د نړۍ له شتمنو لیکوالو سره اشنا شئ

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د لیکوالۍ په پیسو یا عوایدو ژوند کیدای شي د نړۍ له ترټولو ستونزمنو کارونو څخه وي.
که لیکوال وپوښتئ، چې څنګه لیکل کوي او څنګه یوازې په دې حق الزحمې یا پیسو ژوند کوي، ډېر زړه به درته وخوري.
له دې سره ټول لیکوال بېوزله او غریبان هم نه دي. یوه برخه استثنایي هغه یې د نړۍ په شتمنو خلکو کې هم حساب دي او د اقتصادي پياوړتیا له پلوه ریکارډونه لري.
دلته به د همدغو نړیوالو لیکوالو په اړه معلومات درکړو.
جفري آرچر – ۱۹۵میلیونه ډالره

جفري آرچر برتانوی لیکوال او سیاستوال و.
هغه له ۱۹۶۹ څخه تر ۱۹۷۴ پورې د برتانیې د پارلمان غړی او څه موده د محافظه کار ګوند مرستیال و.
هغه د سیاست ترڅنګ لیکوالي هم کوله او شتمني یې تر ۱۹۵ میلیونه ډالرو رسیده.
جان گریشام – ۲۲۰ میلیونه ډالره

جان گریشام امریکایي لیکوال و.
هغه هم مدافع وکالت کړی، هم د ایالتي پارلمان غړی و او هم یې خپله لیکوالي کوله.
د ده ناولونو زیات مینه وال لرل.
د دغه لیکوال شتمني ۲۲۰ میلیونه ډالرو ته رسیده.
نیگل بلکول – ۲۹۲ میلیونه ډالره

نیگل بلکول د وېرونکو ناولونو مشهور لیکوال و.
دا لیکوال د امریکا د تیکزاس ایالت اړوند و.
د ژوند په اړه یې زیات معلومات نشته، خو دومره ویل شوي چې له مېرمنې او یوې لور سره یې ژوند و.
د ده شتمني تر ۲۹۲ میلیونو ډالرو رسیده.
باربارا تیلور برادفورد – ۳۰۰ میلیونه ډالره

دغه برتانوي لیکوال له نوې ځوانۍ څخه لیکوالي پيل کړې وه.
د هغه ۳۵ ناولونه چاپ شوي، چې خورا زیات مشهور دي او د نړۍ مختلفو ژبو ژباړلي.
د دغه لیکوال شتمني تر ۳۰۰ میلیونو ډالرو اټکل شوې وه.
دانیل استیل – ۳۱۰ میلیونه ډالره

دانیل استیل په ۱۹۴۷ میلادي کال د نیویارک ښار کې دې نړۍ ته راغلی و.
دی خورا فعال لیکوال و. زیات ناولونه، سینمایي سناریوګانې او ډرامې یې لیکلې وې.
شتمني یې ۳۱۰ میلیونه ډالرو ته رسیده.
نورا رابرتز – ۳۹۰ میلیونه ډالره

دا لیکواله هم امریکایي وه. کتابونه یې زیات خرڅیدل او له همدې امله یې لوړه پانګه لرله.
د دې لیکوالې کتابونه تر ۲۰۰ زیات او شتمني یې ۳۹۰ میلیونه ډالرو ته رسیده.
استیون کینگ – ۴۰۰ میلیونه ډالره

استیون کینگ امریکايي لیکوال و، چې اثار یې تر ۲ سوو اوښتل.
هغه سلګونه ناولونه او سریالونه لیکلي. شتمني یې تر ۴ سوه میلیونو ډالرو پورې رسیدلې وه.
جیمز پترسون – ۵۶۰ میلیونه ډالره

جیمز پترسون امریکایي لیکوال و. هغه د نړۍ تر ټولو درېیم زیات شتمن لیکوال ګڼل کیږي.
دا لیکوال ژوندی دی، خورا مینه وال لري او له ناولونو یې ګڼ فلمونه جوړیږي.
د ده شتمني ۵۶۰ میلیونه ډالره اټکل شوې ده.
جی. کی. رولینگ – ۱میلیارد ډالر

دا لیکوال برتانوی او د هري پاتر د کتابونو د لړۍ له پیلونکو څخه دی.
د دغه لیکوال کتابونه د نړۍ ۶۵ ژبو ته ژباړل شوي دي.
هغه څو کاله مخکې په یوه نظر پوښتنه کې له روسي ولسمشر ولایمیر پوتین څخه وروسته د نړۍ تر ټولو ځواکمن او د ډېرو پلویانو لرونکی سړی اعلان شوی و.
د یاد شوي لیکوال پانګه تر یو میلیارد ډالرو رسیږي.
الیزابت بدنتر – ۱.۳میلیارده ډالره

الیزابت بدنتر مشهوره فرانسوۍ لیکواله، ټولنپېژندونکې او مدیره ده.
دا لیکواله مشهوره فیمینسټه هم ده او د زیاتو لیکوالو برعکس د خیالاتو پر ځای له واقعي مسایلو څخه پخپلو لیکنو کې ګټه اخلي.
د هغې پلرنۍ پانګه تر ۱۹ میلیارده ډالرو رسیده، خو خپله پانګه یې ۱.۳ میلیارده ډالره ده.