه وکړئ، چې شور ماشور او غږونه نه وي، دغه راز دې ته هم پام وکړئ، چې په آرامه او بشپړه توګه خاموش چاپېریال کې مطالعه کول هم د دې سبب ګرځي، چې له ډېرو کمو او ټیټو غږونو سره هم حساسیت پیدا کړئ او ونه شئ کولای د ازمایښتي او کانکور په آزموینو کې خپل فکر متمرکز کړئ؛ له دې امله هڅه وکړئ چې خپل ځان په بشپړه توګه آرامه او بې غږه چاپېریال کې په مطالعې باندې مه روږدی کوئ.
د مطالعې په خونه کې د تمرکز د ګډوډونکو لاملونو نه شتون
د مطالعې لپاره یو ځانګړی ځای په پام کې ولرئ او هغه له هر ډول آلاتو او وسایلو څخه، چې د ګډودونکو حواسو سبب ګرځي، تش کړئ، نو د مطالعې لپاره یوه داسې خونه پام کې ونیسئ چې د لوبو وسایل، کمپیوټر، موبایل او پوسټرونه او… پکې نه وي.
د مطالعې په خونه کې د کافي رڼا شتون
سترګې د بدن د غړو له جملې څخه دي، چې په وسیله یې کولای شو لیکلي معلومات معز ته ولېږدوو، له هغه ځایه، چې سترګې د لیدلو لپاره کافي رڼا ته اړتیا لري، نو د مطالعې په خونه کې د کافي رڼا شتون، په زدهکړه کې یو له مهمو لاملونو څخه شمېرل کېږي. که په خونه کې رڼا کمه وي، نو سترګې ورو ورو ستړې او کمزورې کېږي او له فرد څخه د مطالعې د دوام لپاره مینه، لېوالتیا او انګېزه اخلي او په همدې ترتیب زدهکړنیز کیفیت راټیټېږي.
د مناسبې تغذیې ارزښت
یو بل له هغو شرایطو څخه چې له مطالعې مخکې باید رامنځته شي، خوړنیز رژیم ته پام کول دي، خوړنیز رژیم باید له مغذي او ګټورو موادو څخه ډک وي او د بدن لپاره د اړینو خوړنیزو توکو ټولګه رامنځته کړي، چې مغز ته اړینه انرژي جوړه شي، له بلې خوا دغه راز ډېر خوراک او په خوړو خوړلو کې له بریده تېری، د بې حالۍ او خوبولي توب سبب ګرځي او د مطالعې لپاره د فرد مینه او لېوالتیا راکموي.
د مطالعې لپاره د اړینو وسایلو شتون
له مطالعې مخکې، ټول هغه آلات او وسایل، چې د مطالعې لپاره ورته اړتیا لرئ، پر خپل مېز کېږدئ، چې د مطالعې پرمهال د چمتو کولو لپاره یې د درس لوستنې پرې کولو او له خپله ځایه پورته کېدلو ته اړ نه شئ، په دې کار سره به د مطالعې لپاره ډېر دقت او تمرکز ولرئ او ډېر کم وخت به له لاسه ورکړئ.
د مطالعې پرمهال
خپل فکر کنټرول کړئ
هڅه وکړئ چې د مطالعې پرمهال پرته له هغه مطلب څخه، چې مطالعه کوئ یې، د بل هېڅ څیز په اړه فکر ونه کړئ، مثلاً ټول ځیرک موبایلونه د رم لرونکي دي، کله چې په موبایل کې یو پروګرم پرانیستل کېږي، لومړی دستور رم ته لېږل کېږي، چې پروګرام بشپړ او ترسره شي، که چېرې ډېر شمېر پروګرامونه په هم مهالې توګه پرانیستل شي، له هغه ځایه، چې د رم محدود حجم ډک کېږي؛ داسې یو وضعیت را منځته کېږي، چې هغه ته Hang وایي، په دې حالت کې موبایل هېڅ کار نه شي ترسره کولای. د انسان مغز به هم، دې ورته حالت تجربه کړي، که چېرې په هم مهالې توګه په څو موضوعګانو باندې فکر وکړي، نه شي کولای، چې په هېڅ یوه یې اړین او کافي تمرکز ولري، له دې امله سپارښتنه کېږي، چې د درس لوستنې پرمهال خپله ډېره انرژي په یوه مطلب باندې د تمرکز کولو لپاره مصرف کړئ.
پوښتنه: کله وخت نه شم کولای، فکر مې کنټرول کړم او تمرکز له منځه ځي، په دې وخت کې څه باید وکړم؟
غوره ده، چې له مطالعې مخکې په خپل څنګ کې یوه پاڼه کاغه کېږدئ، چې د مطالعې پرمهال، کله چې بېلابېل افکار ستاسو تمرکز ځان ته را اړوي، په موقتي توګه له درس لوستنې څخه لاس واخلئ او په کاغذ باندې هغه موضوع یادښت کړئ، کومه چې ذهن ته مو راغلې ده. دغه راز له خپل ځان سره تکرار کړئ چې وروسته به پر دې موضوع تمرکز وکړم. د دې کړنې له څو ځله ترسره کېدو وروسته، مغز ورو ورو په یوې موضوع په متمرکز کېدو باندې عادت کېږي او ښه پایله به یې ووینئ.
پر مېز مطالعه
هرومرو ډېر ځله مو اورېدلي دي، چې د درس لوستنې لپاره تر ټولو ښه وضعیت او ځای، د مطالعې ځانګړی مېز دی. په ځمکه باندې ناستی، د ستړیا احساس د رامنځته کېدو سبب ګرځي او په اوږد مهال کې به د ملا په تیر باندې منفي اغېزې وښندي. دغه راز په تخت او اوږد غځېدلي حالت کې درس لوستنه به بې ګټې وي او ډېره کمه ښه پایله لري.
له مطالعې وروسته
په کافي اندازه استراحت وکړئ
له درس لوستنې وروسته ځان ته استراحت ورکړئ او د څو دقیقو لپاره اوږد وغځېږئ. دا کړنه مغز ته د وینې رسېدنې د ډېرښت سبب ګرځي او لوستل شوي مطالب په حافظه کې تثبیتوي، له دې امله غوره ده، چې له مطالعې وروسته اوږد وغځېږئ او فکر مو آزاد کړئ.
د خوږو خوړنیزو توکو مصرفول
مغز د خپل فعالیت لپاره ګلوکوز ته اړتیا لري، له دې امله، له مطالعې وروسته د وینې د قند غلظت کمېږي، نو د ګلوکوز د بیا موندنې لپاره، له خوږو خوړنیزو توکو څخه ګټه واخلئ، چې د نورو مطالبو د زدهکړې لپاره چمتو شئ. کېدای شي تر دې دمه مو له دې مواردو څخه ډېری یې د ښوونکو او ولدینو له خولې او دغه له ټلویزیوني خپرونو او نورو….. څخه اورېدلي وي، خو باید پوه شئ، چې د دې کړنو مراعاتول ډېر آسانه دي او ډېر زیات لګښت ته اړتیا نه لري او په بدل کې یې په زدهکړه باندې به حیرانونکې ښې اغېز ولري.