ګانګرس: مودي ناکام دی؛ رسمي پایلې به مو حیران کړي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

هندوستان کې پارلماني ټاکنې پرون پای ته ورسیدې. دا د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو پراخه ولسواکې ټاکنې وې، چې تر ۹۰۰ میلونه ډیرو خلکو پکې رایه ورکړه.
له رایه اچوونې وروسته، د خلکو نظر پوښتنه ښيي، چې د سږکال د ټولټانکو زیاتې رایې یو ځل بیا د لومړي وزیر نریندرا مودي ډلې بي جي پي ګټلي؛ خو کانګرس وايي، دا هسې افواهات دي. ټاکل شوې، چې د ټاکنو رسمي پایلې د مۍ په ۲۳ مه، پنجشنبه اعلان شي.
د کانګرس ډلې ویاند راجیو ګوادا وايي:

“خیر دی، د مۍ تر ۲۳ مې حوصله وکړئ. موږ با تاسې حیران کړو. په خلکو کې “دیوانګي” زیاته ده؛ حقیقت پټوي.”

بنګال کې د ټرایمونل پارټې مشرې او د مودي مخالفې میرمن، ممتا بنیرجي هم دا نظرپوښتنه هسې “افواهات” بللي او ویلي يې دي، چې بي جي پي غواړي د افواهاتو په خپرولو سره د رایې اچونې ماشینونه تر پوښتنې لاندې راولي.
که څه هم له رایې اچونې وروسته نظر پوښتنه د مودي مطلق بریالیتوب یقیني کوي، خو یو شمیر کتونکي او اپوزیسون اټکل کوي، چې شاید د ۲۰۰۴ کال ټوکه وشي.

په ۲۰۰۴ کال کې، له رایه اچونې وروسته نظرپوښتنې د بي جي پي د بریالیتوب خبره وکړه، خو کله چې رسمي پایلې اعلان شوې، کانګرس ډیرې څوکې ګټلې وې او بي جي پي ناکام و.
بل لورې ته هندوستان کې د بیلابیلو رسنیو نظرپوښتنې ښيي، چې د مودي ډلې (بي جي پي) د هندوستان د پارلماني ټاکنو اکثریت څوکۍ ګټلي او په اغلب ګومان، یو ځل بیا به په هند حکومت وکړي.
د هندوستان پارلمان ۵۴۲ څوکۍ لري، چې د غوڅ اکثریت لپاره يې باید یوه ډله ۲۷۲ څوکۍ خپلې کړي. د هندي رسنیو نظر پوښتنې ښيي، چې مودي به له ۲۸۷ څخه واخله تر ۳۰۰ پورې څوکۍ وګټي.
د ټاکنو دوهم مخکښه ډله کانګرس بلل کیږي. د کانګرس چانس هغه وخت ډیریږي، کله چې بي جي پي اکثریت ونه ګټي، نو کانګرس به له نورو ګوندونو سره شریک حکومت جوړ کړي.
د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې بي جي پي ۳۳۶ څوکۍ ګټلې وې او کانګرس یواځې ۵۹ څوکۍ خپلې کړې وې. خو د مودي په حکومت نیوکې دي، چې د فساد په مخنیوي او د کارو بار په پيدا کولو کې پاتې راغلی. د همدې له امله شاید بي جي پي دا ځل دومره ډیرې څوکۍ ونه ګټي، څومره چې په ۲۰۱۴ کال کې ګټلې وي؛ خو بیا هم د هغوی د اکثریت بریالیتوب اټکل شوی.