ژباړه: عطا محمد میاخېل
څېړنو ثابته کړې ده، هغه کسان، چې له مطالعې سره مینه لري، نو ډېر زیات ورزش کوي او له هغو کسانو څخه یې لېوالتیا زیاته ده، چې د نورو تګلارو په مرسته خپل ازګار وخت تېروي. کتاب لوستونکي خپل ډېر وخت په ورزشي لوبغالي کې تېروي، نو له دې امله له بشپړې روغتیا څخه برخمن دي.
وروستی کتاب مو چې لوستی نوم یې څه دی؟ که چېرې د وروستي کتاب د نوم په یاد راوړلو لپاره، له شک او تردید سره لاس و ګرېوان یاست، نو په احتمالي توګه ډېره مطالعه مو نه ده کړې او له ګټو څخه یې بې برخې پاتې شوي یاست.
ډېر زیات مو اورېدلي دي، چې مطالعه په ذهني وړتیاوو، روحیاتو او احساساتو باندې حیرانونکې اغېزې لري، آیا سمه ده؟
د دې لیکنې په دوام د مطالعې په ځینو ګټو باندې رڼا اچوو، له یاران وېب سایټ سره ملتیا وکړئ.
مطالعه اروایي فشار (سټرس) را کموي
کله چې اروایي فشار لرئ، کوم کارونه غوره ګڼئ، چې ترسره یې کړئ؟. پلی مزل کوئ؟ یا موسقي ته غوږ نیسئ؟ د ساسکس پوهنتون څېړنکو ډاډ ورکړئ، چې د اروایي فشار پرمهال باید مطالعه وکړئ. ترسره شویو څېړنو څرګنده کړې، چې مطالعه د موسیقۍ، پلي مزل او قهوې څکلو په پرتله، په اروایي فشار باندې د غلبې لپاره، تر ټولو غوره تګلاره ده. هغه کسان، چې تر ازمېښت لاندې نیول شوي، په ۶ دقیقه ایزې مطالعې سره، توانېدلي، چې خپل اروایي فشار را کم کړي.
مطالعه د بېخوبۍ درملنه کوي
ثابته شوې، چې مطالعه، آرامتیا او خوب ته د چمتووالي لپاره یوه ښه او اغېزمنه لاره ده. د موبایل او ټلویزیون رڼا مغز ته وایي، چې اوس د ویښېدلو وخت دی، په داسې حال کې، چې په کمه رڼا کې د کتاب مطالعه په بشپړه توګه توپیري اغېز لري، ځکه مغز دا تشخیصوي، چې اوس د ویده کېدلو او استراحت وخت دی.
مطالعه له موږ څخه نرم او مهربان انسان جوړوي
کله چې کتاب مطالعه کوئ، په ځانګړې توګه د کیسو کتابونه، نو له احساسي پلوه د کیسې ژورې ته ځئ او د کیسې له اتل سره احساسي اړیکه ټینګوئ. څېړنو ښودلې، هغه کسان، چې له احساسي پلوه، له کیسې سره اړیکه ټینګوي، په رښتینې او واقعي نړۍ کې مهربان او زړه خوږي انسانان دي.
مطالعه د مغز کړنې پیاوړې کوي
څېړنو څرګنده کړې، چې له مطالعې وروسته موږ انسانان لاپسې هوښیار او ځیرک کېږو. د کتاب له پای ته رسېدو څخه څو ورځې وروسته، زموږ په مغز کې مثبت بدلونونه رامنځته کېږي. پوهانو موندلې، چې د مغز په کړنو کې ښه والی، په مغز کې د سختو او شدیدو اړیکو او عصبي بدلونونو له امله دی، چې په عضلاتي حافظه کې را منځته کېږي.
مطالعه اندېښنه او خپګان له منځه وړي
د یوې وروستۍ څېړنې پر بنسټ، مطالعه له اندېښنې او خپګان سره د مبارزې یوه غوره تګلاره ده. په دې څېړنه کې راغلي، هغو کسانو، چې د خپلې اندېښنې او خپګان د له منځه وړلو لپاره، د خپله لوستونکي لارښود کتاب څخه ګټه اخیسته، له هغو کسانو څخه یې ډېر ژر وکولای شول، چې خپله اندېښنه او خپګان کم کړي، کوم چې کارپوهانو ته ورتلل.
