د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ۲۰۱۸ م کال د ۱۹ کلنو د کرکټ نړیوال جام سیالۍ پيل کیږي، چې پکې ۱۶ لوبډلې ګډون کوي.
د نیوزیلینډ په کوربه توب د نړیوال جام په دې سیالیو کې ۱۲ د پوره غړیتوب لرونکې او ۴ د دویمې درجې هیوادونو د کرکټ لوبډلې ګډون کوي، چې په څلورو ګروپونو ویشل شوې دي.
د دې سیالیو په ګروپ کې نیوزیلینډ، ویسټ انډیز، جنوبي افریقا، کینیا، په دویم ګروپ کې اسټرالیا، هندوستان، زیمبابوې، پي این جي، په دریم ګروپ کې انګلستان، بنګله دیش، کاناډا، نمیبیا او په څلورم ګروپ کې افغانستان، پاکستان، سریلنکا او ایرلینډ شامل دي.
د مهالویش له مخې ښکاريږي، چې په لمړي ګروپ د نورو په نسبت زیاتې ۳ پیاوړې لوبډلې نیوزیلینډ، ویسټ انډیز، جنوبي افریقا د کینیا سره، خو تر نورو یو څه کمزورې لوبډلې په دریم ګروپ کې د انګلستان سره بنګله دیش، کاناډا او نمیبیا مخامخ دي.
د ۱۹ کلنو د کرکټ نړیوال جام سیالۍ د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۳ مه نیټه د راتلونکې شنبې په ورځ په نیوزیلینډ کې پیل کیږي، چې پکې به افغانستان په لمړۍ سیالۍ کې په همدغې ۱۳ مه نیټه د پاکستان د ۱۹ کلنو د کرکټ ملي لوبډلې سره مخامخ شي.
د افغانستان د کرکټ په وینا، افغان لوبډلې ته یې لا د وړاندې دغه سیالیو ته د چمتوالي په موخه په نیوزیلینډ د نیوزیلینډي روزونکي انډي مولز تر روزنې لاندې تمریناتي کیمپ پیل کړی دی، چې پکې یې د نیوزیلینډ ځای سنټرل ډیسټریکټ ایلیون لوبډلې ته په څلورو مسلسل لوبو کې ماتې ورکړي دي او پوره چمتوالي سره به د نړیوال جام په سیالیو کې ګډون کوي.