لیکنه: لیلا هامپټون
ژباړه: الما افغان
دلته څو خبرې درته لرو چې ستاسې د ژوند په ښه والي او غوره والي کې مرسته کولی شي. دا خبرې د هر چا د وسه او هر څوک که وغواړي عملي کولی یې شي:
۱- هره ورځ باید په شپاړس ساعتونو کې پینځلس دقیقي مطالعه وکړئ.
دا مطالعه به د ښوونځي یا کار لپاره نه وي، بلکې یوازې ددې لپاره چې تاسو تري په رښتیا سره خوند واخلئ. دا به ستاسو د لوستلو سرعت، د پوهې زیاتولو او لغاتونو ته وده ورکولو کې ښه رول ولوبوي.
۲- بستر ته له تللو د مخه د ۱۰ دقیقو لپاره تمرین وکړئ.
دا تمرین به ستاسو رواني او فزیکي روغتیا او ښه خوب کې ډیر مهم رول ولوبوي.
دا چې هر ډول ورزش تاسې ته مناسب وي، ښه دی چې ترسره شي.
۳- له هغه چا سره هره ورځ خبرې وکړئ چې مینه ورسره لرئ.
لکه؛ ستاسو مور/ پلار، وروڼه، ترونه، ملګري او داسې نور…
اکثره وګړي ډیری وختونه د قدر وړ خلکو سره اړیکې نه ساتي، خو د دوی سره خبرې کول تاسې ته د سولې احساس درکوي او تاسو ته در وښيي چې ستاسو په ژوند کې څومره مهم دي.
۴- خواړه.
په خوړو کې دقت وکړئ. ډیر تیز خواړه مه خورئ، یوه ګټه به یې دا شي چې روغتیايي حالات به مو ښه وساتل شي او بله ګټه به یې دا شي چې د پیسو سپما به هم وکړئ، کله چې داسې وکړئ، نو له هره اړخه به روغ او غوره یاست. تر څنګ به د هیڅ ډول بې ثباتۍ احساس نه کوئ.
۵- د نورو لپاره ژوند کول پریږدئ، د ځان لپاره ژوند وکړئ.
د هغه څه تعقیب وکړئ چې تاسو یې مینه لرئ او په رښتینې توګه یې تاسې خوښوئ.
ځکه دا وخت ډیر ژر تیریږي او خوند تري سم نشي اخیستل کیدای، نو ځکه مو ژوند داسې برابر کړئ چې ښه او منظم یې تیر کړای شئ.
همداراز داسې هم مه کوئ چې د نورو په اشارو وچورلۍ، که داسې شوۍ، نو بیا ډیره سخته وي چې ارام ژوند ولرئ.