په خوب کې د خبرو کولو اساسي لاملونه، نښې او درملنه یې

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

سهار له خوبه پاڅيدو سره سمدستي به درته خپل اطاقي او یا هم د ژوند ملګرې / ملګري ویلي وي، چې تاسې بیګاه په خوب کې خبرې کولې.
په خوب کې خبرې کول داسې یوه ستونزه ده، چې خپله شخص پرې نه پوهیږي، خو په خونه کې نور خلک پرې پوهیږي.
په خوب کې خبرې کول چې په طبي اصطلاح کې يې ورته سامنلوکوای Somniloquy وايي، یو ډول رواني ګډوډي ده، چې د خوب پر مهال پیښږي. دا کومه جدي طبي ناروغي نه ده، بلکې د رواني ګډوډیو یو ډول دی، چې زیات شمیر کوچنیان او ځينې لویان ورسره مخ دي.
د خوب پر مهال خبرې ډیر کله په شپه کې وي، خو ځینې خلک شاید که د ورځې هم ویده شي، احتمال دی، چې په خوب کې وغږیږي.
خوب کې د خبرو پر مهال څه وایو؟
خوب کې د خبرو پر مهال خلک هر څه وايي، خو ډیره ګرانه ده، چې وپوهیږو، په خوب کې غږیدونکی سړی څه وايي. کله هم چې څوک په خوب کې غږیږي، په یو ځل له ۳۰ ثانیو څخه زیات نه غږیږي. دوی کله عادي خبرې کوي او داسې ښکاري، چې له ځان سره لګیا وي؛ او کله بیا هم داسې ښکاري، چې له نورو سره په جر و بحث بوخت وي. کله کله دوی په خوب کې سپکه ژبه هم کاروي.
څوک په خوب کې غږیږي؟
ډير خلک په خوب کې خبرې کوي. هغه ماشومان چې عمرونه يې له ۳ تر ۱۰ کلو وي، تر نیمايي زیات په خوب کې خبرې کوي. په سلو کې ۵ سلنه لویان هم په خوب کې خبرې کوي. دوې شاید هره شپه او یا هم په اوونۍ کې څو شپې په خوب کې خبرې وکړي.
نجوني هم د هلکانو په څیر خوب کې خبرې کوي، او دا هم امکان لري، چې په کورنیو کې که یو کس یاد تکلیف ولري، شاید نور غړي يې هم ولري.
نښې او علایم:
په خوب کې د خبرې کوونکي علایم او نښې ګرانه ده، چې مشخصې شي او یا هم یاد کس په ځان خپله پوه شي؛ خو تاسې ته شاید ستاسي اطاقي او یا هم میرمن / خاوند ووايي، چې په خوب کې غږیدلۍ. له دې وراخوا، کوم خاص معاینات نشته، چې وښيي تاسې په خوب کې غږیږئ.
په خوب کې د خبرې کولو سببونه:
په خوب کې خبرې کول ډيره د تشویش وړ مسله نه ده؛ خو دا هم امکان لري، د خوب ګډوډي او ناسمه روغیتا په خوب کې د خبرو کولو لامل شي.
د خوب پر مهال رواني ګډوډۍ دوه مهم ډولونه لري، چې یو ته يې RBD او بل يې د خوب ویره یا night terror نومیږي. نایټ ټیرور جدي رواني مشکل دی، چې د خوب پر مهال ځینې خلک ویرونکي خوبونه ویني، ټوپ اچوي، سوک وهي، او یا هم پښه غورځوي. په یاد مشکل اخته خلک نه یواځې دا، چې په خوب کې خبرې کوي، بلکې په خوب کې ګرځي هم.
هغه خلک چې ار بي ډي RBD تکلیف لري، اکثره يې په خوب کې چغې وهي، او څه چې په خوب کې ګوري هماغسې کړنه کوي.
په خوب کې د خبرو کولو اساسي علتونه:
• فشار او اضطراب
• ژور خپګان
• بې خوبي
• د ورځې پر مهال ستسي او لټي
• تبه
• الکول څښل
• ځينې دارو درمل خوړل
په ښځو کې دا ستونزه نسبت نارینو ته کمه ده.
درملنه:
په خوب کې د خبرو کول یوه عامه ستونزه ده او د اندیښنې وړ کومه مسله نه ده. دا کومه خاصه درملنه هم نه لري؛ خو بیا هم که تاسې په دومدار ډول ددې ستونزې سره مخ یۍ، کوم رواني ناروغ ته مراجعه وکړئ.
ددې ستونزې د حل لپاره شاید ستاسې ډاکتر تاسې ته ګڼې مشورې درکړي، خو تر ټولو اړینه داده، چې خپل خوب برابر کړئ. وختي ویده کیدل، وختي پورته کیدل، د ورځې پر مهال فزیکي تمرین، مناسب خوراک او نورې ګڼې لارې شته، چې په پام کې نیولو سره يې تاسې له دې ستونزې بیغمه کیږئ.