مطالعه انسان جذابوي
په ډاډ سره ویلی شم، چې یو هوښیار، ځیرک او با سواده انسان، د نورو لپاره ډېر زیات جذابیت لري. هغه څوک، چې وکولای شي، په موضوع باندې هر اړخیز بحث وکړي، نو د نورو پام ځانته را اړوي او د نورو د ستاینې وړ ګرځي.
مطالعه موخې ته له رسېدو او په ستونزو باندې له غلبې سره مرسته کوي
هر څومره، چې ډېره مطالعه وکړو، نو په هماغه اندازه ځان د کتابونو د اتلانو په چوکاټ کې وینو او د هغوی چلندونه خپل ژوند ته را لېږدوو، په دې مانا ده، چې د یوه ښه کتاب د بېلګو په څارلو سره به خپلو موخو ته ورسېږئ او ستونزې به له منځه یوسئ.
مطالعه انسان ټولنیز کوي
کوم کسان چې مطالعه کوي، نو په بېلابېلو فرهنګي او ټولنیزو فعالیتونو کې د ګډون لپاره ډېره زیاته انګېزه لري.
مطالعه د حافظې او تفکر وړتیاوې پیاوړې کوي
هر کله چې مطالعه کوئ، نو په حقیقت کې ذهن ته مو تعلیم ورکوئ. کله چې له نویو کلمو سره مخامخ کېږئ، مفهموم یې پیدا کوئ او په لنډ مهالې حافظه کې یې زېرمه کوئ. څېړنو ثابته کړې، چې مطالعه د شخص د درک قوه له منځه تګ څخه ژغوري. کوم کسان، چې په مطالعې سره خپل ذهن را پاروي، نو په ښه توګه کولای شي، چې مغز ژوندی وساتي.
مطالعه د لغتونو کړۍ پراخوي
د مطالعې پرمهال له داسې کلمو سره مخامخ کېږئ، چې په عادي خبرو کې ترې ګټه نه اخیستل کېږي، حتا هغه کلمې، چې اصلاً مخکې مو نه دي اورېدلي او د دې کلمو په مانا باندې د کتاب له متن څخه پوهېږئ، له دې امله مطالعه نه یوازې ستاسو د لغتونو کړۍ پراخوي، بلکې پوهه او ادبیات مو هم پیاوړي کوي.
مطالعه د لیکلو مهارتونه پیاوړي کوي
کله چې مطالعه کوئ، نو په ناخبره توګه، د لیکوال د لیکلو له تګلارې څخه تقلید کوئ. لکه څنګه چې ځوان موسیقي پوه د یوه ځانګړي ژانر تر اغېزې لاندې راځي، ستاسو د لیکوالۍ تګلاره هم د هغو کتابونو تر اغېزې لاندې راځي، کوم چې مطالعه کوئ یې.
کتاب لوستونکي له بشپړې جسمي روغتیا څخه برخمن دي
څېړنو ثابته کړې، هغه کسان چې له مطالعې سره د زړه له کومې مینه لري، نو تر ډېره ورزش کوي او د هغو کسانو په پرتله ډېره لېوالتیا لري، کوم چې د نورو تګلارو په مرسته خپل ازګار وخت تېروي. کتاب لوستونکي خپل ډېر وخت په ورزشي لوبغالي کې تېروي، نو له دې کبله، له بشپړې جسمې روغتیا څخه برخمن دي.
مطالعه له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو روڼ اندي او له نورو سره دوستانه اړیکې ولرئ
ادبیات او کیسې ذهن د نویو نظریو او افکارو پرمخ پرانیزي او فکر ته پراختیا ورکوي.
مطالعه د بهرنیو ژبو له زده کړې سره ډېره زیاته مرسته کوي.
هغه کسان چې مطالعه یې عادت ګرځېدلی، نوي څیزونه په چټګه او آسانه توګه زده کوي. دا ښکارنده (پدیده) د بهرنیو ژبو په زده کړه کې ډېره زیاته څرګنده او روښانه ده.
مطالعه د اورېدلو په وړتیاوو باندې مثبتې اغېزې لري
که باور ولرئ او یا وې نه لرئ، مطالعه کولای شي د اورېدلو په وړتیاوو باندې اغېز وکړي او په نویو کلمو او ګرامرونو باندې پوهېدل آسانه کوي. که په لوړ غږ سره مطالعه وکړئ، دا اغېز لاپسې ځواکمنېږي.
مطالعه خلاقیت پیاوړی کوي
له ساده متنونو سره رنګین انځورونه، د ماشومانو په خلاقیت او هنري مهارتونو باندې مثبته اغېزه کوي. دا اغېز په ځوانانو باندې هم ښکاره او څرګند دی.
مطالعه د ژر رامنځته کېدونکې هېرې (آلزایمر) څخه مخنیوی کوي
کوم کسان، چې له مطالعې او د متقاطع جدولونو له حل کولو سره مینه لري، نو ډېر کم د هېرې (آلزایمر) په ناروغۍ باندې اخته کېږي. مغز هم د بدن د نورو غړو په څېر ورزش ته اړتیا لري او د هغه لپاره تر ټولو ښه او غوره ورزش مطالعه ده.
په لوړ غږ سره کتاب لوستنه، له ماشومانو سره ستاسو اړیکه پیاوړې کوي
ارواپوهانو دا منلې ده، که د خپلو ماشومانو لپاره په لوږ غږ کیسه ولولئ، نو له هغوی سره به ځانګړې اړیکې رامنځته کړئ، له دې امله هڅه وکړئ، چې تر ډېره خپلو ماشومانو ته کتاب ولولئ. البته د یادونې وړ ده، چې ټلویزیون یا دې ته ورته بل هر فعالیت نه شي کولای، چې په دې کچه اغېزمن وي.
مطالعه مرسته کوي، چې له مالي ستونزو سره مقابله وکړئ
د سواد د شمېرو پر بنسټ ۴۳ سلنه هغه کسان، چې لیکل او لوستل نه شي کولای د ۴ سلنه باسواده انسانانو په پرتله، له بېوزلۍ سره لاس و ګرېوان دي.
مطالعه په ښوونځي کې د ماشومانو له ډېر څه زده کولو سره مرسته کوي
هغو ماشومانو، چې له ښوونځي مخکې یې مطالعه کوله او په ټوله کې له مطالعې سره مینه لري، د ښوونځي درسونه په ښه توګه زده کوي. هغوی نه یوازې په لوستلو، بلکې په ریاضیاتو او ټولو علومو کې بریالي دي.
مطالعه په مجرمینو باندې مثبته اغېزه کوي
مطالعه د زندانیانو په منځ کې ، چې په زندان کې یې د سواد زده کړې دورې په بریالیتوب سره تېرې کړې وي، ۳۰ سلنه د جنایت تکرار را کموي.
مطالعه له تاسو څخه یو ښه وینا کوونکی جوړوي
هر څومره، چې ډېرې کیسې ولولئ، نو د کیسه ویلو مهارت به مو لاپسې پیاوړی شي. هغه کسان، چې تل د مطالعې په حال کې دي، نو په ښه توګه پوهېږي، چې د کیسې ویلو پرمهال اضافي او نا اړین معلومات لرې کړي او څنګه په ټولو اورېدونکو باندې اغېز ښندونکي واوسي. دې کسانو ته د نورو له خوا ډېر پام او توجه کېږي.
مطالعه له موږ سره د غوره نړۍ په جوړونه کې مرسته کوي
فعال کتاب لوستونکي تل د هغو کسانو په پرتله، چې مطالعه نه کوي، ډېر د خیر، ښېګڼې او دواطالبانه فعالیتونه لري، مطالعه له موږ څخه ښه انسانان جوړوي، چې تل له بېوزلو سره د مرستې لپاره چمتو دي.