د ژوند هغه ۲۰ درسونه چې باید مخکې له ۳۰ کلنۍ زده شي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

لیکنه: مکس لوکومینسکي
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل
۱- ژوند مخکې له مخکې پیل شوی دی؛ په منځ کې یې نه واټن شته او نه هم ازمایښتي دوره. ستا هره پریکړه اړینه او مانا ورکوونکې ده.
۲- تا په اړیکه کې (د فیسبوک، ټویټر، انسټګرام او دې ته ورته نور د ټولنیزو رسنیو) ملګري رښتیني نه دي او له بده مرغه چې همدا حقیقت دی. د ټولنیزو رسنیو ډیری ملګري ستا پروا نه ساتي او په سختۍ کې به دې ان پوښتنه هم ونکړي.
۳- که چیرې مېین شوې، نو د زړه ماتیدو ته دې هم چمتووالی ونیسه، ځکه چې مینتوب یو سخت او دردوونکی کار دی.
۴- داسې نه ده چې ستا د پوهنتون له فراغت غونډې وروسته ستا د زده کړې پروسه هم پای ته رسیږي. علم یو مهم څیز دی، نو که غواړې چې له ټولنې څټ ته پاتې نه شې، دوامداره مطالعه ولره.
۵- ستا په ژوند کې ستا د کورنۍ غړي ترټولو مهم خلک دي او یوازیني کسان دي، چې په تا پام ساتي. هڅه وکړه، چې ترې ښه ساتنه او قدرداني یې وکړې.
۶- ستا د کمزورتیا ټکي اړین نه دي او هڅه وکړه چې ویې منې. یوازیني څه چې مهم دي، هغه ستا د پیاوړتیا ټکي دي او هڅه وکړه چې نور یې هم پیاوړي کړې.
۷- هر کار چې د کولو ارزښت ولري، کلونه نیسي. نو د دې تمه مه کوه چې باید خپلو موخو ته ژر ورسیږې او خپه کیږه هم مه چې خپلو موخو ته ولې ژر نه رسیږې. ځکه، موخو ته رسیدل ښايي له هغه څخه زیات وخت ونیسي، چې ته یې فکر کوې.
۸- د پرمختګ لپاره ټول فرصتونه له ارامتیا زون څخه پورې خوا پراته دي. نو که غواړې چې د پرمختګ فرصت ترلاسه کړې، د ناارامۍ زون ومومه او ورننوځه او همدا دې خپل عادت وګرځوه.
۹- شکیدلې اړیکې د پاتې کیدو ارزښت نه لري، نو هڅه مه کوه چې د هغو شیانو په رغولو خپل وخت ضایع کړې، چې جوړولی یې نه شې. پریږده چې هرڅوک خپل لار ووهي او ته هم ترې مخ پر وړاندې ځه.
۱۰- نړۍ له بې انصافۍ ډکه ده، نو ښايي چې په خپل ژوند کې له ډیرو بې انصافو خلکو او شیانو سره مخ شې. یوازې چمتو اوسه ورته.
۱۱- بخت له هغو خلکو سره مل وي، چې زیات زیار باسي. ښه شیان د هغو خلکو په برخه  کیږي نه، چې انتظار باسي. د بخت لپاره لومړني شرطونه ټینګار او زیات زیار ګالل دي.
۱۲- د پیل لپاره د “ښې شیبې” په نوم څه نشته. که غواړې چې په یوه کار پیل وکړې، همدا اوس اقدام وکړه. د “ښې شیبې” لپاره په تمه کیږه مه، ځکه چې “ښه شیبه” به هیڅ وخت په لاس درنشي.
۱۳. ته نه شې کولای چې په هرځای کې واوسې او هرڅه ولرې. سم انتخاب کول زده کړه او د هغو کارونو ترسره کولو ته ژمن اوسه، چې خورا زیات اړین وي.
۱۴. ستا په ژوند کې باید هرڅوک وستایل شي او ته نه باید خپلو ملګرو ته په کمه سترګه وګورې.
۱۵- ستا ترټولو ښې پانګونې تجربې او پیاوړي احساسات دي. له نیکونو درپاتې بریاوې، هوساینه، موټرې او کورونه له دې عصر و زمان سره تر ډیره بریده نه برابریږي. یوازیني شیان چې اړین دي، هغه پیاوړي احساسات، خاطرې، تجربې او علم دی.
۱۶- د نن کار سبا ته پریښودل، ډیری وخت د نه ترسره کیدو په مانا وي. هڅه وکړه چې د نن ورځې کار سبا ته پرې نږدې او هماغه ورځ یې ترسره کړې.
۱۷- بریا له استقامت او ټینګار سره مساوي ده. له یوه کار نه هیڅ وخت مه لاس په سر کیږه او خپلو هیلو ته د رسیدو لپاره ژمن اوسه. خپلو هیلو ته رسیدل او تعقیبول یې ستونزمن کار دی، خو د مبارزې ارزښت لري.
۱۸- په دوامداره توګه سپورټ کول یو مهم کار دی. هڅه وکړه چې خپله روغتیا او اندام ته پاملرنه وکړې. په دوامداره توګه تمرین وکړه او په دې ځان ډاډمن کړه چې ګوندې اندام دې مناسب دی.
۱۹- ستا ناکامي مهمه نه ده او حسابیږي هم نه. هغه څه چې ډیر حسابیږي هغه ستا بریا ده، نو ځکه خو باید له ناکامیدو ویره ونلرې.
۲۰-هیڅوک له تاسره مرسته نه کوي ؛ باید له خپل ځان سره پخپله مرسته وکړې.