د روحي خپګان او روحي فشار څخه د خلاصون پنځه ساده لارې

سپینه تجريدي ډیزاین

 
د یو اټکل له مخې په افغانستان کې له هرو پنځو کسانو لږ تر لږه درې کسان په یو ډول ډیپریشن یا روحي خپګان اخته دي.
که څه هم ددې روحي خپګان ډیر سببونه داسې دي چې یو کس یې په یوازې ځان په وړاندې نه شي دریدلی، لکه نا امني، بې وزلي، او دې ته ورته نور…
خو ځینې سببونه یې داسې دي چې خلکو په خپله ځان ته پیدا کړي دي او یا کولی شي چې ځان له روحي خپګان خلاص کړي.
ارواه پوه ډاکتر شیوتانک باسوال په یو لیکنه کې د روحي خپګان د مخنیوي لپاره لاندې سپارښتنې کوي.
۱- ښه خواړه وخورئ
سمه، مناسبه او متوازنه غذا او پر وخت یې خوراک د روحي خپګان په مخنیوي کې ډیر مهم رول لري. د مناسب سباناري کول ډیر زیات مهم دي.
۲- کافي خوب وکړئ
په یوه شپه او ورځ کې له اوو څخه تر اتو ساعتونو پورې منظم او پر وخت خوب د وجود د سم فعالیت او د خوښۍ د هورمونونو د ترشح لپاره بیخي حیاتي دي. هغوی چې خوب یې ګډوډ او یا بې وخته وي او یا کم خوب کوي، یا تر نیمې شپې بنډارونو ته ناست وي، د روحي خپګان، سټریس او ډیپریشن سره ډیر په اسانۍ لاس او ګریوان کیږي.
۳- تمرین او ورزش
تمرین او ورزش په مغز کې په طبیعي توګه خوښي پنځوونکي کیماوي ماده ( ایندروفین) ترشح کوي. که نورو ورزشونو او ورزشي کلبونو ته تګ درته ممکن نه وي، هره ورځ لږ تر لږه نیم ساعت قدام وهل یا منډه وهل، هر چیرې ممکن دي. نو هڅه وکړئ وجود مو په ورزش او تمرین د خوښۍ هورمونونه ترشح کړي. هغه ښځې او نجونې چې له بده مرغه له کوره بهر ورته د قدم وهلو زمینه نه ده برابره کولی شي په کور کې بیلابیل ورزشي حرکات تمرین کړي. او په دې توګه د ستونزو په منځ د خوښۍ د څرک د موندلو هڅه وکړي.
۴- لږ څه خودخوا و اوسئ
موږ هره ورځ ګڼ داسې کارونو کې بوخت یوو چې یا یې دفتر او کار ځای او یا کور کې نور راڅخه غواړي. نو ښه ده چې لږه خودخواهي وکړئ او هره ورځ لږ تر لږه یو داسې څه وکړئ چې تاسو ترې خوند اخلئ او تاسو یې غواړئ. له خپلو ښو دوستانو سره چې غواړئ ورسره کیسې وکړئ یوه لنډه ناسته داسې څه کیدای شي چې تاسو ترې خوند واخلئ. نور د علاقې او خوښې وړ کارونه هم پیدا کړئ او هره ورځ یو داسې کار وکړئ چې هم مثبت وي او هم ستاسو د خوښې څه وي.
۵- فکر وکړئ
هره شپه تر ویده کیدو مخکې په تیرو څلور ویشت ساعتونو کې د خپلو کړو فعالیتونو څخه پر یو داسې فعالیت تمرکز وکړئ او رایاد یې کړئ چې تاسو ته یې خوښي او سکون دربښلي وي. کوم داسې څه ستاسو ننۍ ورځ کې وو؟ که ستاسو ځواب ( نه ) وي، هڅه وکړئ سبا ته داسې څه وکړئ چې بله شپه تر ویده کیدو مخکې دې پوښتنې ته (هو) ځواب ووایئ.
یاد لرئ! ډیپریشن یا روحي خپګان انتخاب نه دی، بلکې خوښ اوسیدل انتخاب دی…