کرزی: نوی حکومت دې د ملي او نړیوال مشروعیت د خپلولو هڅه وکړي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي د افغانستان نوی حکومت باید د ملي او نړیوال مشروعیت د خپلولو په لټه کې شي.

نوموړي له امریکا غږ سره په یوه تازه مرکه کې ویلي چې په ملي کچه د طالبانو حکومت د لویې جرګې یا ټاکنو له لارې مشروعیت خپلولی شي؛ خو په نړیواله کچه د نړیوالو قوانینو د عملي کولو له لارې مشروعیت ګټي.

هغه ویلي افغانان باید د نوي حکومت تر څنګ ودرېږي، د ثبات د رامنځ ته کېدو لپاره دې هڅه وشي، خو د نوي حکومت مشرانو ته هم په کار ده چې خپلې ژمنې پوره کړي، بشري حقونه رعایت کړي، د ملت خبرو ته غوږ کېږدي او د یوه باثباته او خپلواک هېواد د جوړولو لپاره لاس په کار شي.

نوموړي ویلي چې په افغانستان کې د ښځینه وو په ګډون یوه ملي او پراخ بنسټه حکومت جوړېدو ته اړتیا ده او اوسني مشران باید په دې برخه کې خپلې هڅې پراخې کړي.

نوموړي د سیمې له هېوادونو هم غوښتي چې له افغانستان سره صادقانه همکاري وکړي، د ترهګرو ډلو پر ضد د افغان حکومت لاسنیوی وکړي او له دوه مخو لوبو دې په شا شي.

هغه پر پاکستان غږ کړی چې د افغانستان نماینده ګي دې نه کوي.

د کرزي په خبره پاکستان باید له نړیوالو اصولو سره سم افغانستان سره ګاونډیتوب وکړي او دا هڅه د نه کوي چې نړیواله ټولنه کې د افغانستان استازولي وکړي.

د هغه په وینا د افغانستان اوسنی حکومت هم د پاکستان دغه کړنو ته متوجه دی او ځواب به یې ورکړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي