ژباړه او راټولونه: ډاکټر عبدالولي اعتماد ( د پوستکي او ښکلا معالج)
لمړی ناسم باور: د وېښتانو ژر ژر لنډول د وېښتانو د ودي د تيزوالي او د وېښتانو د توېدو مخنيوی کوي.
رښتېا: ستاسي د سر وېښتان په هره مياشت کي د 1 څخه تر 1 نيم سانتي مترو پوري وده کوي، که يې لنډ کړی يا يې پر خپل حالت پريږدی، خو کېداي سي چي په اوړي کي وېښتان په تيزي سره وده وکړي.
د وېښتانو کمول د وېښتانو د توېدو په مخنيوي کي هيڅ اغيزه نه لري، خو د لنډو او کمو وېښتانو تويدل په کمه کچه سره ليدل کيږي. د وېښتانو د څوکو قيچي کول ستاسي د وېښتانو اخرنۍ خرابي برخي له منځه وړي او ستاسو وېښتانو ته ظاهري ښکلا ور بخښي.
دوهم ناسم باور: که چيري يو سپين وېښته وکاږی، نو ستاسي په سر کي به سپين وېښتان زيات سي.
رښتيا: که څه هم دا يو اوازه ده او حقيقت نلري، خو کله چي وېښتان په سپينېدو پيل وکړي، هغه وخت که تاسي سپين وېښتان وکاږي او که نه دا حالت به پرمختګ وکړي او نور نوي وېښتان به هم سپين سي.
دريم ناسم باور: په يخو اوبو د وېښتانو پريولل، د وېښتانو د ځلا سبب ګرځي.
رښتيا: دا کار کيداي سي ستاسي خوب والوځوي خو د وېښتانو په ځلا کي هيڅ اغيز نلري.
څلورم ناسم باور: ددې لپاره چي وېښتان مو په رښتيا سره پاک سي، بايد څو ځله يې په شامپو پريولي.
رښتيا: يو ځل په شامپو وېښتان پريولل بسنه کوي، په ځانګړې توګه د وچو وېښتانو لپاره، خو که چيري وېښتان مو غوړ وي کولاي سی شامپو د دوهم ځل لپاره استعمال کړی.
پنځم ناسم باور: د وېښتانو خريل د وېښتانو د زياتيدو او ډبلېدو (پنډېدو) لامل ګرځي.
رښتيا: د وېښتانو خريل د وېښتانو پر زياتېدو او ودي هيڅ اغيزه نلري.
شپږم ناسم باور: د ځيني آرايشي موادو په مرسته کولاي سو، د وېښتانو رژيدل ترميم کړو.
رښتيا: زما د مطالعې او تجربې له مخې کله چي د وېښتانو رژيدل رامنځ ته سي، يوازنۍ غوره لاره چي تاسي کولاي سي داده چي قيچي راواخلي او د هغې برخي وېښتان غوڅ کړی.
اوم ناسم باور: استرس ( تشويش) د وېښتانو د توېدو لامل ګرځي.
رښتيا: وېښتان هر کله د توېدو په حال کي دي، په طبيعي توګه په ورځ کي د ۵۰ تر ۱۲۰ پوري وېښتان تويږي، او امکان لري چي کله تاسي په وحشتناکه توګه په سترس اخته و اوسي د وېښتانو توېدل مو زيات سي، پاته د نه وي چي د حاملګي ضد دوا او ځيني انټي بيوتيکونه هم د وېښتانو په توېدو کي ونډه لري خو د وخت په تيرېدو او د حالت په ښه کېدو سره وېښتان د دوهم ځل لپاره وده کوي.
اتم ناسم باور: د وېښتانو پخه د وېښتانو د وچوالي له امله منځ ته راځي، چي د وېښتانو په غوړلو سره ښه کيږي.
رښتيا: د سر پخه کيدای سي هم وچه او هم غوړه و اوسي، هغه کسان چي د سر پخه يې غوړه وي د وېښتانو غوړېدل يې د پخي د ډېرېدو لامل ګرځي، خو هغه کسان چي پوستکي يې وچ وي د وېښتانو غوړېدل ورته ګټور تماميږي.
نهم ناسم باور: د سر د پوستکي مساجول ( چاپی کول) د ويني جريان زياتوي او د وېښتانو د ودي لپاره ګټور تماميږي.
رښتيا: هيڅ علمي څيړني نده ثابته کړې چي د سر مساژول د وېښتانو د زياتېدو سبب سي، په ضمن کي د وېښتانو فوليکولونه چي د استراحت په مرحله کي وي د ويني د رګونو څخه بېل او کوچني کيږي.
لسم ناسم باور: د وېښتانو رنګول د وېښتانو سپينېدل نور هم زياتوي.
رښتيا: د وېښتانو رنګول د وېښتانو پر رنګ جوړونکو حجرو باندي زيات اغيز نلري، نو ځکه د وېښتانو په سپينېدو کي هم اغيز نسي درلودلاي، د يادولو وړ ده چي د وېښتانو رنګول په دوامداره توګه کولاي سي په ځينو وختونو کي د حساسيت لامل سي.
ډاکټر عبدالولي اعتماد د کندهار په مهمند روغتون کې د پوستکي او ښکلا معالج دی.