لیکنه: جیم رون
ژباړه احمد فرهاد توتاخیل
– ولې باید د خپل ژوند شاګرد واوسې؟
- د سم کار ترسره کولو د زده کړې یوه لار، په غلطه توګه د یوه کار ترسره کول دي.
اجازه راکړئ چې د شته مالوماتو دوه تر ټولو غوره سرچینې درسره شریکې کړم:
۱. ستا خپلې تجربې
د خپل ژوند ښه شاګرد شه. دا هغه مالومات دي چې ته ورسره ډیر اشنا یې او په اړه یې د پیاوړتیا احساس کوې، نو په همدې اساس خپل ژوند ته تر بل هرڅه د ښې مطالعې په چوکاټ کې ځای ورکړه او مهم یې وګڼه.
د خپل ژوند په مطالعه کولو کې ځان ډاډمن کړه چې سربیره پر مثبتو ټکو باید منفي ټکي هم ولولې او سربیره پر بریاوو، باید ناکامیو ته هم ژور نظر وکړې. دا ځکه، کله چې ناکامۍ موږ ته ارزښتناک درسونه او مالومات راښيي، نو ارزښت یې هم د بریاوو په څیر دی او ډیری وخت بیا زموږ له بریاوو هم ښه استادان کیدلی شي.
د یوه کار په سمه توګه د زده کولو یوه لار دا ده چې په غلطه یې ترسره کړو. د یوه کار په غلطه توګه ترسره کول د زده کړې تر ټولو ستر ښوونځی دی، خو د دې مشوره نه درکوم چې د یوه کار په ناسمه توګه ترسره کول دې باید زیات وخت ونیسي. که د لسو کلونو لپاره دې یو کار غلط ترسره کړی وي، نو زه د دې مشوره نه درکوم چې لس کاله نور هم پرې ضایع کړې، خو تر ټولو غوره او ښه لار دا ده چې باید له خپلو تجربو یې زده کړې.
کله مې چې له خپل ناصح او یا هم ښوونکي ښاغلي شوف سره په لومړي ځل ملاقات وکړ، په دې وخت کې زه ۲۵ کلن وم، خو ما له ۱۹ کلنۍ څخه کار پیل کړی و او ۶ کاله مې د کار وتلي و. په دغه لیده کاته کې ښاغلي شوف راته وویل: “ښاغلی جیم رون! له کار کولو دې شپږ کاله ووتل، څنګه ده کاروبار دې؟” ما یې په ځواب کې وویل: “ښه نه دی.” هغه راغبرګه کړه: ” ښه نو زه تا ته دا مشوره درکوم چې له دې وروسته یې نور مه کوه. ځکه، شپږ کاله زیات وخت دی چې له یوه ناسم پلان سره مخ پر وړاندې ولاړ شې.” بیا یې راته وویل: “په دې شپږ کلونو کې دې څومره پیسې ټولې کړې دي؟” ما ورغبرګه کړه: “یوه روپۍ هم نه.” بیا یې وویل: “خی نو شپږ کاله مخکې د دې پلان مشوره چا درکړې وه؟” څومره ښکلې پوښتنه! “د هغه پلان مشوره مې له چا اخیستې وه چې کار یې ورنکړ؟” هر انسان له یوه چا مشوره اخلي، خو پوښتنه دا ده، چې له چا؟ تا د چا پلان پیرودلی دی؟
په لومړي سر کې له ستونزو سره لومړنۍ مخامخ کیدنې ښايي چې لږ څه دردونکې اوسي، په ځانګړي توګه که چیرې ته زما په څیر ډیرې تیروتنې ترسره کړې، خو د هغه پرمختګ په اړه فکر وکړه چې ته یې کولی شې، کله چې ته د هماغو تیروتنو سره په لاس و ګریوان کیدو د ژوند یو ښه شاګرد شې.
۲. د نورو خلکو تجربې
په یاد ولره، چې ته یې د نورو خلکو له تجربو زده کولی شې؛ اړینه نه ده، که کار یې په سمه توګه ترسره کړی وي او که په ناسمه، خو ته یې د مثبتو کارونو ترڅنګ، له منفي کارونو هم زده کولی شې. د ځینو انسانانو کیسې د مثالونو په نوم یادیږي: هغه څه وکړه، چې دوی ترسره کړي اوسي. خو د ځینو نورو انسانانو کیسې بیا د خبرداریو په نوم یادیږي: هغه څه مه کوه، چې دوی ترسره کړي اوسي. ګوره! دا څومره ارزښتناک مالومات دي؛ په هغه څه ځان پوهول چې باید ترسره شي او ترسره نه شي. په همدې اساس، که چیرې کومه ورځ ستا د ژوند کیسه هم د یوه چا په کتاب کې ولیکل شوه، نو پوه شه چې د یوه مثال په توګه یې کارولې، نه د خبرداري په توګه.
له نورو خلکو د زده کړې ډیرې نورې لارې هم شته:
هغه ټول کتابونه ولوله چې د بریالیو کسانو په لاس لیکل شوي وي او یا هم د هغوی په اړه اوسي. ټول هغه بریالي کسان چې زه یې پیژنم او یا هم کار ورسره کوم، ټول ښه لوستونکي دي. دوی همیش مطالعه کوي، ځکه غواړي چې پوه شي او مطالعه هغه عادت دی، چې دوی ټول یې په مجموع کې لري.
همداراز، بریالي خلک غږیزو کتابونو ته غوږ نیسي، په ځانګړي توګه کله چې په موټر کې سفر کوي او یا هم کله چې داسې ځای کې اوسي، چې مطالعه نه شي کولی. غږیز کتابونه کولی شي چې له موږ سره د نویو نظریو او مهارتونو په ځان ته کولو کې خورا زیاته مرسته کوي، لکه څنګه باید پیاوړي، قاطع، مینه ناک، باشخصیته، شتمن او اغیزناک هڅوونکي واوسو، خو له بده مرغه چې خلک له دغو سرچینو ګټه نه پورته کوي.
هره ورځ، لږ تر لږه ۳۰ دقیقې داسې څه ولوله او واوره چې ننګوونکي او ښوونیز واوسي. له ډوډۍ نه تیرشه، خو له دغو ۳۰ دقیقو څخه مه تیریږه. له ځینو خواړو پرته هم تر ډیره ژوند کولی شې، خو له ځینو نظریو، مثالونو او الهام بښوونکو کارونو پرته تر ډیره ژوند نه شې کولی.