د سرپرست حکومت غوښتنه په دې ورځو کې د یو شمېر ولسمشریزو نوماندانو لخوا بیا جدي شوې او اړینه ګڼل شوې ده.
دوی د دې حکومت جوړیدل له اوسنیو سیاسي ناندریو د وتو او د سولې، رڼو ټاکنو او سیاسي ثبات لپاره اړینه ګڼي.
خو په واقعیت کې د دغسې حکومت جوړیدل څومره معقوله، ممکنه او مشروع غوښتنه ده؟
دا ډول حکومت که احیاناً جوړ شي، افغانستان ته به یوه حل لاره او که به بله ننګونه وي؟
له دې حکومت جوړیدو پرته کومې لارې دي، چې افغانستان له اوسنیو سیاسي ناندریو او بې ثباتیو سمې خوا ته بیولی شي؟
په دې لیکنه کې به همدې ټکیو ته ځغلنده کتنه وشي.
معقوله که نامعقوله غوښتنه؟
د ولسمشریزو نوماندانو استدلال د سرپرست حکومت د جوړیدو په تړاو دا دی، چې د ولسمشر غني د کار موده د اساسي قانون له مخې د جوزا میاشتې په لومړۍ پای ته رسیدلې او دی نه شي کولای تر هغې وروسته د نوې دورې د ولسمشر تر اعلانیدو پورې د ولسمشر په توګه پاتې شي.
دوی ښاغلی غني تورنوي، چې له واکه هم د سولې د راتلو پر وړاندې د خنډ او هم په ولسمشریزو ټاکنو کې پخپله ګټه ناوړه استفاده کوي.
هغه څه، چې د ولسمشر نیږدې کسان یې ردوي او ناسمې ادعاوې یې بولي.
معترض ولسمشریز نوماندان دا هم وايي، چې د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته د ولسمشر غني او حکومت د کار دوام یې د اساسي قانون خلاف او نامشروع دی.
خو د ولسمشر پلویان بیا وایي، چې دغه حکومت که له لږ یا ډېر مشروعیت څخه برخمن دی، لږ ترلږه انتخابي رنګ او حیثیت خو لري.
د دوی په وینا د سرپرست حکومت پلویان دې وښيي، چې د اساسي قانون په کومه برخه کې د دغسې کوم حکومت وړاندوینه شوې وي؟
په دې برخه کې د سرپرست حکومت د مخالفینو استدلال بې منطقه نه دی.
له واکه ناوړه استفاده؛ حقیقت که تبلیغ؟
په دې کې هیڅ شک نشته، چې د ولسمشر غني ټیم له مختلفو لارو له واکه پخپله ټاکنیزه ګټه استفاده کړې او لا یې کوي.
د ټاکنیزو موخو لپاره د خپلو پلویانو پر لوړو څوکیو ګومارل، د مخالفینو ګوښه کول، له وخته مخکې ټاکنیز کمپاینوني دفترونه پرانیستل، د کمپایني موخو لپاره ولایتي سفرونه، له دولتي امکاناتو د خپل ټیم په ګټه استفاده او ګڼ نور هغه موارد دي، چې ولسمشر غني او ټاکنیز ټیم یې پرې تورنیږي او دوی هم سترګې پرې نه شي پټولی.
له دې سره په دې کې هم شک نشته، چې د ولسمشر غني مخالف نوماندان له دغو موضوعاتو څخه پخپله ګټه د ټاکنیزو تبلیغاتو استفاده کوي.
دوی کولای شي په دې اړه د زیاتو تاویلو ماویلو پرخای خپل شکایتونه په مستند ډول له ټاکنیزو کمیسونونو، څارونکو بنسټونو او حتا نړیوالو ادارو سره شریک او د حکومت د خپلسریو د مهار غوښتونکي شي.
خو دوی ظاهراً دا کار ځکه نه کوي، چې د دغه وضعیت د اساسي حل پرځای له حکومت سره د جنجال جوړولو نیت لري.
حل لاره څه ده؟
دا موضوع ګڼې حل لارې لري، خو داسې ښکاري چې نه یې ولسمشر غني او نه یې سیاسي مخالفین حلولو ته لېواله دي.
څه موده مخکې د ولسمشر غني د حکومت شریکوال او ولسمشریز نوماند ډاکټر عبدالله، چې هغه هم پر ولسمشر ورته کنایوي نیوکې لري، وویل دوی حاضر دي چې له ولسمشریزو نوماندانو سره د اندیښنو په اړه یې وغږیږي.
د ولسمشر نیږدې کسانو هم ورته تیاری وښود، خو تراوسه نه ولسمشر او نه یې مخالفو نوماندانو د دغو خبرو لپاره د زمینه سازۍ ابتکار وکړ.
په دغسې وضعیت کې به غوره وي، چې پر څو ټکیو توافق وشي:
ـ د حکومت پر لوړو څوکیو د ګومارنو او انفکاک مسئله دې وځنډول شي.
ـ یو مشترک کمیسون دې د ټولو نوماندانو، د ټاکنو د څارونکو بنسټونو او نړیوالو ادارو په ګډون جوړ شي څو له دولتي امکاناتو او صلاحیتونو د مشخص ټیم په ګټه د استفادې ممانعت وکړي.
ـ د سرپرست حکومت پلویان دې د ټاکنیزو مسئلو په پلمه د حکومتولۍ جریان نه متضرروي او د ناحقو تورونو او ادعاوو له مطرح کولو دې ډډه وکړي.
دې ته ورته ګڼ نور موارد هم کیدای شي بحث او توافق پرې وشي.
له دې بغیر له شک پرته، چې د تا ویلو ماویلو دوام به د هېواد سیاسي ثبات ته تاوان ولري او ټاکنې به وننګوي.