که د مخ پوټکی مو غوړ لري، څه وکړئ؟ اووه (۷) کورنۍ لار چارې

رنګین تجريدي ډیزاین

 
د مخ د پوټکي غوړ د ډیرو پیغلو او زلمیانو لپاره یو ډول سرخوږی دی. د مخ د پوټکي غوړ د مخ ښایست او ځلا راکموي او ډیر کله داسې معلومیږي، چې ګنې په ورځو ورځو نه دې مینځل شوی.
د مخ غوړ ولې پیدا کیږي؟
دا ستونزه تره ډیره جینټکي (ارثي) ده. ددې سربیره ځينې نور هم عوامل لري.
کله چې یو تنکی ځوان/پیغله د بلوغت مرحلې ته داخلیږي، ددوې مخ غوړ پیدا کوي، چې یو شمیر يې د وخت په تیریدو سره ختمیږي، خو د ځينو نورو يې بیا همداسې پاتې کیږي.
ددې سربیره، د سینګار کم اصل او غیرې صحې توکي هم د مخ غوړ پیدا کوي. د سمارټ فون زیات استعمال هم دا ډول ستونزې زیږوي.
خو په ټوله کې د مخ د پوټکي غوړ یوه بیولوژیکي ستونزه ده، چې په وجود کې د یو شمیر هورمونونو د افرازیدو په پایله کې رامینځ ته کیږي.
خو؛ پوښتنه داده، چې څنګه د مخ د پوټکي غوړ له مینځه یوسو؟
دلته يې درته ځینې مهمې، اغیزمنې، اسانه او ارزانه لارې چارې ښییو:
۱ـ د مڼې جوس:
د مڼې جوس د مخ د هغه پوټکې لپاره ډیر ګټور دي، چې هم غوړ ولري او هم ځوانکې ولري.
لږ مالوچ د مڼې په جوسو (شربت) لامده کړئ. په مخ يې ومږئ او پریږدئ، چې په مخ يې جذب کړي. څه وخت وروسته يې په پاکو اوبو پریمنځې. دا کار څو ورځې پرله پسې وکړئ. د مخ غوړ او په مخ ځوانکې ختموي.
که د مڼې په جوسو کې لږه د اوړو سوډا هم وراضافه کړئ، ګټه به يې څو چنده زیاته شي.
 
۲ـ کیله:
کیله نه یواځې دا چې پوستکې ته ګټه لري، بلکې ګڼې نورې روغتیايي ګټې هم لري. د مخ د غوړو د لرې کولو لپاره کیله راواخلئ. ښه يې میده کړئ. تر هغې یې میده کړئ، چې سم سابه ترې جوړ شي. بیا لږ شات هم پکې ورګډ کړئ. که په وس مو پوره وه، په یخچال کې یخه هم کړئ. بیا يې په مخ پورې کړئ. هم به تاسې ته راحت کوونکی احساس درکړي او هم به مو د مخ غوړ ورسره کم شي.
۳ـ د هګۍ سپین:
د هګۍ سپین د پروټین په درلودلو سره د مخ د پوستکې لپاره خورا ډیر ګټور دي. د هګۍ سپین د مخ مړې حجرې رغوي؛ ځوانوکي ( دانې) ختموي؛ مخ ته ځلا ورکوي او د مخ پوټکی ژر زړیدو ته نه پریږدي.
که د هګیو د سپینو سره لږ لیمو او شات هم ورګډ کړئ، ګټې به يې څو چنده زیاتې شي.
۴ـ د نارنج د پوټکي پوډر:
د نارنج د پوټکي پوډر که څه هم ګران بیه به وي، خو د مخ د پوټکي د غوړو په له مینځه وړولو کې بې ګټې نه دي.
د نارنجو د پوټکي پوډر مخ ته ځلا ورکوي او په ټوله کې د مخ پوټکی تازه او روغ ساتي. دا ترکیب زیات ویټامینونه هم لري.
۵ـ د ګلابو اوبه:
د ګلابو اوبه نه یواځې د مخ پوټکی، بلکې د ټول وجود پوټکی تازه، روغ او نرم ساتي. هڅه وکړئ، چې د لامبلو په وخت په ټولو اوبو کې د ګلاب اوبه یا ګلاب واچوئ او بیا پرې ولامبئ. پوستکی به مو ښه او ښکلی وي.
۶ـ جواری او ماسته:
د جوارو وړه او ماسته که سره ګډ شي، او د پینځه دقیقو لپاره په مخ پورې شي، د مخ غوړ ختموي.
که د جواري او ماستو سره لږ لیمو هم وراضافه کړئ، د مخ د غوړ پوټکي لپاره په زیاته اندازه ګټور دی.
۷ـ رومیان او بادرنګ:
په بادرنګو او رومیانو کې شته ویټامینونه مو د مخ غوړ په چټکۍ سره ختموي او د مخ پوټکی روغ ساتي. رومیان مخ ته تازه والی، نرمښت او ځواني بښي.
که بادرنګ هم ورسره اضافه کړئ، ګټه به يې ډیره وي.