ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري
ریچارد سنټ جان نامتو ویاند وایي: “یوازې ښه چانس او ذکاوت یا هوښیاري د بریا لاملونه نه دي…” دی زیاتوي چې بریا هغه مهال زموږ ده چې له هغه کار سره مینه ولرو چې کوو یې.
ریچارد د ژوند یوه لسیزه د بریا د لاملونو پر مطالعې تېره کړې.
ده له پینځهسوو کسانو سره د هغوی د بریا په اړه خبرې کړې او د بریا رازونه یې ترې پوښتي وو. وروسته یې د هغوی ځوابونه ښه وسپړل او د بریا اته رازونه یې وموندل چې تقریباً ټولو بریالیو کسانو کې مشترک وو.
۱ – لېوالتیا یا د تګلارې انګېزه
د بریا لومړنی لامل لېوالتیا ده. بریالي کسان هغه کارونه کوي چې مینه ورسره ولري، یانې یوازې پیسې ګټل د دوی موخه نه وي. جالبه خو دا ده هر هغه کار چې د زړه په مینه وشي، بریا او پیسې دواړه راوړي.
۲ – کار مو تفرېح وګڼئ
دویم راز هڅه ده. هېڅ شی آسانه لاس ته نه راځي. هڅه او هاند پکار دی. بریالي کسان کار ته د تفرېح په سترګه ګوري او سمه هڅه ورته کوي. دا کسان پر کار روږدي نه دي، بلکې رښتینې مینه ورسره لري.
۳ – پرلهپسې تمرین
بریا په یوه ځانګړي او عجیبه فورمول پورې تړلې نه ده. یوازې د بریا لپاره تل همغه کار تمرین کوئ او بیا یې تمرین کړئ. که غواړئ لیکوال شئ، اړتیا نشته چې سمدستي د ستر لیکوال غوندې ښکلې مقاله خپره کړئ، وړه او له خپلې سویې سره سمه مقاله ولیکئ، خو تل یې لیکئ. یو وخت به دا وړې لیکنې له تاسو لوی لیکوال جوړ کړي.
۴ – پر یوه موخه تمرکز
د بریا بل لامل تمرکز دی. نورمن جیوسن نامتو فلم جوړوونکی وایي: “تمرکز د بریا لامل کېږي.” هو، هر کار مو چې کاوه، په هر وخت کې یوازې پر هغه کار تمرکز وکړئ چې پیل کړی مو دی.
۵ – هڅوونکې اراده
اوس د ارادې وار راغی. د سیند د علومو کارپوه دیوید ګالو وایي چې جسمي او روحي تکل سړی بریا ته رسوي. بریالي کسان ټینګه اراده لري، له شرم او خجالته ځان ساتي، پر نفس کلک باور لري او ځان پرې بریا ته رسوي. انسان ډېری وخت پر خپلو وړتیاوو شکمن وي، خو دا ګومان باید یقین نه شي.
۶ – د ارزښتناکه چوپړتیاوو وړاندې کول
د نورو خدمت کول د بریا شپږم راز دی. زیاتره ماشومان او ځوانان غواړي په راتلونکي کې میلیونران شي، نو هڅه باید وشي چې دې موخې ته رسېدلو لپاره نورو خلکو ته ارزښتناکه خدمتونه وشي، چې بریالي شي.
۷ – نوښتګر فکرونه
د میکروسافت مدیر بېل ګېټس وایي: “ما یوه فوق العاده مفکوره درلوده او غوښتل مې د شخصي او کورنیزو چوپړتیاوو د سافټویرونو یو شرکت جوړ کړم.”
د فوق العاده مفکورو منځته راوړل کوم حیرانوونکی کار نه دی. اصلاً د څو ساده پړاوونو په ترڅ کې دا مفکورې رښتیا کېدای هم شي.
۹ – د ستونزو پر وړاندې مقاومت
اوس د ستونزو او خنډونو پر وړاندې د مبارزې نوبت شو. تاسو باید د ماتو پر وړاندې پیاوړي شئ او مات نه شئ. روحیه مو مه بایلئ.
تاسو مقاومت وکړئ د ستونزو، نیوکو، رټنو، فشارونو او ځورونو پر وړاندې.
باور ولرئ که دا اته دلیلونه مو زده او پلي کړل، بریا ستاسو ده. پر ما باور وکړئ او دا اته کارونه مو د ژوند سرلیک کړئ.
نوټ: تر دې اتو لاملونو هاخوا یو قوي او ځواکمن لامل بل هم شته، هغه (توکل) دی. پر الله متعال توکل وکړئ، هېڅ وخت ناهیلي نه شئ.
دا ژوند دی، ځینې وخت سړی له آسمانه پر ځمکه ولي، خو ځینې وخت د آسمانونو لوړو ته مو پورته کوي، نو پر خدای توکل او پیاوړې اراده مه هېروئ.