منار جام

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
  • لیکنه: صدیقه پوپلزۍ

منار جام له خښتو جوړ شوی، د نړۍ دویم منار دی، چې د غور په شهرک او ولسوالۍ کې تقریباً له اتو سوو کلنو څخه په برم سره ولاړ دی، چې د ۱۱۶۳ع څخه تر ۱۲۰۲ ع پورې د غوري پاچا «سلطان غیاث الدین غوري» له خوا ودان شو. د منار بېخ دایروي دی چې د یوه مدار تر پوره کېدو وروسته د دويم مدار د بهرنۍ خوا پلنتیا لږ شوې ده. دننه د منار لوړو پوړیو ته د رسېدو لپاره زینې جوړې شوې دي، په منار له سره تر پایه مستطیل، څلور کونجه، ولونه، ستوري او نور شکلونه په خټو کې ډېر په مهارت جوړ شوي دي. دغه ۶۲ میتره لوړ منار پر یوه مناسبه تنګاچه ولاړ دی چې د اټکل له مخې دوولس زره پخې خښتې پکې کارول شوي دي.
په دې کې دوې د لرګي ګېلرۍ او په سر کې یې د رڼا لپاره ځای جوړ دی. د ښکلا لپاره یې رنګینې کاشي خښتې کار کړې دي او په کوفي او نسخ خط یې قراني آیتونه پکې نقاشي کړي دي، چې د منار په سر کې د شهادت کلیمه او لاندې په دوو لیکو کې د سوره صف ۱۳ آیت لیکل شوی دی. په څلورمه لیکه کې د غیاث الدین محمد بن سام نوم، په پنځمه لیکه کې د غیاث الدین محمد نوم او د هګۍ په بڼه اتو اړخونو کې دننه په نسخ خط د دې منار د انجینیر نوم دی، چې نیمه برخه یې علي ابن… لوستل کېږي. د دې منار خبر په لومړي ځل په ۱۸۸۶ع کې یو انګرېز «ټامس هولدیخ» ورکړ چې د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحدونو ټاکلو لپاره هلته ورغلی و، خو تر ۷۰ کالو بیا هم د دې منار په اړه لږ خلک خبر وه.
په ۱۹۵۷ کې فرانسوي لرغون پوهانو اندري ماریچ، او ګاسټن وایټ د دې په اړه معلومات ولیکل. د پېړیو بې پروایۍ او سیلابونو بېره پیدا کړې چې دغه ۸۰۰ کلن تاریخي منار ښایي ویجاړ شي، دغه منار د ملګرو ملتونو له ګواښ سره مخامخ نړیوال کلتوري میراث په لست کې شامل دی.
منار ته تر ټولو ستر ګواښ دا دی چې د جام منار په یوه دره کې د سیند او جګو غرونو ترمنځ ولاړ دی او هلته ورتلل اسانه کار نه دی. په ۲۰۰۲ع کې دا د افغانستان هغه لومړۍ تاریخي نښه وه، چې یونیسکو ژغوړلې سیمه اعلان کړه چې یو مهال دغه ځای د نړیوالو سیلانیانو ترمنځ ډېر شهرت درلود، خو په سیمه کې د امنیتي ستونزو له کبله یې اوس ډېر کم خلک لیدلو ته راځي. د غور واکمن د یوولسمې میلادي پېړۍ راهیسې له افغانستانه علاوه د ایران ختیځ او د هند لوېدیځې سیمو کې واک درلود، خو د غیاث الدین د مړینې څخه وروسته په غوریانو کې نور داسې واکمن پیدا نشو چې خپل سلطنت وژغوري.
د شلمې پېړۍ زلزلو او د اوبو د نم له کبله منار اوس یوې خواته کوږ دی.
د غور سیمه‌ییز چارواکي د جام کلي له اوسېدونکو غواړي چې له سیلابونو د جام تاریخي منار ژغورلو لپاره اقدام وکړي. د جام کلي د فیروز کوه ښار ختیځ ته ۷۰ کیلومتره لرې پروت دی او د غوریانو د عصر مهم هنري شهکار، یانې د جام منار همدلته ولاړ دی.
په جام کلي او شاوخوا سیمو کې له ګڼو بارانونو وروسته سیلابونه راوتلي دي. ویل کېږي د سیند پراخېدو له کبله دغه منار بنسټ له ګواښ سره مخ دی.
د جام منار د ژغورلو لپاره دولت هڅه کړې، خو تر اوسه پوره اقدامات نه دي ترسره شوي.
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې ډېر ژر به له ایټالیا څخه یو متخصص د غور د جام د وضعیت د ارزونې لپاره هېواد ته راشي.